ماشومان او کورنۍ

د ماشومانو روزنه

ماشوم او مور او پلار

ماشومان پر خپلو مېندو او پلرونو متکي دي او مېندې او پلرونه د ماشومانو د روزنې اصلي مسؤلیت پر غاړه لري. پخوا ماشومانو ته د «کوچنيو لویانو» په سترګه کتل کېدل او ډیرې وخت یې باید کار کولای تر څو د کورنۍ لپاره ګټه وټه وکړي. پخوا په لویو کورنیو کې ژوند کول عادي و خو، اوسمهال ډیرې ماشومان په کوچنیو کورنیو کې لوېږي. ډېرې ماشومان وړکتونونو ته ځي او له شپږ کلنۍ څخه ټول ماشومان ښوونځي ته ځي.

د ماشومانو د روزنې په هکله نظر بدلون موندلای دی. اوسمهال ماشومتوب د لوبو او زده کړې وخت دی او له ماشومانو څخه د پخوا په څیر غوښتنې نه کېږي. مېندې او پلرونه غواړي چې له خپلو اولادونو سره ډیر وخت تیر کړي او همدارنګه غواړي چې د ماشومانو د ژوند له هغه وخت څخه هم خبر شي، چې دوی ورسره یوځای نه وي. له همدې کبله دوی له وړکتون او ښوونځي سره ښې همکارۍ ته ډیر

اهمیت ورکوي. ډیرې مېندې او پلرونه په دې فکر کوي، چې د ماشومانو د ملګرو او همدارنګه د هغوی له مېندو او پلرونو سره پېژندګلوی هم مهم دی.
دا چې ماشومان ډیره زده کړه او تجربې له کور څخه د باندې تر لاسه کوي، نو د استوګنې ټولنه او چاپېریال پرې اغیزه کوي. هیڅ مور او پلار د ماشومانو وده کنترولولای نشي او هیڅ ماشوم د خپلو مېندو او پلرونو سره یو شان (فوتوکاپي) کیدای نشي. خو، له دې سره هم مېندې او پلرونه غواړي چې خپلو اولادونو ته ښې نمونې وي او ماشومانو ته وښايي، چې سلوک یې باید څرنګه وي او په بېلابېلو حالتونو کې څرنګه غبرګون څرګند کړي.

ډیر مېندې او پلرونه په دې آند دي، چې د ماشومانو روزنه کیدای شي کله نا کله یو ستونزمن کار وي. په داسې حال کې دوی کولای شي له داسې چا څخه مشوره وغواړي، چې په دې هکله ډیر معلومات لري، د موضوع په هکله کتابونه ولولي او یا په انترنت کې معلومات پیدا کړي.