تاریخ، جغرافیه او د ژوند کولو طریقه

په ناروې کې د خلکو شمېر (نفوس) او مېشتېدنه

  • د ناروې د وګړو شمېر څه د پاسه پنځه میلیونه دی.
  • شاوخوا ۷۵ سلنه وګړي د ساحلونو تر څنګ مېشت دي.
  • د ټول نفوس شاوخوا نیم وګړي د هېواد په ختیځ (شرق) کې استوګن دي.
  • د وګړو د شمېر شاوخوا ۱۷ سلنه (۲۰۱۸) کډوال دي (کډوال او په ناروې کې د دوی زېږېدلي ماشومان). اوسلو او درامین په ناروې کې هغه ښارونه دي، چې زیات شمېر کډوال په کې ژوند کوي.
  • لا زیات معلومات دلته لوستلای شئ:
    www.ssb.no

    معلومات

    سامیانe

    په ناروې کې بومیان اوسېږي چې سامیان ورته وايي. سامیان هغه خلک دي چې په ناروې کې یې تر ټولو اوږده موده ژوند کړی دی. په ناروې کې د سامیانو شمېر له ۴۰۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰ پورې دی. همدارنګه په سویډن، فنلند او روسیه کې هم په ټولیزه توګه شاوخوا ۵۰۰۰۰ سامیان مېشت دي.
    د سامیانو ژبه سامي ده او ګڼ شمېر سامي ژبې شتون لري.

    سامیان له ۱۹۸۹ کال څخه را په دې خوا خپل پارلمان لري. د سامیانو په پارلمان کې پر هغو موضوعګانو بحث او خبرې کېږې، چې په ځانګړې توګه د سامیانو په اړه وي. خو، ناروېژي قانون، لکه په ناروې کې د نورو مېشتو وګړو په څیر د سامیانو لپاره هم د اعتبار وړ دی.