ولسواکي (دیموکراسي) او د هوساینې (رفاه) ټولنه

ټاکنې او سیاسي ګوندونه

ټاکنې

په ناروې کې هر یو کال تر منځ سیاسي تاکنې وي. یو کال پارلماني او بل کال سیمه ییزې (د ولایتي شورا او ښاروالیو) ټاکنې وي. یانې پارلمانې او د ولایتي شوراګانو او ښاروالیو د مشرتابه ټاکنې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل وي.

I avlukket یوه ښځه، چې د رايې ورکولو له حق څخه ګټه پورته کوي

سیاسي ګوندونه په خپلو کلنیو غونډو کې خپل پروګرام (کړنلاره) تصویبوي. په یاد پروګرام کې لیکي، چې راتلونکي تاکنیزه دوره، یانې راتلونکو څلورو کلونو کې غواړي چې له کومو موضوعګانو لپاره کار وکړي په ناروې کې ټاکنې پټې دي، یانې هیڅوک نه خبرېږي، چې تاسو چا ته رایه ورکړې ده. تاسو پخپله پرېکړه کوئ چې چاته رایه ورکوئ او دا عادي ده، چې د یوې کورنۍ غړي بېل بېل چا ته رایه ورکوي.

سیاسي ګوندونه

په ناروې کې بېلابېل سیاسي ګوندونه شتون لري او د ټاکنو پر مهال د ګڼ شمېر بدیلونو تر منځ انتخاب کولای شئ. د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په میاشت کې په ناروې کې ۲۰ بېلابېلو سیاسي ګوندونو شتون درلود. مونږ کولای شو چې تر ټولو لوې ګوندونه په «سوسیالیستي» او «غیر سوسیالیتسي» ګوندونو داسې ووېشو: Rødt SV Ap SP KrF Venstre Høyre FrP

رسمي او غیر رسمي واک(

د پارلمان غړي قوانین تصویبوي، په قوانینو کې بدلونونه راولي او بودجه تصویبوي. دوی په دې توګه په ملي او سیمه ییز سیاست
باندې د اغیزې درلودلو رسمي واک لري. د دې تر څنګ، نور ګڼ شمېر لوبغاړي غیر رسمي واک لري؛ یانې دوی په سیاست
باندې له بېلابېلو لارو اغیزه لري.

رسنۍ )مطبوعات(
په ناروې کې رسنۍ )راډیو، تلویزیون، انترنت، ورځپاڼې او داسې نور( آزاد دي؛ دا په دې مانا ده چې دوی کولای شي
هغه معلومات خپاره کړي، چې غواړي یې، پرته له دې چې دا په پام کې ونیسي چې سیاسي واک له کوم ګوند سره دی.
خو، رسنۍ هم باید د بیان د آزادۍ حدود مراعت کړي. رسنۍ ډیر واک او نفوذ لري؛ مونږ وایوو چې رسنۍ اجندا ټاکي
او کله چې کوم څه ناسم )غلط( وي، نو رسنۍ د څارونکو دنده ترسره کوي. په دې توګه رسنۍ عامو
کتوونکو/لوستوونکو/اورېدونکو او سیاستوالو اغیزه کوي.

د کارګرانو د ګټو د ساتلو سازمانونه )اتحادیې(
په ناروې کې سازمانونه آزاد دي؛. دا په دې مانا ده چې وګړي په آزاده توګه سازمانونه )اتحادیې( جوړولای او ځانونه د
کارګرانو د ګټو د ساتلو په بېلابېلو سازمانونو کې شاملولای شي.
د دې ډول سازمانونو بېلګې دا دي:

  • د معلولینو او په بېلابېلو ناروغیو د اخته ناروغانو سازمانونه
  • د ښځو د حقونو سازمانونه
  • د ماشومانو د حقونو سازمانونه
  • د چایېریال او طبیعت د خوندي ساتنې سازمانونه
  • هغه سازمانونه چې په ښاروالیو )کمونونو( کې د بېلابېلو مسایلو لپاره هلې ځلې کوي

د رسنیو په څیر، دا ډول سازمانونه هم خورا اغیزمن دي او کولای شي عام کتوونکي/لوستوونکي/اورېدونکي او
سیاستوال اغیزمن کړي. کله چې خلک او یا سازمانونه کوښښ کوي چې سیاستوال او د هغوې پرېکړې تر خپلې اغیزې
لاندې راولي، مونږ دې ته لابیګري وایوو.

معلومات

د رای ورکولو حق

  • په ناروې کې د رای ورکولو عمر ۱۸ کاله دی.
  • په پارلمانې ټاکنو کې د رای ورکولو لپاره باید تاسو ناروېژي تابعیت ولرئ.
  • په ولایتي او د ښاروالیو په ټاکنو کې د رای ورکولو لپاره باید تاسو درې وروستي کلونه په ناروې کې اوسېدلي یاست.