ښوونځی
په ناروې کې ټول ماشومان د لس کلونو د زده کړې د تر لاسه کولو حق او دنده (مکلفیت) لري. همدارنګه ځوانان د ثانوي زده کړې حق لري.
ه مکتب کې زده کړه باید له کورنۍ سره د همکارۍ او پوهاوي له لارې تر سره شي.
د ماشومانو اصلي مسؤلیت د مېندو او پلرونو پر غاړه دی، نو له همدې کبله مېندې او پلرونه په ښوونځي کې د اغیزې او نفوذ درلودلو حق او دنده لري.