روغتیا

زاړه خلک او روغتیا

ه ناروې کې زړو کسانو ته د عمر پر بنسټ تقاعد ورکړل کېږي. د تقاعد کچه له پخواني عاید (ګتې وټې) سره تړاو لري.

په ناروې کې ډیرې زاړه خلک په خپلو کورونو کې اوسېږي. له ځینو سره د ښاروالیو (کمونونو) له خوا مرسته کېږي (په کور کې ناروغ پاله، په کور کې مرسته، د ښاروالۍ په ورځني مرکز کې د ځای وړاندیز او داسې نور)، خو ګڼ شمېر یې هر څه پخپله او یا د کورنۍ په مرسته تر سره کولای شي.
له یوې سپین سرې ښځې سره روغتیايي مرسته کېږي
کله چې څوک خپل کارونه پخپله سرته نشي رسولای، کولای شي د زړو په پالنځي کې د ځای غوښتنه وکړي. خو، د هغو کسانو، چې عمرونه یې له ۹۰ کالو څخه پورته دی، یوازې نیمه برخه یې د زړو په پالنځي کې ژوند کوي.

هغه څوک چې په کورکې له خدمتونو څخه ګټه پورته کوي، د یادو خدمتونو لپاره باید یوه برخه پېسې ورکړي. پاتې برخه یې د ښاروالیو (کمونونو) لخوا ورکول کېږي. د خپلې برخې پيسو اندازه له کمون څخه تر کمونه پورې توپیر لري.

همدارنګه هغه کسان چې د زړو په پالنځای کې اوسېږي، هم یوه برخه پېسې ورکوي. په یاد پالنځای کې د یو ځای بیه/لګښت په کال کې ۸۰۰۰۰ (اتیا زره) کرونه دی. دا چې سړی باید پخپله څومره ورکړي په عاید (ګټې) پورې تړلې ده.

په کراچۍ (ټایر لرونکې چوکۍ) کې یو زوړ کس Eldre mann på sykehjem

زاړه خلک ډیرې وخت ځانګړې روغتیايي ستونزې لري:

  • کله چې زمونږ عمر ډېرېږي، وجود مو ستړی کېږي. کیدای شي عضلات او بندونه (مفصلونه) مو درد وکړي او د پخوا په اندازه د څه کولو حوصله نلرو. دا کار پخپل وار سره کیدای شي د ژور خپګان (دیپریشن) او یواځیتوب لامل شي.
  • په ناروې کې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ زاړه خلک له ژور خپګان (دیپریشن) څخه کړېږي.د دې لامل دا دې، چې د یادو کسانو روغتیا په عمومي توګه له پخوا څخه خرابه شوې وي، خو کیدای شي یواځینوب او جلاوالی یې هم لامل وي. د عمر خوړلو کسانو حافظه عمومآ کمزوې وي او په ډیرو کې مغزي کمزوري (دماغي خلل) راپېدا کېږي. دماغي کمزوري یو حالت دې، په کوم کې چې ماغزه زیانمن شوي وي او حافظه، عاطفه (احساسات) او ټولنیزې کړنې دواړه هم زیانمنې شوي وي.
  • ځیني خلک د عمر زیاتېدو (زړېدو) پرمهال اشتها له لاسه ورکوي او دا د خوارځواکۍ (سوء تغذیې) یا ناسمې تغذیې لامل ګرځي. هغه مهال بیا د وجود دفاعي سیستم کمزوری کېږي او په اسانۍ سره له ناروغیو او عفونت (انتاني ناروغیو) سره مخامخ کېږي. .

 

معلومات

عامه روغتیا

په وروستیو ۱۰۰ کلونو کې په ناروې کې په عامې روغتیا کې د پام وړ ښه والی راغلی دی. د دې لامل تر ډېرې کچې دا دی، چې د هوساینې ټولنې پرمختګ کړی او لا زیاتو خلکو ته یې ښه امکانات برابر کړي دي، تر څو ښه او خوندي ژوند ولري. اوس په ناروې کې د خلکو ژوند له پخوا څخه اوږد شوی دی. زیات شمېر زاړه کسان له پخوا څخه اوس ښه روغتیا لري. دا کار د دې امکانات برابروي، چې خلک اوږد او فعاله ژوند کولای شي.