ولسواکي (دیموکراسي) او د هوساینې (رفاه) ټولنه

په نړیوالو سازمانونو کې د ناروې ګډون

ناروې د ګڼ شمېر داسې نړیوالو سازمانونو غړیتوب لري، چې د ناروې په سیاست اغېزه لري، لکه د ملګرو ملتونو سازمان، ناټو او د اروپا د اقتصادي همکارۍ غړیو هېوادونو سازمان.

ملګري ملتونه

FN-flagget

Fد ملګرو ملتونو سازمان یو نړیوال سازمان دی، چې د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۴مه نېټه تاسیس شوی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د نړیوالې سولې او امنیت لپاره کار کوي او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو تر منځ د بحث کولو یو ځای (فوروم) دی. اوسمهال د ملګرو ملتونو په سازمان کې ۱۹۳ هېوادونه غړیتوب لري. همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو سره کار کوي. د ملګرو ملتونو سازمان د یوه سولې راوستونکي سازمان په توګه یوه مهمه دنده لري.
غړي هېوادونه د مالي مرستو له لارې د ملګرو ملتونو سازمان تمویلوي.
د ملګرو ملتونو سازمان هيڅ ریښتونی قانوني واک نلري. له همدې کبله، هغه پرېکړې چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې تصویبېږي په غړیو هېوادونو له قانوني پلوه اجباري نه دي.

ناټو

NATO-landene (Kilde: Wikimedia Commons)د شمالي اتلانتیک تړون سازمان
ناټو یو دفاعي ائتلاف دی، چې ۲۸ هېوادونه یې په اروپا او شمالي امریکا کې غړیتوب لري. د ناټو سازمان په ۱۹۴۹ کال کې جوړ شوی دی. غړیو هېوادونو ژمنه کړې ده، چې که چیرې د دې هېوادونو له جملې څخه یو یا څو هېوادونه د یو یا څو هېوادونو لخوا اشغال شي، ټول غړي هېوادونه به په متقابله توګه د یو بل تر څنګ ودرېږي.

د اروپا د اقتصادي همکارۍ غړیو هېوادونو سازمان (EØS)

په ناروې کې دوه ځله (۱۹۷۲ او ۱۹۹۴) په اروپايي ټولنه (EU) کې د غړیتوب لپاره ټولپوښتنه تر سره شوې ده. دواړه ځل ډیرې خلکو په اروپايي ټولنه کې د ناروې د غړیتوب په ضد رایه ورکړه. که څه هم ناروې په اروپايي ټولنه کې غړیتوب نلري، خو له دې سره هم مونږ په اروپايي همکارۍ کې ګډون لرو. دې همکارۍ ته د اروپا د اقتصادي همکارۍ غړیو هېوادونو د سازمان همکاري ویل کېږي.
د اروپا د اقتصادي همکارۍ غړیو هېوادونو د سازمان تړون د غړیو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ او نورې اقتصادي اړیکي تنظیموي.
د نورو له جملې څخه مونږ د توکو (موادو)، خدماتو، کارګرانو او پانګونې د آزادې راکړې ورکړې مقررات تعقیبوو.
د اروپايي ټولني (EU) او د اروپا د اقتصادي همکارۍ ساحه (EØS) (سرچېنه: Wikimedia Commons، انځور: یولیو رایس)بي رنګ د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دي.
ناروې، ایسلند او لیختینستاین (شینګ رنګ) په اروپايي ټولنه کې د اروپا د اقتصادي همکارۍ د تړون (EØS) له لارې شامل دي.

د شینګین تړون

د شینګین تړون یو هوکړه لیک دی، چې د غړیو هېوادونو تر منځ د سرحدي کنترول ځای له سرحدونو څخه د باندې کنترول نیسي. د دې مانا دا ده، چې د شنګین غړیو هېوادونو ته د یوې لویې سیمې په توګه کتل کېږي، چې د راننوتو لپاره باید پاسپورت او یا د اعتبار وړ ویزه وښودل شي. د شینګین ساحې ته له راننوتو وروسته سړی کولای شي چې په آزاده توګه بېلابېلو هېوادونو ته سفر وکړي، بې له دې چې د پاسپورت له کنترول سره مخامخ شي.
یاد تړون په ۱۹۸۵ کال کې د لوکسامبورګ د شینګین په ښار کې لاسیک شو. اوسهمال په دې تړون کې ۲۷ اروپايي هېوادونه شامل دي.

هغه هېوادونه، چې د شینګین تړون یې لاسلیک کړی دی: Schengen-området (Kilde: Wikicommons)