تاریخ، جغرافیه او د ژوند کولو طریقه

په ناروې کې دینونه او عقیدې

که څه هم ناروې ملي کلیسا لري، خو په دې هېواد کې د دین پوره آزادي شتون لري. د دې مانا دا ده، چې هر څوک کولای شي خپل دین عملي کړي، پرته له دې چې و ځورول شي او یا جزا ورکړل شي. دا د دې په مانا هم ده، چې هر وګړی په آزاده توګه پخپله پرېکړه کوي چې کوم دین غوره کړي. همدارنګه په ورته توګه مهمه ده، چې هر وګړی آزادي ولري، چې هیڅ دین غوره نه کړي.
په ناروې کې تر ټولو لویه مذهبي ټولنه د ناروېژي کلیسا ټولنه ده. شاوخوا ۷۵ سلنه وګړي په دې ټولنه کې غړیتوب لري. که څه هم د غړیو شمېر لوړ دی، خو دا په دې مانا نه ده، چې دین د ټولو خلکو په ژوند کې اوچت ځای لري. د بېلګې په توګه، احصایه ښيې چې یوازې ۱۲ سلنه ناروېژیان په میاشت کې له یو ځل څخه زیات کلیسا ته ځي. ۳۷ سلنه خلک وايي چې هيڅکله کلیسا ته نه ځي. خو، کلیسا تر اوسه هم د ډیرو خلکو لپاره د تعمید د غسل، توثیق، واده، جنازې او د دې تر څنګ د کریسمس د مراسمو پر مهال مهم ځای لري.

بېلابېلې مذهبي ټولنې د دولت لخوا د خپلو فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره پیسې تر لاسه کوي.

عقیدوي او مذهبي ټولنې د دولت او ښاروالۍ څخه مالي مرسته ترلاسه کولای شي. د منل شويو عقیدوي او مذهبي ټولنو هر غړي ته د ناروېژي ملي کلیسا د غړیو په اندازه مالي مرسته ورکول کېږي.

ناروې یوه ګڼ کلتوریزه او غیر مذهبي ټولنه ده.

ناروې شاوخوا ۱۰۰۰ کاله وړاندې یو عیسوي هېواد شو او په ۱۵مه پیړۍ کې د ریفورمیشن (د پنځلسمې پیړۍ نهضت چې هدف یې د رومن کاتولیک کلیسا اصلاح وه او په پایله کې یې د پروتستانو کلیساوې منځ ته راغلې) څخه را په دې خوا په لوتر پورې اړوند عیسویت (پروتستانیزم) په ناروې کې د دین په توګه حاکم دی.
پخوا منع و، چې ناروېژیان ځانونه له دولتي کلیسا څخه وباسي. د لومړي ځل لپاره په ۱۸۵۰ کال کې په ناروې کې نا عیسوي مذهبي ډلو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه.
اوسمهال ټولنه د نا مذهبي کېدو پر لور روانه ده، یانې دین په ټولنه کې د پخوا په پرتله، هم د خلکو په منځ کې او هم د قوانینو د تصویب پر مهال لږ اهمیت لري.

په ناروې کې بېلابېل عقیدوي او مذهبي ډلې (ګروپونه)

په ناروې کې شاوخوا ۲۵ سلنه وګړي د ملي کلیسا غړیتوب نلري. له دې څخه شاوخوا نیمايي د نورو عقیدوي او مذهبي ټولنو غړي دي، او پاتې نور نیمايي یې په ورته ټولنو کې غړیتوب نلري.
هغه څوک چې پرته د ناروې له ملي کلیسا څخه په نورو عقیدوي او مذهبي ټولنو کې غړیتوب لري، داسې وېشل کېږي:
پرته د ناروې له ملي کلیسا څخه په نورو عقیدوي او مذهبي ټولنو کې غړي

معلومات

ملي کلیسا

  • ناروېژي کلیسا یوه ملي کلیسا ده. دا په ناروې کې تر ټولو لویه مذهبي ټولنه ده او لوتري – پروتستانتي عیسویت عملي کوي.
    ناروېژي کلیسا پخوا په ناروې کې یوه دولتي
  • کلیسا وه. ناروې اوس کوم دولتي دین نلري.