تاریخ، جغرافیه او د ژوند کولو طریقه

اقلیم

ناروې څلور فصلونه لري: پسرلی، اوړی/دوبی، منی او ژمی.

د ناروې اقلیم له یوې سیمې څخه تر بلې سیمې پورې توپیر لري. د هېواد د یوې برخې په دننه کې هم توپیرونه شتون لري، او همداراز یو کال له بل کال سره هم توپیر لري. په عمومي توګه ویلای شو، چې ساحلي سیمې معتدل ژمي لري، چې لږه واوره په کې اوري، په داسې حال کې چې د هېواد په مرکزي سیمو (له بحر څخه لیرې سیمې) کې ژمی سوړ او زیاته واوره په کې اوري. د مرکزي سیمو اوړی ډیرې وخت تود او وچ وي. د هېواد په لویدیز کې له ختيځ څخه بارانونه زیات وي.
د ساحل په اوږدو کې ډیرې وخت ډیر باد وي، په ځانګړې توګه په مني کې.

همداراز د ورځې په رڼا کې هم په شمال او سوېل (جنوب) کې توپیر شتون لري. د ژمې له خوا چې څوک هر څومره د شمال لوري ته وي، په هماغه اندازه ورځې لنډې وي. په ژمې کې په هامرفیست کې، چې په وچه کې د اروپا تر ټولو شمال خوا ته نږې پروت ښار دی، شاوخوا دوه میاشتې تیاره وي. په دغه وخت کې هیڅ رڼا نه وي. خو، د اوړي لخوا د دې برعکس وي. په اوړي کې په نیمه شپه کې لمر ځلېږي!

Midnattssol

د هېواد په سوېل (جنوب) کې هم په اوړي او ژمي کې د ورځو د اوږدوالی تر منځ ډیر توپیر وي، خو په سوېل کې تیاره او د نیمې شپې لمر شتون نلري.

معلومات

د حرارت درجې

په ناروې کې د حرارت تر ټولو لوړه ثبت شوې درجه ۶،۳۵ سانتیګرید ده (نیسبېن، د ۱۹۷۰ کال د جنوري شلمه).

په ناروې کې د حرارت تر ټولو ټیټه ثبت شوې درجه منفي ۴،۵۱ سانتیګرید ده (کاراشوک، د ۱۸۸۶ کال لومړۍ نېټه).

د سمندر معتدل بهیر

که څه هم ناروې په شمال کې موقعیت لري، خو د نړۍ د نورو شمالي سیمو په پرتله دلته هوا ملایمه ده. د دې لامل د سمندر ملایم بهیرونه دي، چې په منځنۍ امریکا کې د مکسیکو له خلیج څخه تر ناروېژي بحیرې پورې راځي او تودوخه راوړي.