ماشومان او کورنۍ

د مېړه اوښځې تر منځ په ګډ ژوند کې حقونه او دندې (مکلفیتونه)

Brudepar

د واده کولو د قانون لنډیز:

  • ټول هغه کسان، چې عمرونه یې له ۱۸ کلنو څخه لوړ وي، مخکې یې واده نه وي کړی او په ناروې کې د استوګنې قانوني اجازه ولري، کولای شي دلته واده وکړي. هغه کسان چې عمرونه یې د ۱۶ او ۱۸ کلونو تر منځ وي، مېندې او پلرونه او والي ورسره هوکړه وکړي، په ځانګړيو حالتونو کې د واده کولو حق لري.
  • که څوک پرېکړه وکړي، چې نه غواړي چې د خپل مېړه یا ښځې سره ژوند ته ادامه ورکړي، کولای شي د جلاوالي (بېلوالي) غوښتنه وکړي. له یو کال جلاتوب وروسته ښځه/سړی کولای شي چې طلاق واخلي. که چیرې څوک جلاتوب نه غواړي، خو دوه کاله له یو بل څخه جلا ژوند وکړي، طلاق اخیستلای شي. ښځې او نارینه یو شان حق لري چې جلا شي او د طلاق غوښتنه وکړي.
  • که یوه ښځه یا مېړه او یا د دوې اولادونه د ښځې یا مېړه لخوا د وژلو له هڅې، زورزیاتي، ناوړه چلند یا د یادو شیانو له وېرې سره مخامخ وي، نو میرمن یا مېړه کولای شي پرته له دې چې د جلاتوب موده یې تېره کړي وي، د طلاق غوښتنه وکړي. همدارنګه که واده په زور سره شوی وي، نو ښځه یا مېړه طلاق غوښتلای شي.
  • ښځه او مېړه د کورنۍ د ساتلو او پاللو ګډ مسؤلیت لري. دوی په ګډه اقتصادي مسؤلیت لري او همداشان په ګډه کورنۍ ته د یوه ښه ژوند د ورکولو مسؤلیت لري. خو، دوی کولای شي دا کار له بېلابېلو لارو لکه د پیسو په ګټلو، په کور کې کارکولو، د ماشومانو د څارنې او یا کومې بلې لارې تر سره کړي. په ځینې حالتونو کې ښځه یا مېړه کولای شي د اړینو (ضروري) اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ښځې یا مېړه څخه پیسې وغواړي. د واده کولو د قانون په ۳۹ ماده کې راغلي دي، چې ښځه او مېړه مکلف دي، چې یو بل ته د خپل اقتصادي حالت په اړه معلومات ورکړي. د بېلګې په ډول، یوه ښځه یا مېړه کولای شي د خپلې ښځې یا مېړه څخه د مالیې د کلني حساب د فورمې فوتوکاپي، د بانکي پاڼو او داسې نورو غوښتنه وکړي..
  •  په ګډ ژوند کې کوم شیان په چا پورې اړه لري؟
    کوم شیان چې مخکې له واده د چا وي، له واده کولو وروسته هم د هغه پاتې کېږي. همدارنګه هغه شیان، چې چا ته په مېراث پاتې شوي وي، وروسته له واده هم د همدغه کس پاتې کېږي. همداشان کوم شیان چې چا اخیستي وي، د همهغه دي او کولای شي و یې پلوري او یا یې کوم بل چا ته ورکړي، بې له دې چې ښځه/مېړه یې مخه ونیولای شي. هغه شیان چې ښځې او مېړه یو ځای د کور لپاره اخیستي وي، د دواړو ګډ ملکیت شمېرل کېږي.

معلومات

د واده قانون

د واده قانون د ښځې او خاوند تر منځ اړیکې تنظیموي. یو ځای اوسېدونکي (چې واده یې نه وي کړی) د یو بل پر وړاندې د عادي ښځې او مېړه په څېر حقونه او دندې نلري. له همدې کبله باید یوځای اوسېدونکي په خپل منځ کې هوکړه لیکونه ولري.