په ناروې کې نوی کډوال (مهاجر)

د استوګنې بیلابل لاملونه

 

په ناروې کې د بهرنیو وګړو لپاره د استوګنې ډول ډول اجازې شتون لري. تر ټولو مهمې یې دا څلور دي:

  • د EU/EØS/EFTA هېوادونو د وګړو لپاره په ناروې کې د استوګنې حق د EU/EØS/EFTA هېوادونو وګړي د استوګنې د اجازې د غوښتنلیک د وړاندې کولو اړتیا نلري، خو ځان باید راجستر کړي. راجستر د انترنت له لارې په الیکترونیکي توګه ترسره کېږي او له دې وورسته باید تاسو پولیسو ته ورشئ.
  • د EU/EØS/EFTA د بشري خواخوږۍ یا ناروې سره د تړاو له مخې د کډوالو لپاره د استوګنې اجازه (د بشردوستانه خواخوږۍ پر بنسټ) یو کس چې په خپل هېواد کې له زرونې یا خطر سره مخامخ وي، کولای شي په ناروې کې د پناه غوښتنه وکړي. پناه غوښتوونکی د پناه غوښتلو لپاره په ناروې کې پولیسو ته مراجعه کوي. د پناه غوښتلو غوښتنلیک د کډوالو د چارو د ادارې (UDI) لخوا څېړل کېږي. ځینې کډوال (مهاجرین) ناروې ته نیغ په نیغه د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې راځي.
  • هغه څوک چې په ناروې کې کورنۍ ولري او یا غواړي چې دلته له یو مېشت کس سره ژوند پیل کړي، کولای شي له کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره د اجازې غوښتنه وکړي . د هغه چا لپاره ځینې شرطونه شتون لري، چې د یوځای کيدو غوښتنه ورسره کېږي. دلته مېشت کس باید کور او د خپلې کورنۍ د ساتلو او پاللو توان ولري. غوښتنلیک په عمومي توګه په بهر کې ناروېژي سفارت ته سپارل کېږي.
  • کار لپاره د استوګنې اجازه د هغو بهرنیانو لپاره، چې غواړي په ناروې کې کار وکړي، د استوګنې ډول ډول اجازې شتون لري.

معلومات

د استوګنې اجاره

بېلابېل هېوادونه د دې لپاره ډول ډول قوانین لري، چې چا ته اجازه ورکړل شي په یو هېواد کې و اوسېږي. چارواکي پرېکړه کوي، چې چا ته د استوګنې اجازه ورکړي او چا ته یې ورنکړي.

هر څوک مکلف دي چې د خپلې استوګنې په هېواد کې د استوګنې اجازه ولري. هغه کډوال چې په ناروې کې اوسېږي باید د اړتیا په وخت کې د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي او د اړتیا پر مهال د استوګنې اجازه نوې کړي. .