ولسواکي (دیموکراسي) او د هوساینې (رفاه) ټولنه

په دیموکراسۍ کې حقونه او آزادي


په ناروې کې ولسواکي (دیموکراسي) ده. دیموکراسي یوه یوناني کلمه ده، چې مانا یې ولسواکي ده. خلک د سیاسي ګوندونو، پارلمان او ولایتې شوراګانو او د ښاروالیو مشرتابه ته د استازو د غوره کولوله لارې سیاست کنترولوي. په دې توګه ډیره کی (اکثریت) پرېکړه کوي. خو دا هم یو اصل دی، چې ډیره کې (اکثریت) باید د سیاست جوړولو پر مهال د لږکي (اقلیت) نظر ته هم پاملرنه وکړي.

وګړي په یوه ولسواکۍ (دیموکراسۍ) کې ټاکلي حقونه او آزادي لري:

بشري حقونه

FN-flagget په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان ودانۍ
بشري حقونه د ټولو لپاره دي، ځکه چې مونږ انسانان یوو، نه دا چې مونږ د نړۍ په کومو ځانګړو ځایونو کې اوسېږو، یو ځانکړی دین لرو او یا هم له یوې ځانګړې ډلې سره تړاو لرو. نو، ځکه وایو چې بشري حقونه نړیوال دي.
په لومړي قدم کې بشري حقونه د فرد او دولت تر منځ د اړیکې تر منځ څه وايي.

په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو یوه نړیواله اعلامیه تصویب کړي، چې د ټولو انسانانو لپاره د اعتبار وړه ده. د نورو له جملې څخه د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې راغلي دي چي

  • ټول انسانان آزاد نړۍ ته راځي او د حقوقو او حیثیت له پلوه سره برابر دي.
  • ټول انسانان د جنس، دین، توکم، سیاسي نظر/عقیدې، ملیت او داسې نورو د په نظر کې نیولو پرته یو شان حقونه لري
  • ټول انسانان د آزادۍ او شخصي امنیت حق لري.
  • د شکنجې هره بڼه منع ده.
  • ټول خلک باید حقوقي خوندیتوب ولري
  • هر څوک حق لري، چې د آزادو، پټو ټاکنو له لارې د خپل هېواد په سیاسي حالاتو باندې اغېزه ولري.

د ملګرو ملتونو د نړیوالې اعلامیې ډیرې برخې د ناروې په قوانینو کې ځای شوي دي

برابري

Personar i rullestol همجنسه جوړه د پوخ عمر لرونکې ښځه په چکر کې Fem barn sammen

په دودیزه توګه د مساواتو مفکوره دا ده، چې ښځې او نارینه باید یو شان حقونه او امکانات ولري. نن ورځ دا مفکوره یوه پراخه مانا لري: ټول انسانان باید، پرته د عمر، توکم، معیوبۍ (بې وسۍ)، جنس، دین او جنسي تمایل په پام کې نیولو سره یوشان حقونه او امکانات ولري.
د برابرۍ مانا د نورو شیانو تر څنګ د یو شان نفوذ او اغېزې درلودو په مانا ده، همدارنګه چې مسؤلیت او بار په عادلانه توګه و وېشل شي او هر څوک ځان د تیرې پر وړاندې خوندي احساس کړي.

د بیان آزادي

د بیان د آزادۍ مانا دا ده، چې هر څوک کولای شي په آزاده توګه د سیاست او دین په هکله خپل نظر بیان کړي، له نورو سره بحث وکړي او خپل نظریات ولیکي، پرته له دې چې جزا ورکړل شي.

خو د لیک او بیان د آزادۍ او د نورو په هکله د بدو خبرو کولو تر منځ یو سرحد شتون لري. مونږ له همدې کبله یو لړ قوانین لرو، چې د بیان د آزادۍ سرحد ټاکي. د بېلګې په توګه، په عمومي بحثونو کې په شفاهي او لیکلې توګه د توکم پالنې (نژاد پرستۍ) او نورو توپیرپالوونکو (تبعیض آمیزه) نظریاتو بیانول منع دي.

د بیان آزادي د اشخاصو، راډیو، تلویزیون او ورځپاڼو لپاره د اعتبار وړ ده.

د قانون حاکمیت

په ناروې کې وګړي ښه حقوقي خوندیتوب لري، یانې:

  • هیڅوک پرته له محکمې بندي کېدلای نشي. د محکمې مانا دا ده، چې یو خپلواک قضایي هئیت پرېکړه کوي، چې تورن مجرم دی او که نه. همداشان که تورن ګرم وبلل شي، یو خپلواکه قاضی به پرېکړه کوي، چې څومره جزا باید وټاکل شي. خو، که پولیس د یوې جنايي قضیې پر روښانه کولو کار کوي، اشخاص مخکې له محکمې توقیفېدلای شي. هر تورن حق لري چې مدافع وکیل ولري.
  • محکمې خپلواکه دي. یانې، سیاستوال، رسنۍ او داسې نور یې په کار باندې اغېزه نشي درلودلای. پارلمان، حکومت او نور چارواکي د محکمو په پرېکړو کې لاسوهنه نشي کولای.
  • هيڅ قانون تېر وخت ته عطف کېدونکی (ماضي ته راجع کېدونکی) نه دی. یعنې، کله چې د ګرمتیا (ګوناه) او د جزا د اندازې په هکله پرېکړه کېږي (حکم صادرېږي)، هغه قانون باید وکارول شي، چې د یوې کړنې پر مهال د اعتبار وړ وي.

د دین آزادي

د دین آزادي په دې مانا ده، چې هر څوک په آزاده توګه دین یا عقیده غوره کولای شي. هيڅوک حق نلري، چې بل څوک په یوې دیني یا مذهبي ډلې کې په زور شامل او یا یې ترې وباسي. له ۱۵ کلنۍ څخه هر څوک حق لري، چې پخپله په دیني ډلو کې ځان شامل او یا یې ترې وباسي. هیڅوک باید د خپلې مذهبي عقیدې له کبله مجازات نشي.

دا چې هر څوک خپل دین/عقیده پخپله غوره کولای شي، همداشان په ورته توګه آزادي لري، چې له هیڅ دین یا عقیدې سره تړاو ونلري.

په سازمانونو کې د غړیتوب آزادي

د سازمان آزادي ګڼ شمېر ماناګانې لري، چې تر ټولو مهمې یې دا دي:

  • هر څوک په سیاسي ګوندونو او سازمانونو کې د غړیتوب حق لري، پرته له دې چې له ځورونې او جزا سره مخامخ شي.
  • هر څوک حق لري، چې په کارګري سازمانونو کې غړیتوب ولري، پرته له دې چې له ځورونې یا جزا سره مخاخ شي. خلک په ځیني حالتونو کې د اعتصاب کولو حق لري.
  • هر څوک حق لري، چې د قانوني لاریونونو (مظاهرو) له لارې خپل نظریات څرګند کړي

معلومات

د رای ورکولو حق

  • په ناروې کې د رای ورکولو عمر ۱۸ کاله دی. پ
  • پارلمانې ټاکنو کې د رای ورکولو لپاره باید تاسو ناروېژي تابعیت ولرئ.
  • ه ولایتي او د ښاروالیو په ټاکنو کې د رای ورکولو لپاره باید تاسو درې وروستي کلونه په
  • ناروې کې اوسېدلي یاست.

د توکمپالنې )نژادپرستۍ( ضد قانون )د جزا د قانون ۱۸۵ ما ده(

له تبعیض او کرکې ډکو نظریاتو مانا دا ده چې یو څوک د لاندې دلایلو په خاطر له ګواښ، ملنډو )ریشخند( سره مخامخ شي او یا
هغه نظریات چې کرکه، نفرت او ځورونه منځته راوړي:

الف( د پوستکي د رنګ، ملیت او یا قوم په خاطر
ب( د دین او عقیدې په خاطر
ث( همجنسبازۍ ته د تمایل لرو په خاطر
د( د معلولیت په خاطر

د توکمپالنې )راسیزم( ماده تر بحث لاندې ده. ځیني خلک په دې آند دي چې دا ماده د بیان له آزدۍ سره په ټګر کې ده او باید چې له
منځه لاړه شي. کم شمېر کسان د دې مادې پر بنسټ محکوم شوي دي.

د ۲۰۱۱ کال د جولای ۲۲مه

د ۲۰۱۱ کال د جولای د میاشتې ۲۲ مه نېټه د ناروې په معاصر تاریخ کې یوه مهمه پېښه ده. په دغه ورځ ناروې له یوې ترهګریزې (تروریستي) کړنې سره مخامخ شوه. د حکومت د کار په ځای کې د یوې چاودنې په پایله کې اته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په اوتویا کې د ځوانانو د اوړي په سیاسي غونډه کې ۶۹ کسان ووژل شول او یو زیات شمېر کسان ژوبل شوو. د دواړو پېښو تر شا یو مجرم و.