ولسواکي (دیموکراسي) او د هوساینې (رفاه) ټولنه

پارلمان او حکومت

پارلمان

Stortingsbygningen - © Stortingsarkivet/ foto: Teigens fotoatelier as.
د ناروې د ملي شورا نوم ستورتینګ (پارلمان) دی. په پارلمان کې ۱۶۹ استازي ناست وي، چې د خلکو لخوا د څلورو کلونو لپاره غوره کېږي او د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو استازیتوب کوي. پارلمان په ناروې کې تر ټولو لوړ دولتي ځواک/ارګان دی. دا د پارلمان تر ټولو مهمې دندې دي:

  • نوي قوانین تصویبول او په زړو کې بدلون راوستل
  • دولتي بودیجه تصویبول
  • حکومت او دولتي ادارې کنترولول
  • د سیاسي مسایلو او لویو پروژو په هکله بحث کول

Stortingssalen - © Stortingsarkivet/ foto: Teigens fotoatelier as.

په پارلمان کې سیاسي بحثونه د ټولو خلکو پر مخ پرانیستي دي. هر څوک چې وغواړي، کولای شي حاضر شي او د سیاستوالو بحثونه واوري، خو د خبرو کولو او یا د مسایلو په هکله د نظر څرګندولو حق نلري.
هر څوک کولای شي د وکیلانو څخه د برېښنالیک یا عادي لیک له لارې پوښتنې وکړي. د ټولو استازو (وکیلانو) برېښنالیکونه او لا زیات معلومات په لاندې انترنت پاڼه کې موندلای شئ:.

حکومت

د پارلماني ټاکنو وروسته یو یا څو ګوندونه یو نوی حکومت جوړوي. حکومت له وزیرانو (د هر وزارت سیاسي مشر) او لومړي وزیر (صدراعظم) څخه جوړ شوی دی. د حکومت د دندو له جملې څخه یوه د نویو قوانینو او په قوانینو کې د بدلونونو د راوستلو لپاره وړانیز کول دي، خو د قوانینو تصویب او بدلون د پارلمان دنده ده. حکومت باید یقیني کړي، چې د پارلمان لخوا تصویب شوي مسایل په عمل کې پلي شي. همدارنګه حکومت هر کال د بودیجې لپاره پارلمان ته وړاندیز وړاندې کوي. د هرې جمعې په ورځ حکومت له پاچا سره غونډه لري. په یاده غونډه کې وزیران پاچا ته د بېلابېلو سیاسي مسایلو په هکله معلومات ورکوي. یادو غوڼدو ته د وزیرانو د شورا غونډې وايي. د پاچا سیاسي واک کم دی، خو سره له دې هم یادې غونډې مهمې دي. کله چې زیات شمېر ګوندونه د حکومت جوړولو لپاره همکاري کوي، ائتلافي حکومت بلل کېږي. که په حکومت کې یو ګوند یا ګوندونه په ګډه په پارلمان کې اکثریت وي، دې ته د ډیره کي (اکثریت) حکومت ویل کېږي. د دې برعکس ته د لږکي (اقلیت) حکومت ویل کېږي، یانې که چیرې هغه ګوند یا ګوندونه، چې حکومت یې جوړ کړی وي، په پارلمان کې له نیمايي څخه لږ استازي ولري.
په دې وروستیو کلونو کې په ناروې کې ټول حکومتونه ائتلافي حکومتونه دي.

د واک د وېش اصل:

د واک د ویش اصل په دې مانا دی، چې پارلمان، حکومت او قضایه قوې واک په خپلو منځونو کې ویشلی دی.

معلومات

د واک وېش اصل

د واک د وېش د اصل له مخې، واک د دریو خپلواکو قوو تر منځ وېشل شوی دی:

  • مقننه قوه – پارلمان، چې قوانین تصویبوي.
  • اجرایه قوه – حکومت، چې د قوانینو لپاره وړانیزونه وړاندې کوي او د قوانینو د پلي کولو دنده لري.
  • قضایه قوه – محکمې، چې په ټاکل شویو قضیو کې حکمونه صادروي.