ولسواکي (دیموکراسي) او د هوساینې (رفاه) ټولنه

د هوساینې (رفاه) په ټولنه کې حقونه او دندې

د هوساینې دولت په بشپړه توګه په دې متکي دي، چې هر هغه څوک چې توان لري، له دولت سره مالي مرسته وکړي.
ټول سیستم داسې جوړ شوی دی، چې د مالیې پېسې په عادلانه توګه و وېشل شي او په هغه چا ولګول شي چې اړتیا ورته لري. مونږ ټول ژوند د هوساینې د بېلابېلو ښېګڼو څخه ګټه پورته کوو. هر څوک په ژوند کې یو یا څو ځلې له داسې حالتونو سره مخامخ کېږي، چې د هوساینې ټولنې مرستې ته اړتیا پېدا کوي. هر څوک له یوې پېښې سره مخامخ او یا ناروغه کېدای شي، بې کاره او په ژوند کې له نورو کړکېچونو حالاتو سره مخامخ کېدای شي. په داسې حالتونو کې ګتوره ده چې سړی په دې پوه وي چې ساتنه یې کېږي.

کله چې څوک روغ او کارکولای شي، د کار کولو او مالیې ورکولو له لارې له ټولنې سره مرسته کوي. په یو ډول سړی هغه څه بیرته ټولنې ته ورکوي، چې مخکې یې تر لاسه کړي وی او یا ورته په راتلونکي کې کېدای شي اړتیا پېدا کړي. د ډیرو خلکو په آند دا یو ښه سیستم دی. د هوساینې په ټولنه کې وګړي مالي حقونه او دندې (مکلفیتونه) لري.

  • د حقوقو بېلګې د ناروغۍ، وزګارتیا/بې کارۍ پېسې، د انتردوکشون د پروګرام مالي مرسته، د ماشومانو مالي مرسته او تقاعد دی.
  • د دندو (مکلفیتونو) بېلګې مالیه ورکول، له مالي مرستو څخه ناوړه ګټه نه پورته کول او چارواکو ته د خپل ژوند په هکله سم مالومات ورکول دي.

معلومات

آزادي او مسؤلیت

  • د ناروې د هوساینې په ټولنه کې ټول مېشت وګړي آزادي، مسؤلیت، حقوق او مکلفیتونه لري.
  • مونږ آزادي لرو چې د خپل ژوند کولو طریقه غوره کړو. په ورته وخت کې مسؤلیت لرو، چې قوانین او مقررات مراعت کړو، تر څو سیستم په سمه توګه پر مخ ولاړ شي.