روغتیا

روغتیايي سیستم

د معالج (ثابت) ډاکتر سیستم

ټول وګړي حق لري، چې یو عمومي ډاکتر یې معالج (ثابت) ډاکتر وي. که څوک ناروغه شي، نو لومړی باید همدې ډاکتر ته ورشي. معالج ډاکتران دنده لري، چې له خپلو ناروغانو سره له نورو څخه مخکې مرسته وکړي. معالج ډاکتر ناروغان متخصصینو ته معرفي کوي.

ډاکتر د راز ساتلو دنده (مکلفیت) لري او پرته د ناروغ له هوکړې (موافقې) نشي کولای، چې د هغه څه په هکله نورو ته معلومات ورکړي، چې ده او ناروغ یې په هکله خبرې کړې وي.

درملتون

درملتونونه درمل پلوري او د روغتیايي مشورو ترڅنګ د بېلابېلو درملو د کارولو په هکله هم مشورې ورکولای شي. ډیرې درمل په درملتونونو کې پيرودل کېږي. ځیني درمل، لکه د درد د کرارولو کمزوري درمل د خوراکي توکو په دوکانونو او تیلو ستیشنونو کې هم پېرودلای شئ. بیې له یوه درملتون او دوکان څخه په بل کې توپیر لري.

ډیر درمل یوازې په نسخه ترلاسه کېدای شي. د دې مانا دا ده، چې تاسو نشئ کولای داسې درمل د ډاکتر سره له خبرو کولو مخکې واخلئ. ډاکتر باید یوه نسخه ولیکي، چې په کې لکیل شوي وي چې کوم درمل باید واخلئ او څرنګه یې اتسعمال کړئ.

په آبي نسخه درمل

که چیرې تاسو یوه داسې مزمنه ناروغي ولرئ، چې اوږدمهاله درملنې ته اړتیا لري، یانې داسې ناروغي، چې د اوږد مهال لپاره دوام کوي او دې ته اړتیا وي چې تاسو د یو کال په اوږدو کې باید لږ تر لږه درې میاشتې درمل او یا نور مواد استعمال کړئ، په آبي نسخه درمل ترلاسه کولای شئ. کله چې تاسو په آبي نسخه درمل ترلاسه کوئ، په دې مانا ده، چې تاسو د درملو ټولې پېسې پخپله نه ورکوئ، بلکې تاسو یوازې یوه برخه پېسې پخپله ورکوئ او ډیره برخه لګښتونه مو د دولت لخوا ورکول کېږي.

د آبي نسخې د درملو خپله برخه پېسې ډاکتر ته د خپلې برخې له پيسو سره یو ځای حسابېږي تر څو د معافیت کارت تر لاسه کړئ.

Tannlege

ماشومان او نوي ځوانان تر ۱۸ کلنۍ پورې په منظمه توګه د غاښونو کنترول ته ورغوښتل کېږي. د غاښونو د دې درملنې لګښتونه د حکومت لخوا ورکول کېږي. هغه ځوانان، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۰ کلونو تر منځ دي، د غاښونو د درملنې ۲۵ سلنه لګښتونه پخپله ورکوي او ۷۵ سلنه یې دولت ورکوي. هغه لویان، چې عمرونه یې له ۲۰ کلونو څخه پورته وي، د غاښونو د درملنې پوره پېسې پخپله ورکوي. لویان باید پخپله یو شخصي ډاکتر ته ورشي. په کال کې یو ځل د غاښونو ډاکتر ته د کنترول لپاره ورتلل عام دي.

Egenandel hos tannlege for ungdom 18-20 år

 

که چیرې اړتیا وي چې د یو کوچني یا نوي ځوان غاښونه باید د سیمانو په وسیله ټینګ (کلک) شي، نو مېندې او پلرونه یې باید یوه خپله برخه پېسې ورکړي.
نجلۍ چې غاښونه یې د سیمانو په وسیله کلک شوي دي

په روغتون کې بسترېدنه

په روغتون کې بسترېدنه وړیا ده. په روغتون کې د بسترېدنې پر مهال ټول لګښتونه، د اوسېدلو او خوړو لګښتونه د دولت لخوا ورکول کېږي.

که بسترېدنه مخکې له مخکې پلان شوي وي، نو کولای شئ روغتون په خپله غوره کړئ. درملنې ته د انتظار مودې توپیر لري، نو ښه به دا وي چې لاندې انترنت پاڼه وګورئ: http://www.frittsykehusvalg.no/.

همدا شان په ناروې کې لږ شمېر خصوصي روغتنونه هم شتون لري. که تاسو خصوصي روغتون غوره کړئ، نو لګښت یې باید پخپله ورکړئ.

په روغتون کې پرته له بسترېدنې درملنه (پولیکلینیکي درملنه)

د پولیکلینیکي درملنې مانا دا ده، چې په روغتون کې پرته له بسترېدنې ستاسو درملنه کېږي. تاسو روغتون ته په یو درکړل شوي وخت ورځئ او له درملنې وروسته بیرته کورته ځئ. په پولیکلینیکي درملنه کې لکه معالج ډاکتر یا متخصص ډاکتر ته د ورتګ په څېر، باید تاسو یوه برخه پېسې ورکړئ.

متخصص ډاکتر

د بېلګې په توګه یو متخصص یو نسايي، جلدي، د غوږونو- پزې او ستوني ډاکتر وي او یا هم د ماشومانو د ناروغیو متخصص.

د متخصص ډاکتر سره د لیدنې کتنې (ملاقات) لپاره باید سړی د معالج او یا بل کوم ډاکتر لخوا معرفي شي. که معرفي لیک نه وي، باید یوه لوړه اندازه پېسې پخپله ورکړل شي.

امبولانس

که چیرې امبولانس ته اړتیا ولرئ، کولای شئ بېړنۍ شمېرې ته زنګ ووهۍ (۱۱۳). تاسو هغه مهال د امبولانس له مرکز سره مخامخ کېږئ. مهمه ده چې سم معلومات ورکړئ:

ته څوک یې؟

(نوم، د تلیفون شمېره، له کوم ځای څخه دې زنګ وهلی)

څه پېښ شوي دي؟
(څو کسان ژوبل شوي دي، سخت ژوبل دي او داسې نور)

په کوم ځای کی یې؟
(دقیقه پته یا د ځای ښودنه)

نوکریوال ډاکتر

116 117 که د معالج ډاکتر د کار له وخت څخه وروسته بېړنۍ مرستې ته اړتیا وي، له نوکریوال ډاکتر سره اړیکه نیولای شئ.

د ناروې په ټولو ښاروالیو (کمونونو) کې نوکریوال ډاکتر شتون لري. نوکریوال ډاکتر ماښام، د شپې او د شنبې او یکشنې په ورځو کې، کله چې عادي کتنځایونه (معاینه خانې) تړلي وي، کار کوي.

کله چې سړی نوکریوال ډاکتر ته ورځي، یوه برخه پېسې باید پخپله ورکړئ او د دې تر څنګ د موادو، وینې د معاینو او داسې نورو لګښتونو پېسې هم ورکوئ.

تاسو باید پېدا کړئ چې نږدې نوکریوال ډاکتر په کوم ځای کې دی!

معلومات

خپله برخه پېسې

  • ډاکتر ته د ورتګ زیاته برخه پېسې د دولت لخوا ورکول کېږي. ناروغ باید یوه خپله برخه پېسې ورکړي او پاتې یې د دولت لخوا ورکول کېږي.
  • ناروغ سربېره پر خپله برخه پېسو، د بنداژونو، پيچکاریو، درملو، د وینې د معاینو او داسې نورو لګښت ورکوي.
  • له ۱۶ کلنو څخه ټیټ ماشومان خپله برخه پېسې نه ورکوي.
  • همداشان د امیندوارۍ کنترول هم وړیا دی.
  • همداشان د امیندوارۍ کنترول هم وړیا دی.
    معالج ډاکتر ته د هر ځل د ورتلو پر مهال د خپلې برخې پېسو اندازه ۱۵۰-۳۰۰ کرونه ده

د معافیت کارت

کله چې تاسو د یو کال په اوږدو کې یوه ټاکل شوې اندازه خپله برخه پېسې ورکړئ، د معافیت د کارت د تر لاسه کولو حق لرئ. په ۲۰۱۵ کال کې دا اندازه ۲۱۸۵ کرونه ټاکل شوې وه. کله چې تاسو ۲۱۸۵ کرونه ولګوئ، نو په اتوماتیکه توګه درته د روغتیايي اقتصادي ادارې (HELFO) لخوا د معافیت کارت د پوستې له لارې دراستول کېږي. که چې تاسو ډاکتر ته ورځئ او یا په آبي نسخه درمل اخلئ، باید د معافیت کارت ورښکاره کړئ، تر څو د کال په پاتې برخه کې د خپلې برخې پېسو له ورکولو څخه خلاص شئ.
په <https://helsenorge.no/ انترنت پاڼه کې د معالجو ډاکترانو یو لست شتون لري. تاسو له یاد لست څخه معالج ډاکتر غوره کولای شئ.