روغتیا

روحي روغتیا

روحي ناروغۍ هر څوک د ژوند په بېلابېلو پړاونو کې اغېزمن کولای شي. د روحي ناروغیو د رامنځ ته کېدو کېدای شي ډير لاملونه وي. په ژوند کې ستونزمن حالت، لکه کورنۍ ستونزې یا د کار په ځای کې ستونزې یې کیدای شي لاملونه وي. روحي ناروغۍ ځینې وخت له کړکېچ، مړینې، پېښو او یا د جګړې په حالت کې له تجربو وروسته راپېدا کېږي. ځیني کسان کیدای شي له ارثې پلوه په روحي ناروغیو اخته شي او روحي فشار یې یو پېلونکی لامل کیدای شي.

د روحي ناروغۍ په هکله د وخت په تېرېدو سره د خلکو په نظر کې بدلون راغلی دی. اوسمهال د ناروې ډیرې (اکثریت) وګړي روحي ناروغي درک کوي. ډېرې خلک په دې آند دي، چې له روحي ناروغانو سره باید د جسمي ناروغانو په څېر د روغتیايي ادارو لخوا مرسته وشي. همدارنګه خلک په دې باور (عقیده) دي، چې سړی له روحي ناروغیو څخه رغېدلای شي.

د کډوالۍ (مهاجرت) بهیر

ډیرې خلک چې یو نوي هېواد ته کډوال کېږي، د کډوالۍ (مهاجرت) روحي بهیر تجربه کوي: په لومړنۍ موده کې ژوند ښه وي او سړی د نوي هېواد په اړه مثبت نظر لري. یوه موده وروسته سړی ځان خپه احساسوي او د نوي هېواد په هکله ډیر منفي نظریات لري. د ډیرې خلکو لپاره د وخت په تېرېدو سره ژوند د ثبات حالت ته راځي.