ماشومان او کورنۍ

ډول ډول کورونه

Boliger i Bergen

ه ناروې کې له دوه میلیونو څخه زیات شمېر کورونه (استوګنځایونه) شتون لري، چې له نیمايي څخه زیات یې حویلۍ دي. په لویو ښارونو لکه اوسلو کې، ۷۰ سلنه کورونه بلاکونه او ښاري کورونه دي. په کوچنیو ښاروالیو (کمونونو) کې کیدای شي تر ۹۰ سلنې کورونه حویلۍ وي. د وګړو د شمېر (نفوس) څلورمه برخه خلک په کرايي کورونو کې اوسېږي، په داسې حال کې چې پاتې نور په خپلو کورونو کې
مېشت دي.

د خپل کور درلودلو دوه لارې شتون لري. هر څوک کولای شي د خپل کور خاوند اوسي او یا د کورونو د ټولنې (کوپراتیفونو) یا سهامي شرکت له لارې د یو کور خاوند شي.
په ناروې کې شاوخوا ټول کورونه د ځان وینځلو تشناب، کمود او پځلنځی (آشبزخانه) لري.

Leiligheter i Nordland Hus i Geiranger Enebolig Hus i Lofoten

معلومات

آیا تاسو پوهېدلئ چې …

  • د کور د تودولو لپاره له برېښنا څخه ګټه پورته کول تر ټولو ډیر عام دي. له ۹۰ سلنې څخه زیات کورونه له برېښنا څخه د تودولو لپاره کار اخلي.
    ځیني خلک لرګي او تېل هم کاروي.
  • د ناروېژي کورنیو د لګښتونو شاو خوا یو پر دریمه برخه د کور د لګښتونو د پوره کولو لپاره لګول کېږي، په داسې حال کې چې یوه کورنۍ په منځنۍ توګه یوازې ۱۱ سلنه بودیجه په خوراکي توکو لګوي.
  • د هغو خلکو له جملې څخه، چې د لویو ښارونو په مرکزونو کې مېشت دي، یوازې ۳۰ سلنه یې موټړ لري، خو که ټول هېواد په پام کې ونیول شي، شاوخوا ۷۰ سلنه کورنۍ موټر لري. ۹۵ سلنه کورنۍ تلویزیون او ۷۵ سلنه د لوښو مینځلو ماشین لري.