د ناروې شاهي دولت

ناروې یو شاهي دولت دی. په یو شاهي نظام کې د دولت مشری پاچا یا ملکه کوي. په ناروې کې پاچا لږ سیاسي واک لري، خو یوه رسمي دنده لري، چې هره اونۍ له حکومت سره د وزیرانو د شورا غونډه وکړي او د حکومت ټولې رسمې پرېکړې لاسلیک او د پارلمان لخوا تصویب شوي قوانین منظور کړي. پاچا (پاچا/ملکه) د خلکو له خوا د سیاسي ټاکنو له لارې نه ټاکل کېږي. د پاچاهۍ لقبونه د مېندو او پلرونو څخه ماشومانو ته په مېراث پاتې کېږي.
د ناروې اوسنې پاچا پنځم هارالد نومېږي او له ملکې سونیا سره یې واده کړې دی. دوی دوه اولادونه لري، شهزادګۍ مارټه لویسه (د زوکړې کال ۱۹۷۱) او شهزاده هوکون ماګنوس (د زوکړې کال ۱۹۷۳). شهزاده هوکون ماګنوس ته به له خپل پلار وروسته د پاچاهۍ لقب ورکړل شي. د شهزاده هوکون لور، شهزادګۍ انګرید الیکساندرا (د زوکړې کال ۲۰۰۴) به له ده وروسته ملکه شي.