په ناروې کې نوی کډوال (مهاجر)

څرنګه کولای شو ځان مېشت او په کاري او ټولنیز ژوند کې فعاله برخه واخلو؟

ګدام کار کوونکی

هغه څوک چې په ناروې کې نوی وي ډیر شیان ورته نوي او نا آشنا وي. د کډوال او ټولنې لپاره اړینه ده چې کډوال ژر په ټولنه کې خپل ځای ومومي او د وخت په تیریدو سره ځان د ناروېژي ټولنې یوه برخه وګڼي.

تر ټولو مهم کار د ناروېژي ژبې زده کول دي. ژبه په په ډیرو طریقو او مختلفو ځایونو کې زده کېږي. ډیرې خلکو لپاره ناروېژي کورس ته تلل ګټور دي. همدارنګه هغو ځایونو ته ورتګ هم مهم دی، چې ناروېژي ژبه په کې کارول کېږي، لکه د کار ځایونه، منظم سپورتي فعالیتونه او په شخصي ژوند کې. ځینې خلک د ماشومانو له تلویزیوني خپرونو، خبرونو او یا له هغو تلویزیوني خپرونو څخه، چې
خط (تیکست) یې لاندې لیکل کېږي، ډیر څه زده کوي.
د ناروېژي ژبې په زده کړه کې هر چا ته د ټولګي د دودیزې زده کړې تر څنګ د ژبې د زده کړې لپاره د عملي کار (پراکسیس) وړاندیز هم کېږي. د ژبې د زده کړې په عملي کار کې سړی د

ناروېژي ژبې د زده کړې تمرین کوي. ګډون کوونکي د ژبې د زده کړې لپاره د عملي کار له لارې هم ژبه زده کولای شي او هم په کاري ژوند کې له خلکو سره اړیکې پیداکولای شي.
هغه څوک چې غواړي په ناروې کې کار ولري باید پخپله فعاله اوسي. د ژبې زده کړه، اړیکې او کاري تجربه ترلاسه کول اړین (مهم) دي. ځینو ته په یوه شرکت کې د کاري زده کړې (پراکسیس)

وړاندیز کېږي. کاري زده کړه د کار اوټولنیزو چارو د ادارې (ناو) لخوا تنطیمېږي.
هغه کسان چې له کوم بل هېواد څخه مسلکي زده کړه ولري، کولای شي په ناروې کې د خپلې مسلکي زده کړې د منلو لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي. د مسلکي زده کړو د منلو لپاره ډیرې لارې شتون لري. په دې اړه لا زیات معلومات په لاندې انترنت پاڼه کې موندلای شئ.
www.nokut.no.

په ټولنه کې فعاله وڼده اخیستل یوازې د کارله لارې نه بلکې ډیر خیریه سازمانونه، سپورتي، سیاسي یا مذهبي ټولنې هم شتون لري، چې تاسو په کې غړیتوب تر لاسه کولای شي. دا له نورو سره د آشنا کېدلو، له ژبې څخه د کار اخیستلو او خپلو وړتیاوو او علاقو د کارولو یوه ښه لاره ده.

هغه څوک چې په ناروې کې ماشومان لري، له نورو خلکو سره د آشنا کېدو لپاره ښه امکانات لري. د ماشومانو ورځنی ژوند ډیرې وخت له بېلابېلو فعالیتونو څخه ډک وي. کله چې مېندې او پلرونه له خپلو ماشومانو سره یوځای د وزګار وخت په فعالیتونو کې برخه اخلي، خپل ماشومان ورزش ته بیايي او راولي او یا د مېندو او پلرونو په غونډو کې برخه اخلي، نو له نورو مېندو او پلرونو سره لیدنه کتنه کوي. هغه ناروېژیان، چې نویو ځایونو ته کډه کوي، له همدغه امکاناتو څخه ګټه پورته کوي، تر څو نوي ملګري او له نورو خلکو سره اړیکې پېدا کړي. کډوال هم له یادو امکاناتو څخه ګټه پورته کولای شي. دلته مېندې او پلرونه کولای شي ناروېژي خبرې وکړې او له نورو خلکو سره آشنا شي.

معلومات

د ژبې د زده کړې عملي کار لاندې امکانات برابروي

  • د ژبې زده کړه
  • ګتوره کاري تجربه
  • ګټور سپارښتوونکي
  • اړیکې

آیا په ناروې کې ماشومان لرئ؟ پرېږدئ چې ماشومان مو د ښوونځي له وخت وروسته په بېلابېلو فعالیتونو کې برخه واخلي. له ماشوم سره مو هلته ولاړ شئ او له دې فرصت څخه په ګتې اخستلو سره له نورو خلکو سره آشنايي پېدا کړئ!