ماشومان او کورنۍ

ماشومتوب، د ماشومانو قانون او د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره

Fem barn sammen Barn som leker Barn i vinterlek

د ملګرو ملتونو د سازمان د ماشومانو تړون (کونوینسیون) د ماشومانو د حقونو په هکله ۴۲ مادې لري. یاد تړون په ۱۹۸۹ کال کې تصویب او ناروې په ۱۹۹۱ کال کې لاسلیک کړ. دا قانون د هغو ماشومانو او نوي ځوانانو لپاره دی، چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو څخه ټیټ وي. یاد قانون د اولادونو پر وړاندې د مېندو او پلرونو پر دندو (مکلفیتونو) او همدارنګه د ماشومانو د حقونو په هکله بحث کوي.

لاندې د ماشومانو د قانون څو مهم ټکي دي:

  • د ماشوم د پیدایښت پر مهال باید ډاکتر یا دائي (قابله) د نفوسو د احوالو د ثبت دفتر ته خبر ورکړي. په خبر کې باید څرګنده شي چې د ماشوم مور او پلار څوک دي، او آیا د ماشوم مور او پلار یوځای اوسېږي او که نه. که ماشوم پرته له ډاکتره پیدا شي او یا مور د ماشوم زېږېدنې پر مهال په بهر کې وي، نو د ماشوم مور باید پخپله د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ته خبر ورکړي.
  • د معمول له مخې د ماشومانو اصلي مسؤلیت د مېندو او پلرونو په غاړه دی او ماشومان د مېندو او پلرونو له خوا د پالنې او پاملرنې حق لري.
  • مېندې او پلرونه دنده لري، چې د خپلو اولادونو ساتنه او پالنه وکړي، یانې دوی باید خپلو ماشومانو ته خواړه، کالي او د یو ښه ژوند لپاره نور اړین شیان برابر کړي. د ماشومانو د ساتنې دا دنده د ماشوم تر ۱۸ کلن کېدو پورې اعتبار لري. همداشان مېندې او پلرونه دنده لري، چې تر هغې پورې د خپلو ماشومانو ساتنه وکړي، چې له لیسې څخه فارغېږي، که څه هم ۱۸ کلن شوي وي.
  • مېندې او پلرونه دنده لري، چې ماشومانو ته ښه روزنه ورکړي او ټول وخت د ماشومانو علایق او اړتیاړوې په پام کې ونیسي. د ماشومانو د چارو قانون د ماشومانو په روزنه کې تاوتریخوالی منع کړی دی. جدي (سخت) زوزیاتی او بل ډول سپکاوی د جزا وړ کړنې دي.
  • مېندې او پلرونه دنده او حق لري، چې په شخصي مسایلو کې، کله چې ماشوم پخپله پرېکړه نشي کولای، پرېکړې وکړي. د ماشومانو د قانون یو مهم اصل دا دی، چې کله چې ماشوم لوېږي، مېندې او پلرونه باید د ماشوم نظر ته اهمیت ورکړي. کله چې ماشوم وده کوي او لویېږي باید د پرېکړې کولو حق ورکړل شي. کله چې ماشوم اووه کلن وي او مور او پلار یې د داسې شخصي مسایلو په اړه پرېکړه کوي، چې د ماشوم په هکله وي، ماشوم د خپل نظر د څرګندولو حق لري. قانون حکم کوي چې، کله چې ماشوم ۱۲ کلن شي باید نظر ته یې ډیر اهمیت ورکړل شي. (د نظر درناوې یې باید وشي)
  • یو ماشوم چې ۱۵ کلن وي، د زده کړې (تحصیل) او په سازمانونو کې د شاملېدو او وتلو په هکله د پرېکړې حق لري. د بېلګې په توګه ځوان/پېغله پخپله پرېکړه کوي چې کومې ثانوي زده کړې ته د شاملېدو غوښتنه وکړي. مېندې او پلرونه او ځوانان کولای شي له یو بل سره په دې هکله خبرې وکړي او ډیرې وخت مېندې او پلرونه ځوانانو ته مشورې ورکوي، خو پرېکړه ځوانان پخپله کوي. همداشان ځوانان پخپله په سیاسي سازمانونو، مذهبي او نورو ټولنو کې د غړیتوب پرېکړه کوي.
  • مېندې او پلرونه باید پاملرنه وکړي، چې ماشومان په لومړنیو او منځنیو زده کړو کې ګډون وکړي او همدرانګه ماشومان هغه زده کړه ترلاسه کړي، چې توان او علاقه ورسره لري.
  • که مور او پلار جلا هم اوسېږي، ماشوم له دواوړ سره د لیدلو (ملاقات) حق لري.
  • په ناروې کې د بلوغ عمر ۱۸ کاله دی

د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره

د ماشومانو د خوندي ساتنې د ادارې تاریخ ۱۸ مې پېړۍ ته ورګرځي. ناروې په نړۍ کې لومړی هېواد و چې د ماشومانو د خوندي ساتنې یوه دولتي اداره یې جوړه کړه، تر څو له هغو ماشومانو سره مرسته وکړي، چې په ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي او لازیاتې مرستې او خوندیتوب ته اړتیا لري.

ټولې ښاروالۍ (کمونونه) د ماشومانو د خوندي ساتنې یوه اداره لري. د یادې ادارې دندې د ماشومانو د قانون له خوا تنظیم او اداره کېږي. د ماشومانو د چارو قانون پرته د ماشوم مخینې (سابقې)، ملیت یا تابعیت ته په پام سره، په ناروې کې د ټولو اوسېدونکو ماشومانو او نوي ځوانانو لپاره دی.

د ماشومانو پالنه او روزنه په لومړي قدم کې د مېندو او پلرونو مسؤلیت دی، خو کیدای شي مېندې او پلرونه د لږ یا ډیر وخت لپاره مرستې ته اړتیا ولري. د بېلګې په توګه که مېندې او پلرونه د ژوند په یو ستونزمن حالت کې وي. په داسې حالتونو کې د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره له کورنیو سره مرسته کولای شي.

د ماشوم د ښېګڼې لپاره
د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره باید هغه ډول مرسته وکړي، چې د ماشوم په ګټه وي. دا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د تړون (کونوینسیون) سره سمون لري او همدارنګه د ناروې د قانون یوه برخه هم ده. د ماشومانو په تړون (کونوینسوین) کې راغلي دي، چې ماشومان خپلواکه افراد دي چې ځانګړې اړتیاوې او د ژوند کولو، ودې، خوندي ساتنې او ګډون بنسټیز حقونه لري.
د ماشومانو په اړه د ملګرو ملتونو د کنوینسون (تړون) له ۱۲ مادې سره سم، ټاکل شوې ده چې د ماشومانو عمر او بلوغ ته په پام کې نیولو سره باید د ماشومانو نظریاتو ته په مناسبه توګه اهمیت ورکړل شي. کله چې د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره له یوې کورنۍ سره په اړیکه کې وي، اړینه ده چې د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره د ماشوم له مور او پلار او همدارنګه له ماشوم سره خبرې وکړي.

د ماشومانو د خوندي ساتنې د ادارې تر ټولو مهمې دندې

  • مرسته او ملاتړ کول:
    که ماشوم په ژوند کې ستونزې وي او د یا کومو نورو لاملونو له کبله مرستې ته اړتیا ولري، د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره له ماشوم او کورنیو سره مرسته کوي.
    د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره غواړي چې له مېندو او پلرونوسره په دې موخه همکاري وکړي، چې په کور کې د ماشوم ژوند ښه وي.
    دا مرسته کیدای شي د مشورو او لارښوونو او یا د فارغه وخت په فعالیتونو، وړکتون یا SFO/AKS کې د ګډون په بڼه ورکړل شي. د ماشومانو په خوندي ساتنې پورې اړونده ډیرې (اکثره) قضیو کې کورنۍ په کور کې مرسته ترلاسه کوي. ځینې وخت په کور کې مرسته کافي نه وي او کېدای شي د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره له کورنۍ سره مواقفې ته ورسېږي، چې ماشوم باید د یوې لنډې یا اوږدې مودې لپاره له کورنۍ څخه د باندې په کوم بل ځای کې ژوند وکړي.
  • د ماشومانو د خوندي ساتنې مسؤلیت:
    په اصل کې د ماشوم لپاره تر ټولو غوره دا ده، چې په خپل کور کې لوی شي، خو که چیرې په کور کې په خپلې خوښې د مرستې تدابیر د ماشومانو د اړتیاو د پوره کولو لپاره کافي نه وي، نو د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره د مداخلې مسؤلیت لري. د دې لپاره چې د ماشومانو د خوندي ساننې اداره د ماشومانو د پالنې مسؤلیت پر غاړه واخلي، باید قوي لاملونه شتون ولري. د بېلګې په توګه، کله چې د ماشوم په پالنه کې ناغیړي (غفلت) شتون ولري، یانې که چیرې مېندې او پلرونه ماشوم ته بدني یا روحي زیان اړوي او یا یې په پالنه کې دومره ناغیړي کړي وي چې د ماشوم بدني یا روحي روغتیا او وده له خطر سره مخ شوي وي. که چیرې مېندې او پلرونه له ماشومانو سره تاوتریخوالی کوي (وهي یې)، نو دا کار په پالنه کې ناغېړي (کمې) شمېرل کېږي.
    کله چې یو ماشوم د مور او پلار له موافقې پرته له کور څخه د باندې په کوم بل ځای کې ځای پرځای کېږي، په هکله یې باید د ولایت د ماشومانو د خوندي ساتنې او ټولنیزو چارو اداره، چې د محکمې په څیر یو ارګان دی، پرېکړه وکړي. په داسې قضیو کې مېندې او پلرونه د وړیا حقوقي مرستې (وکیل) د تر لاسه کولو حق لري.
  • د ماشومانو د خوندي ساتنې د یوې قضیې بهیر
    د ماشومانو د خوندي ساتنې ډیرې قضیې له دې څخه پېلېږي، چې مېندې او پلرونه پخپله د مرستې د تر لاسه کولو لپاره د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره اړیکه نیسي. همداشان روغتیايي مرکزونه، روغتونونه، ښوونځي، وړکتونونه، ګاونډیان او نور هغه خلک چې د یو ماشوم په هکله اندېښنه لري، د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره اړیکه نیسي. د دولتي ادارو، لکه ښوونځیو، وړکتونونو او روغتیايي مرکزونو ټول کارکوونکي د قانون له مخې دنده لري، چې د یو ماشوم په هکله د جدي اندېښنې پر مهال د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره اړیکه ونیسي. د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره د ټولو ورکړل شویو معلوماتو ارزونه کوي. د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره د اړتیا په صورت کې د ماشوم او همدارنګه د ماشوم د مور او پلار سره اړیکه نیسي تر څو د ماشوم د حالت د څرنګوالي په هکله معلومات ترلاسه کړي.
    په داسې حالتونو کې کېدای شي د ماشومانو د خوندي ساتنې ادره وغواړي له ماشوم سره یوازې خبرې وکړي. که اړتیا وي، مېندې او پلرونه حق لري چې ژباړونکی ولري. دا عامه ده چې د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره له هغو ځایونو او کسانو سره اړیکه نیسي چې ماشوم او کورنۍ يې پېژني، لکه وړکتون او ښوونځی. که د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره په دې نظر وي چې د ماشوم په اړه کومې اندېښنې ته اړتیا نشته، نو قضیه تړي (بندوي). په نورو حالتونو کې یاده اداره د یو لړ تدابیرو وړاندیز کوي، تر څو چې له ماشوم او کورنۍ سره یې مرسته وشي.

    ماشومان او لویان څرنګه د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره اړیکه نیولای شي؟
    په ټولو ښاروالیو (کمونونو) کې د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره شتون لري، چې د ورځې له خوا پرانیستې وي. ماشومان او لویان کولای شي یادې ادارې ته مراجعه وکړي.
    د ماښام/شپې له خوا او همداشان د شنبې او یکشنبې په ورځو کې ماشومان یا هغه څوک چې د یو ماشوم په هکله اندېښنه لري، کولای شي د ماشومانو او نوي ځوانانو لپاره د تلیفون بیړنۍ شمیرې ته په لاندې شمېره زنګ ووهي:
    ۱۱۶۱۱۱.

    معلومات

    د ماشومانو مالي مرسته

    دماشومانو مالي مرسته (باڼه تریګد) په ناروې کې مېشتو ټولو ماشومانو لپاره یوه مالي مرسته ده. دا مالي مرسته د ماشوم د لګښتونو د پوره کولو لپارده.

    نغدي مالي مرسته

    نغدي مالي مرسته یوه مالي مرسته ده، چې هغو ماشومانو ته ورکول کېږي، چې عمرونه یې د یو او دوه کلونو تر منځ وي او وړکتون ته نه ځي. یاده مالي مرسته د هغو ماشومانو لپاره، چې عمرونه یې د ۱۳ او ۲۳ میاشتو تر منځ وي په میاشت کې ۶۰۰۰ کرونه ده (۲۰۱۵).
    که ماشوم وړکتون ته پوره وخت نه ځي، نو په یاده مرسته کې کموالی راځي.
    Nav kontantstøtte