تاریخ، جغرافیه او د ژوند کولو طریقه

جغرافیه

Norge i Verden

ناروې په نړۍ کې

د ناروې مساحت ۳۸۵۱۹۹ کیلو متره مربع دی؛ یانې ناروې د مساحت له مخې له تایلنډ، عراق، ترکیې او سومالیا څخه کوچنۍ ده. د ناروې ځانګړتیا دا ده چې دا هېواد اوږد او کم سوره (کم عرضه) دی. د اوسلو او پاریس تر منځ واټن تقریبآ د اوسلو او ترومسو تر منځ د واتڼ په اندازه دی.

ناروې په شمال کې پرته ده. په شمالي هېوادونو کې ناروې، سویډن، دنمارک، فیلنډ او ایسلنډ شامل دي. ناروې، سویډن او دنمارک سکاندناویایي هېوادونه دي.
ناروې له سویډن، فینلنډ او روسیې سره ګډه پوله لري.

د هېواد برخې

ناروې په پنځو برخو وېشل شوې ده: د ناروې شمال، ترونده لاګ، لویدیز (غرب)، سوېل (جنوب) او ختیځ (شرق).

ولایتونه

ناروې ۱۸ ولایتونه لري، چې لاندې توګه وېشل شوي دي:
د ناروې په شمال کې: فینمارک، ترومس
په ترونده لاګ کې: ترونده لاګ
په لویدیځ کې: موره او رومسدال، سوګن او فیورانه، هوردالاند او روګالاند
په سوېل (جنوب) کې: ویست اګدر او اوست اګدر
په ختیځ کې تیلیمارک، بوسکه رود، ویستفولد، اکشهوس، اوسلو، اوستفولد، هیدمارک او اوپلاند

ښارونه

ناروې شاوخوا ۱۰۰ ښارونه لري. اوسلو د ناروې تر ټولو لوی ښار دی، چې د وګړو شمېر یې ۶۰۰۰۰۰ (شپږ سوه زره) دی.

  • اوسلو
  • برګین
  • تروندهایم
  • ستوانګر
  • کریستیانساند
  • فریدریکستاد
  • ترومسو
  • ساندنیس
  • درامین
  • سارپشبورګ
  • ssb.no

نور جقرافیوي معلومات

د ناروې تر ټولو جګ غر ګالوپيګین نومېږي او ۲۴۶۹ متره لوړوالی لري. د ناروې شاوخوا نیمايي مساحت غرنې سیمې دي.
د نارو تر ټولو لوی جهیل (لوی ډنډ) میوسا نومېږي او ۳۶۵ کیلو متر مربع مساحت لري.
د ناروې تر ټولو اوږد سیند ګلوما نومېږي او ۶۱۱ کیلو متره اوږدوالی لري.
د ساحل په اوږدو کې ګڼ شمېر تنګي شتون لري او تر ټولو اوږد تنګی سوګنه فیورین دی، چې ۲۰۴ کیلو متره اوږدوالی او تر ټولو ژور ځای یې ۱۳۰۸ متره ژوروالی لري.

د ناروې تقریبآ نیمايي مساحت غرنۍ سیمې دي او د دې تر څنګ د ناروې تقیریبآ ۳/۱ برخه (یو پر دریمه برخه) ځنګلونه دي. د ناروې یوازې ۲ سلنه خاوره آبادې سیمې (ودانۍ او سرکونه) دي.

معلومات

جغرافیاوي وېش

ناروې د جغرافیې له مخې په پنځه برخو او له ادارې پلوه په ۱۸ ولایتونو او ۴۲۲ ښاروالیو وېشل شوې ده

غرونه او ځنګلونه

د ناروې شاوخوا نیمايي سیمه غرنې ده او ۳۸ سلنه یې ځنګلونو پوښلی ده. یوازې ۳ سلنه سیمه یې کرنیزه ده.