د ناروېژي ژبې او ټولنپوهنې زده کړ
د ناروېژي ژبې او ټولنپوهنې زده کړه
ځینې بهرنیان د ناروېژي ژبې او ټولنپوهنې د وړیا زده کړې حق او دنده (مکلفیت) لري.
دا د لاندې کسانو لپاره اعتبار لري:
- کډوال (مهاجرین)
- هغو کسانو چې د بشردوستانه خواخوږۍ له مخې ورته د استوګنې اجازه ورکړل شوې ده
- هغو کسانو ته چې په ډله ایزه توګه پناه ورکړل شوې ده
- له هغه چا سره یوځای شوی کسان، چې له پورتنیو ګروپونو څخه په یو کې شاملېږي
- له ناروېژي یا سکاندناویايي هېوادونو له وګړو سره یو ځای شوي کسان
- له هفو کسانو سره یوځای شوي کسان، چې د دایمي استوګنې اجازه لري
د انترودوکشون قانون
د انترودوکشون پروګرام د هغو کسانو لپاره د اعتبار وړ دی، چې د ۲۰۲۰ کال د دسمبرد میاشتې له ۳۱ مې نېټې څخه مخکې یې د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي. د انترودوکشون د قانون له محې یوازې هغه کسان د نارویژي ژبې د زده کړې حق او مکلفیت لري چې عمرونه یې د ۱۶ او ۶۷ کالو تر منځ وي.
حق په دې مانا ده چې د یادو کسان لپاره زده کړه وړیا ده او مکلفیت په دې مانا دی چې یاد کسان مکلفیت لري چې د استوګنې د دایمې اجازې او یا تابعیت د تر لاسه کولو لپاره ۶۰۰ ساعتونه زده کړه بشپړه کړي. له دغو ساعتونو څخه ۵۰ ساعته د ټولنپېژندنې زده کړه په داسې ژبه تر لاسه کړي چې ګډون کوونکی پرې پوهېږي. د ناروېژي ژبې د زده کړې لپاره له یادو ساعتونو څخه د زیاتو وړیا ساعتونو د تر لاسه کولو امکان هم شتون لري. د اړتیا پر مهال ښاروالي اضافي ساعتونه ورکوي خو دا ساعتونه له ۳۰۰۰ څخه نشي زیاتېدلای.
په ټولنه کې د ادغام قانون
د ۲۰۲۱ کال د جنوري په لومړۍ نېټه یو نوی قانون، چې په ټولنه کې د اغام قانون په نامه یادېږي، تصویب شو. په ټولنه کې د ادغام د قانون له مخې، له ۱۸ کلنو څخه تر ۶۷ کلنو پورې کسان حق او مکلفیت لري چې د نارويژي ژبې په زده کړه تر لاسه کړي. هغه ګډونوال چې د ادغام د قانون تر پوښښ لاندې راځي، حق او مکلفیت لري چې په نارويژي ژبه کې یوې ټاکل شوې کچې (سویې) ته ورسېږي. دا کچه د ګډون کوونکي د زده کړو د کچې پر بنسټ ټاکل کېږي. د ناروېژي ژبې زده کړه په اصل کې له ۳ کلونو څخه زیات دوام نشي کولای. د هغو کسانو لپاره چې ناروې ته له راتګ څخه مخکې یې ثانوي او یا لوړې زده کړې بشپړې کړي وي، د ناروېژي ژبې زده کړه له ۱۸ میاشتو څخه زیات دوام نشي کولای.
هغه ګډونوال چې د ۲۰۲۱ کال د دسمبر د میاشتې له ۳۱ مې نېټې څخه دمخه ناروې ته راغلي وي باید د ټولنپېژندنې ۵۰ ساعته زده کړه بشپړه کړي. هغه ګډونوال چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري د میاشتې په لومړۍ نېټه او یا له یادې نېټې څخه وروسته ناروې ته راځي، باید د ټولنپېژندنې زده کړه په داسې یوې ژبه بشپړه کړي چې پوهېږي پرې.
د ناروېژي ژبې او ټولنپېژندنې د زده کړې مکلفیت
ځیني کډوال د وړیا زده کړې د تر لاسه کولو حق نلري، خو مکلفیت لري چې د ژبې زده کړه بشپړه کړي. هغه کسان چې د انترودوکشون قانون له مخې د زده کړې د ترلاسه کولو مکلفیت لري، باید د استوګنې د دایمې اجازې د تر لاسه کولو لپاره د ناروېژي ژبې او ټولنپېژندنې ۳۰۰ ساعته زده کړه بشپړه کړي. هغه کډوال چې په ټولنه کې د ادغام د قانون له مخې مکلفیت لري چې لږ تر لږه تر یوې ټاکلې کچې ناروېژي ژبه زده کړي او یا هم د ناروېژي ژبې او ټولنپېژندنې ۳۰۰ ساعته زده کړه بشپړه کړي. هغه ګډونوال چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري د میاشتې په لومړۍ نېټه او یا له یادې نېټې څخه وروسته ناروې ته راځي، باید له یادو ساعتونو څخه په ټولنپېژندنه کې ۷۵ ساعته زده کړه بشپړه کړي. دا د لاندې کسانو لپاره اعتبار لري:
- د اروپا د اقتصادي همکارۍ غړیو هېوادونو/د اروپا د آزاد تجارت غړیو هېوادونو (EØS/EFTA) د کار له کډوالو پرته د نورو هېوادونو کارګران
- د EØS/EFTA هېوادونو څخه د باندې د نورو هېوادونو د کارګرانو د کورنۍ غړي چې له دلته له دې کارګرانو سره یو ځای کېږي
هغه کسان چې د ناروېژي ژبې او ټولنپوهنې د زده کړې حق او دنده نلري
ځيني کسان د ناروېژي ژبې او ټولنپوهنې د وړیا ز ده کړې حق او دنده نلري. دا د لاندې کسانو لپاره اعتبار لري:
- محصلین
- هغه ځوانان چې د ژبې د زده کړې په موخه له یوې کورنۍ سره اوسي او خدمت ورته کوي (au pair) او هر څوک چې د
- استوګنې لنډمهاله اجازه لري
- د شمالي اروپا وګړي
هغه کسان چې د اروپا د اقتصادي همکارۍ/د اروپا د آزاد تجارت د ټولنو د مقرراتو له مخې د استوګنې اجاره لري.