روغتیا

کوچنیان او روغتیا

 

د امیندوارۍ (حاملګۍ) کنترول او زېږېدنه

په یوه ټولنه کې د ژوند کچه، روغتیايي چوپړ (خدمتونو)، طبي پرمختګونه، د پوښ عمر کسانو او ماشومانو لپاره د ملي بیمو او نورو ټولنېزو ښېګڼو شتون د کوچني ماشومانو په مړینه اغیزه کوي. اوسمهال په ناروې کې د پخوا او نورو هېوادونو په پرتله د کوچني ماشومانو د مړینې کچه ټیټه ده. امیندواره (حامله ښځې) په ناروې کې د حاملګۍ د وړیا کنترول حق لري. یاد کنترولونه د روغتیايي مرکزونو او معالج (ثابت) ډاګترانو لخوا تر سره کېږي. دا کنترولونه په خپله خوښه دي او موخه یې د امیندوارۍ او زېږېدنې پر مهال او همداشان له زېږېدنې وروسته د مور او ماشوم د روغتیا ډاډمنتیا ده. په ناروې کې سپارښتنه کېږي، چې ښځې د امیندوارۍ په اوږدو کې له اتو څخه تر دولس ځلو پورې کنترول ته ولاړې شي. ډیرې ښځې په روغتون کې ماشوم زېږوي او دا کار وړیا دی.

Nyfødt barn på vekt

په ناروې کې ټولو مېشتو کوچنیانو او نوي ځوانانو ته د روغتیايي کنترول وړاندیز کېږي. دا کنترولونه له زېږېدنې څخه د ښوونځي تر پېلولو پورې په روغتیايي مرکزونو کې تر سره کېږي. د ښوونځي له پېلولو څخه وروسته دا کنترولونه د ښوونځیو د روغتیايي مرکزونو لخوا تر سره کېږي. همدارنګه د ځوانانو لپاره هم په ډیرې (اکثره) کمونونو کې روغتیايي مرکزونه شتون لري. د روغتیايي مرکزونو او همدارنګه د ښوونځیو د روغتیايي مرکزونو خدمتونه وړیا دي.

په روغتیايي مرکز کې د ماشوم وده، وزن، لیدل او اورېدل کنترولېږي او همداشان په خبرو د ماشوم پوهېدل او خبرې کول. که د ماشوم په وده کې کومه ستونزه وي، نو روغتیايي مرکز به مرسته او لارښوونه وړاندې کړي.

همداشان په ناروې کې ټولو مېشتو ماشومانو او نوي ځوانانو ته د جدي ناروغیو پر ضد د واکیسنونو وړاندیز کېږي. واکسین په ساده، اغیزمنه او بې خطره توګه د ناروغیو پر وړاندې ساتنه کوي. واکسین کول په خپله خوښه دي، خو ناروېژي چارواکي ټینګه سپارښتنه کوي، چې مېندې او پلرونه خپل اولادونه واکسین کړي.

د واکسین په پروګرام کې شامل واکسینونه وړیا دي. د اضافي واکسینونو لګښت، د بېلګې په توګه کله چې څوک بهر ته په سفر ځي، باید پخپله ورکړل شي.

معلومات

  • ټول ماشومان د یو خوندي کوچنیتوب حق لري.
  • ټول ماشومان او نوي ځوانان وړیا روغتیايي کنترول او واکسینونه تر لاسه کوي.
  • ټول ماشومان د غاښونو وړیا درملنه تر لاسه کوي..
  • ټول ماشومان باید پرته له دې چې د مور او پلار اقتصادي حالت یې په پام کې ونیول شي، مناسبه روغتیايي مرسته تر لاسه کړي.

که چېري روغتیايي او نورې ستونزې په وخت تشخیص شي، د روغېدو امکانات ډېرېږي.
واکسین د ساري ناروغیو په مخنیوي او له منځه وړلو کې مرسته کوي.

د روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو روغتیايي خدمتونه

د روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو روغتیايي خدمتونه ټولو ماشومانو، نوي ځوانانو او د هغوې مېندو او پلرونو ته یو قانوني وړاندیز دی. په دې کنترول کې د امیندوارۍ کنترول، له صفر څخه تر پنځه کلنو ماشومانو لپاره روغتیايي مرکز، هغه کسان چې عمرونه یې له ۶ څخه تر ۲۰ کلونو پورې دي د ښوونځیو روغتیايي خدمتونه او د ځوانانو لپاره روغتیايي مرکز شامل دی.

دا خدمات د ښاروالیو د روغتیايي کار، روحي او جسمي ناروغیو د مخنیوي او همدارنګه په ټولنیزو چارو کې یو مرکزي رول لوبوي. په دې کار کې لارښوونه، روغتیايي معاینې، واکسینول، پاملرنه او د اړتیا په وخت کې نورو مراجعو ته ورپېژندل شامل دي.