تاریخ، جغرافیه او د ژوند کولو طریقه

دودونه او جشنونه

کلیزې

د نوي کال لومړۍ ورځ
نوی کال د جنوري په لومړۍ نېټه پېلېږي. د جنوري لومړۍ نېټې ته د نوي کال لومړۍ ورځ ویل کېږي. په دغه ورځ ډیرې (اکثره) هټۍ (دوکانونه) تړلي وي او زیات شمېر خلک له کارونو او ماشومان له ښوونځي څخه رخصت وي.

د ښځو ورځ
د مارچ د میاشتې اتمه نېټه د ښځو نړیواله ورځ ده. په ۱۹۷۰ کلونو کې ډیرو خلکو د برابرۍ او د ښځو د حقونو لپاره هلې ځلې پېل کړی او په ناروې کې د ښځو نړیواله ورځ له ۱۹۷۲ کال څخه را په دې خوا هر کال نمانځل کېږي. د مارچ اتمه نېټه د عمومي رخصتۍ ورځ نه ده

د عیسی (ع) د بیا راتلو اختر (پوسکه)
د مارچ یا اپریل په میاشت کې د عیسی (ع) د بیا راتګ اختر دی. نېټه یې کال تر بله توپیر لري. پوسکه ( د عیسی (ع) د بیا راتګ اختر) د عیسویانو یو جشن دی. خو د زیات شمېر خلکو لپاره پوسکه یوازې د یوې مذهبي ورځې په مانا نه ده. پوسکه له یوه اوږده ژمي څخه وروسته د یو څو اضافي ورځو د رخصتۍ په مانا ده.

د عیسی (ع) د عذاب او ځورونې د اوونۍ پنجشنبه، اوږده جمعه (په صلیب باندې د عیسی (ع) د تړلو ورځ)، او د عیسی (ع) د بیا راتګ د اختر لومړۍ ورځ د عمومي رخصتۍ او مذهبي ورځې دي. په دغو ورځو کې دوکانونه تړلي وي او ډير خلک له دندو څخه رخصت وي. زده کوونکي په ټوله پوسکه کې رخصت وي او ډیر کارکوونکي د عمومي رخصتۍ تر منځ عادي رخصتي هم اخلي.

عروج (آسمان ته د عیسی (ع) د ختلو ورځ) او پینسه (د عیسی (ع) د بیرته راژوندي کېدو څخه ۴۹ ورځې وروسته یوه سپېڅلې ورځ).
د عیسی (ع) د بیا راتګ له اختر (پوسکه) ۴۰ ورځې وروسته د عروج ورځ او ۵۰ ورځې وروسته ترې پینسه ده. دغه دواړه ورځې د عیسویانو مقدسې ورځې دي. د عروج ورځ او همداشان د پینسې دویمه ورځ د عمومي رخصتۍ ورځې دي.

د کارګرانو ورځ
د کارګرانو نړیواله ورځ د می د میاشتې په لومړۍ نېټې ده. په یاده ورځ ګڼ شمېر خلک مارشونه کوي او څرګندوي چې کومې سیاسي موضوعګانې ورته اهمیت لري.د می د میاشتې لومړۍ نېټه عمومي رخصتي وي.

ملي ورځ
17.mai 17.mai 17.mai

ملي ورځ
د می د میاشتې ۱۷ مه نېټه د ناروې ملي ورځ ده. مونږ دا ورځ ځکه نمانځو چې ناروې د ۱۸۱۴ کال د می د میاشتې په ۱۷مه نېټه خپل اساسي قانون ترلاسه کړی و.

په لومړي قدم کې د می ۱۷مه نېټه د کوچنیانو ورځ ده. شاوخوا ټول ښوونځي او وړکتونونه په مارش کې ګډون کوي او د ناروېژي بیرغ له خوځولو سره سندرې وایي. ډیرې خلک ښکلي کالي اغوندي . د مارش (رسم ګذشت) په سر کې د موزیک ډلې، چې ښکلي یونیفورمونه یې اغوستي وي، تېرېږي.

د می په ۱۷ مه ماشومان کولای شي هرڅومره آیس کریم او ساسچ چې وغواړي، وخوري. په ناروې کې ماشومان یادې ورځې ته سترګې په لاره وي.
د می د میاشتې ۱۷مه عمومي رخصتي ده.

کریسمس

په ناروې کې ډیر خلک د د سمبر په میاشت کې کریسمس نمانځي. کریسمس د عیسویانو یوه مقدسه ورځ ده، چې د عیسی (ع) زوکړه (پدایښت) ښیې.
کریسمس او د کریسمس نمانځنه د ډیرې خلکو لپاره یو مهم دود دی. کریسمس په لومړي قدم کې د کورنیو جشن دی.

کریسمس د کال په تیاره وخت کې دی او د ډیرو خلکو لپاره یې نمانځنه د رڼا او تودوخې د نمانځنې په مانا ده، ځکه دا وخت د باندې تیاره او ساړه وي. مخکې له دې چې ناروې یو عیسوي هېواد شي، د کال په دې وخت کې نمانځنې عادي وي، کیدای شي دا نمانځنې د دې لپاره وې، چې تیاره رڼا شي.

د دسمبر ۲۴ مې ته د کریسمس ماښام وایو. په دې وخت کې هر څوک له خپلې کورنۍ سره یوځای د کریمس د ماښامي دودیز خواړه خوري. د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډول ډول دودونه شتون لري او ډیرې خلک په دې آند دي، چې د خپلو دودونو ساتل مهم دي. د کریسمس په ماښام یو بل ته د کریسمس د ډالیو (تحفو) ورکول دود دی.

له کریسمس څخه مخکې زیات شمېر خلک خپلو ملګرو او کورنیو ته کارتونه، برېښنالیکونه او نور پېغامونه استوي او د کریسمس د یوې ښې نمانځنې هیله ورته کوي.
د ښوونځي ماشومان په ټول کریسمس کې رخصت وي او زیات شمېر کارګران هم رخصت اخلي.
د کریسمس په ورځو کې هټۍ (دوکانونه) یو څو ورځي تړلي وي.

د نوي کال ماښام
Fyrverkeri

د دسمبر په ۳۱مه نېټه زیات شمېر خلک له خپلو ملګرو او کورنیو سره یوځای د نوي کال شپه نمانځي. ګڼ شمېر خلک اورلوبه کوي او کله چې راکټونه او نورې اورلوبې تیاره آسمان رڼا کړي، د شپې په نیمايي کې ډیره ښکلې ننداره جوړوي.
د نوي کال شپه د عمومي رخصتۍ ورځ نه ده.

نورې مهمې ورځې

د زوکړې (پيدایښت) ورځ
Bursdagsbarn som blåser ut lys på kaka

د کلیزو او په ځانګړې توګه د ماشومانو د کلیزو نمانځل عام دي. د کورنۍ مېلمستیا تر څنګ، کوچنیان د خپلې کلیزې ورځ ته د وړکتون یا ښوونځي ملګري هم رابلي.

ډیرې کوچنیان د خپلې زېږېدنې ورځ په کورونو کې نمانځي، خو ځینې نور یې بیا په نورو ځایونو لکه، په پیتزا رستورانت، د لمبا حوض او یا د کوچنیانو لپاره د فعالیتونو په ځای کې.
مېلمانه له ځان سره هغه ماشوم ته کوچنۍ ډالۍ راوړي، چې کلیزه یې وي.

واده
Brudepar

په ناروې کې هر کال شاوخوا ۲۳۰۰۰ جوړې له یو بل سره واده کوي. له دې څخه ګڼ شمېر په کلیسا او پاتې نور په یو دولتي دفتر کې نکاح تړي. دوه همجنسه هم کولای شي چې له یو بل سره واده وکړي.

ډیرې خلک خپل واده له کورنۍ او ملګرو سره نمانځي.
دا معموله ده، چې د واده مېلمانه او نور خلک چې د واده هلک او انجلۍ او یا د د دوی کورنۍ پيژني، د واده جوړې ته ډالۍ (تحفه) ورکوي.

د تعمید غسل
هرکال په ناروې کې شاوخوا ۶۰۰۰۰ ماشومان نړۍ ته راځي.
له دې څخه له ۶۰ سلنې څخه لږو ماشومانو ته په کلیسا کې د تعمید غسل ورکول کېږي. کله چې ماشوم ته د تعمید غسل ورکړل شي د کلیسا غړیتوب ترلاسه کوي.
د ماشومانو مېندې او پلرونه پرېکړه کوي، چې ماشوم ته د تعمید غسل ورکړل شي او که نه.

کله چې یوه ماشوم ته د تعمید غسل ورکړل شي، نو په کورنۍ کې یوه لویه مېلمستیا وي او ماشوم ته ډالۍ ورکول کېږي.
هغه ماشومان چې په کلیسا کې ورته د تعمید غسل نه ورکول کېږي، ډیرې وخت یې کورنۍ ماشوم په یوه غیرمذهبي توګه نمانځني. ځیني خلک د نوم ایښودلو په یو تنظیم شوي جشن کې ګډون کوي، په داسې حال کې چې ځینې نور بیا نوم ایښودنه په شخصي توګه نمانځي.

توثیق (په عيسوي مذهب كې ديو چا دبشپړ ګډو لو او قبلولو مرا سم، تائید)

نوي ځوانان چې کله ۱۴-۱۵ کلن شي، نو کولای شي چې توثیق تر سره کړي (عیسویت غوره کړي)
کله چې دوی د توثیق مراسم ترسره کوي، د دې په مانا دي چې غواړي چې د کلیسا غړي پاتې شي.

په دې وروستیو کلونو کې په بشري توګه توثیق دود شوی دی، یانې پرته له مذهبي محتوا د یوه ځوان نمانځنه.

د توثیق له مودې مخکې ځوانان په کلیسا او يا یوه مذهبي سازمان ته د چمتووالي یو کورس ته ځي. د عیسوي توثیق په کورس کې ځوانان د عیسویت په هکله زده کړه کوي او پر اخلاقي موضوعګانو بحث کوي. د بشري توثیق په کورس کې ځوانان د بشري خواخوږۍ په هکله زده کړه کوي او د عقیدې او اخلاقو په هکله پر موضوعګانو بحث کوي.

کله چې یو ځوان توثیق تر سره کړي، په کورنې کې یوه لویه مېلمستیا وي او توثیق کوونکي ځوان ته ډالۍ ورکول کېږي.
شاوخوا ۶۰ سلنه نوي ځوانانو په کلیسا کې د توثیق مراسم تر سره کوي، په داسې حال کې چې شاوخوا ۱۵ سلنه ځوانانو بشري توثیق غوره کړی وو. شاوخوا ۲۰ سلنه ځوانانو د توثیق مراسم تر سره نه کړل.

د ښخولو مراسم (جنازه)
Kiste

په ناروې کې هر کال شاوخوا ۴۰۰۰۰ خلک مري. له دې جملې څخه له ۹۰ سلنې څخه لږ زیات مړي د کلیسا لخوا خاورو ته سپارل کېږي. دا په دې مانا ده، چې د جنازې مراسم د یو کشش له خوا پر مخ بیول کېږي.

د ښخولو اصلي ډولونه دوه دي:
په تابوت کې ښخېدل او لوښي کې د مړې د ایرې ساتنه. په لومړي ډول کې تابوت په خاورو کې خښېږي، په داسې حال کې چې په دویم ډول کې د مړي د ایرې لوښی په ځمکه کې ایښودل کېږي.

په ناروې کې د مړي سوځول مخ په زیاتېدو دي. شاوخوا ۴۰ سلنه مړي سوځول کېږي..

معلومات

جنوري لومړۍ نېټه: د نوي کال لومړۍ ورځ

د مارچ اتمه: د ښځو نړیواله ورځ

په مارچ/اپریل کې: د عیسی (ع) د بیا راڅرګندېدو اختر (پوسکه).

د عیسی (ع) د بیا راڅرګندیدنې څخه ۴۰ ورځې وروسته: آسمان ته د عیسی (ع) ختل (معراج)

د می د میاشتې لومړۍ نېټه: د کارګرانو نړیواله ورځ

د می ۱۷ مه نېټه: د ناروي ملي ورځ

د دسمبر ۲۴ مه نېټه: د عیسویانو د اختر (کریستمس) ماښام

د دسمبر ۳۱ مه نېټه: د نوي کال ماښام