ولسواکي (دیموکراسي) او د هوساینې (رفاه) ټولنه

د پېسو د ورکړې لېوالتیا

ولې په ناروې کې ډیرې خلک پخپله خوښه د هوساینې د ټولنې په تمویلولو کې برخه اخلي؟ د دې زیات شمېر لاملونه دي، لکه:

  • په دې هيڅوک نه پوهېږي چې څه وخت به ناروغه کېږي او د عامې روغتیا له ادارې څخه به مرستې ته اړتیا ولري.
  • د هوساینې (رفاه) ټولنې ته د یوه اطمینان په توګه کتلای شو. دا د خلکو لپاره یوه ډاډمنتیا ده چې پوه شي، چې د اړتیا پر مهال مرسته تر لاسه کولای شي.
  • په تدریجي توګه یو زیات شمېر قوانین او تدابیر په لاره اچول شوي دي، چې وګړو ته یې ښېګڼې او حقونه ورکړي دي. د یادو ښېګڼو او حقونو ساتنه د وګړو لپاره مهمه ده.

معلومات

د هوساینې هغه نمونه، چې مونږ يې په ناروې کې لرو ډیر ګران او د وګړو پیوستون او لېوالتیا ته اړتیا لري، تر څو وګړي د مالیاتو د ورکولو له لارې له ټولنې سره مالي مرسته وکړي.