(Norsk / Bokmål ) Fakta, 513
????? 10th, 2012 by admin
خپله برخه پېسې
- ډاکتر ته د ورتګ زیاته برخه پېسې د دولت لخوا ورکول کېږي. ناروغ باید یوه خپله برخه پېسې ورکړي او پاتې یې د دولت لخوا ورکول کېږي.
- ناروغ سربېره پر خپله برخه پېسو، د بنداژونو، پيچکاریو، درملو، د وینې د معاینو او داسې نورو لګښت ورکوي.
- له ۱۶ کلنو څخه ټیټ ماشومان خپله برخه پېسې نه ورکوي.
- همداشان د امیندوارۍ کنترول هم وړیا دی.
معالج ډاکتر ته د هر ځل د ورتلو پر مهال د خپلې برخې پېسو اندازه ۱۵۰-۳۰۰ کرونه ده
د معافیت کارت
کله چې تاسو د یو کال په اوږدو کې یوه ټاکل شوې اندازه خپله برخه پېسې ورکړئ، د معافیت د کارت د تر لاسه کولو حق لرئ. په ۲۰۱۵ کال کې دا اندازه ۲۱۸۵ کرونه ټاکل شوې وه. کله چې تاسو ۲۱۸۵ کرونه ولګوئ، نو په اتوماتیکه توګه درته د روغتیايي اقتصادي ادارې (HELFO) لخوا د معافیت کارت د پوستې له لارې دراستول کېږي. که چې تاسو ډاکتر ته ورځئ او یا په آبي نسخه درمل اخلئ، باید د معافیت کارت ورښکاره کړئ، تر څو د کال په پاتې برخه کې د خپلې برخې پېسو له ورکولو څخه خلاص شئ.
لا زیات مالومات په لاندې انترنت پاڼه کې شتون لري: https://helsenorge.no/