روغتیا

روغتیا او هوساینه

زمونږ د روغتیا مسؤلیت د چا پر غاړه دی؟

پخوا به خلکو داسې فکر کاوه، چې د ناروغانو روغتیا د روغتیايي چارو د ادارې مسؤلیت دی.

په دې وروستیو کلونو کې دا نظر عام شوی دی، چې مونږ په خپله د خپلې روغتیا ډیر مسؤلیت پرغاړه لرو. زمونږ د ژوند کولو طریقه زمونږ په روغتیا اغیزه کوي. د روغتیايي چارو اداره د مشورې ورکولو او لارښوونو مسؤلیت لري، خو د دې مشورو او لارښوونو تعقیبول زمونږ خپل مسؤلیت دی. د ناروغیو د مخنیوي او همدارنګه د ډول ډول ناروغیو د درملنې په هکله معلومات په آسانۍ سره پیدا کېږي. په انترنت کې د معلوماتو تر څنګ، په کتنځایونو (معاینه خانو) او درملتونونو کې لارښوونلیکونه (رسالې) شتون لري..

د روغتیا په هکله ډیر معلومات او زده کړه ورکول کېږي. روغیتا په ښوونځي کې هم یوه مهمه موضوع ده، او دولت د روغتیا په هکله ډول ډول معلوماتي کمپاینونه په لاره اچوي. په تلویزیون او رادیو کې هم د روغتیا په هکله ډیر معلومات ورکول کېږي.

که څه هم د ښېګڼو ټولنه (رفاهې ټولنه) د خلکو د روغیتا مسؤلیت پر غاړه اخلي، خو په ډیرو حالتونو کې د هر چا خپل مسؤلیت دی، چې خپلې روغتیا ته ښه پاملرنه وکړي. په ګڼ شمېر هېوادونو کې ناروغان عادت دي، چې ډاکتر مطلق واک لري او د درملنې په هکله پرېکړه کوي. ناروغ کیدای شي له دې سره هم عادت وي، چې له ډاکتر څخه هيڅکله بې له درملو څخه نه رخصتېږي. په ناروې کې عادي ده، چې ناروغ او ډاکتر د ډول ډول درملنو او کنترول په هکله له یو بل سره خبرې اترې کوي.

ښه روغتیا – د ناروغۍ د نه شتون څخه ډیره مانا لري؟

ځینې خلک وايي چې ښه روغتیا د دې په مانا ده چې سړی ناروغه نه وي، خو ځینې نور بیا وايي چې ښه روغتیا د ښه او خوشاله ژوند د درلودلو په مانا ده.

د ښې روغتیا پورتني دواړه تعریفونه سم دي. لومړی تعریف ښايي په هغو هېوادونو کې ډیر عام وي، چې سختې ناروغۍ او غریبي په کې د ژوند یوه لویه برخه وي. په نورو ټولنو کې، چیرې چې د ډیرې ناروغیو لپاره درمل شتون ولري او ټول وګړي د اړینې روغتیایي مرستې د ترلاسه کولو امکانات لري، خلک به په دې آند وي، چې ښه روغتیا یوازې د دې په مانا نه دي، چې سړی په جسمي او روحي توګه روغ وي.

معلومات

قتصادي پروګرامونه

د هوساینې په ټولنه کې موخه دا ده، چې ټول وګړي باید د امکان تر کچې ښه ژوند ولري، چې په دې کې روغتیا هم شامله ده.

د هوساینې دولت مسؤلیت پر غاړه اخلي، تر څو وګړي له روغتیايي خدماتو څخه ګټه پورته کړي او پرته له شخصي اقتصاد په پام کې نیولو سره ټول وګړي اړینه درملنه تر لاسه کړي. له همدې کبله بېلابېل اقتصادي پروګرامونه شتون لري، چې دا تامینوي.

د راز ساتلو دنده (مکلفیت)

د روغتیايي چارو ټول کارکوونکي د راز ساتلو دنده لري. یانې، دوی د ناروغ له رضا پرته نشي کولای بل چا ته د ناروغ په هکله معلومات ورکړي.