ولسواکي (دیموکراسي) او د هوساینې (رفاه) ټولنه

اقتصاد

ټول هغه کارګران چې په کال کې له ۵۰۰۰ (پنځه زره) کرونو څخه زیاته ګټه لري، مالیه ورکوي. د مالیې ډیره برخه د کارګر د استوګنې ښاروالۍ او یوه برخه یې ولایت او دولت ته ځي. متقاعدین او هغه کسان چې د وزګارتیا او نورې مالي پېسې تر لاسه کوي، هم مالیه ورکوي. کمپنۍ/شرکتونه هم دولت ته مالیه ورکوي.

همدارنګه مونږ دولت ته د ټولو هغو توکو (موادو) او خدماتو، چې مونږ یې پېرو (اخلو) مالیه ورکوو. دې ماليې ته د توکو د بیې اضافي مالیه (mva یا مومس) ویل کېږي. یاده ماليه په عمومي توګه ۲۵ سلنه (۲۵ فیصده) ده، په داسې حال کې چې د خوراکي توکو ۱۵ سلنه (۱۵ فیصده) ده، یانې د هغو پېسو یوه برخه، چې تاسو یې د یوه توکي د پېرودلو (اخیستلو) لپاره ورکوي دولت ته یو ډول مالیه ده. مومس د دولت د ګټې (عوایدو) یوه مهمه برخه جوړوي. د دولت د ماليې د عوایدو له ۲۰ سلنې څخه زیاته برخه مومس جوړوي.

د هوساینې (رفاه) د ټولنې یو شرط دا دی، چې ډیرې وګړي کار ولري، تر څو وکولای شي د مالیې ورکولو له لارې له سیستم سره مرسته وکړي. د دولت عواید باید له لګښتونو څخه زیات وي.

په ناروېژي ټولنه کې دولت د هوساینې د ښېګڼو د تامینولو د یوې برخې مسؤلیت پر غاړه لري، لکه د روغتونونو پرمخ بیول. خو، د هوساینې د ښېګڼو د ډیرې برخې د تامینولو مسؤلیت د ښاروالیو (کمونونو) پر غاړه دی.

Statens inntekter 974 milliarder

Kommunenes inntekter: 343 milliarder kroner

معلومات