کورنۍ
په ناروې کې هر کال شاوخوا ۶۰۰۰۰ ماشومان نړۍ ته راځي. په ناروې کې په منځنۍ (اوسط) توګه هره ښځه یو اعشاریه پنځه (۱،۵) ماشومان زېږوي. له څلورو څخه درې ماشومان د مور او پلار دواړو سره يوځای اوسېږي. وروستۍ برخه (له څلورو څخه یو) یوازې له مور یا پلار او یا د مور یا پلار او د دوی له نوې ښځې یا مېړه سره يوځای اوسېږي.
له څلورو څخه درې جوړې، چې یو ځای اوسېږي، له یو بل سره یې واده کړی دی، په داسې حال کې چې له څلورو څخه یوه جوړه بې له نکاح کولو له یو بل سره یوځا ی اوسېږي. د لومړي ځل واده کولو لپاره د ښځو او نارینه و منځنی (اوسط) عمر ۳۰ کاله دی. ډیر کسان مخکې له واده څخه څو کلونه یو ځای اوسېږي. هر کال شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان طلاق اخلي.