کاري ژوند

کار او هوساینه (رفاه)

دا چې ډیر خلک په کار کې وي په دې مانا ده، چې د دولت او ښاروالیو د مالیاتو عواید لوړېږي. دا کار د ټولنې لپاره له څو لارو ګټور دی:

  • ښوونځیو، روغتیايي ادارو، لارو/سړکونو او داسې نورو لپاره پېسې ډېرېږي
  • مونږ پېسې تر لاسه کوو، چې د هوساینې (رفاه) مرستې پرې لا ښې کولای شوو.
  • دولتي لګښتونه کمېږي (د وزګارتیا پېسې، مالي مرستې او داسې نور).

د ۱۹۶۰ کلونو له وروستیو څخه را په دې خوا ناروې د نفتو هېواد دی. د نفتو هېواد یو داسې هېواد وي، چې نفت او د نفتو صنعت په کې مهم صنعت وي.

د تېلو او ګازو د تولید ګټه وټه د ټولنې په هوساینې (رفاه) لګول کېږي. د دولتي لګښتونو څلورمه برخه له همدې عوایدو څخه ورکول کېږي او پاتې نور له مالیاتو او څخه پوره کېږي.

یوازې د ټولنې لپاره ګتوره نه ده چې مونږ کار وکړو، بلکې د ټولو لویانو لپاره ښه ده چې په کار بوخت وي

کار مونږ ته راکوي:

  • مالي امکانات
  • خپلواکي او له معنی ډک ورځنی ژوند
  • ټولنیز موقف او ټولنېزې اړیکې
  • د توان او وړتیا د کارولو امکانات
  • له ټولنې سره مرسته کول او ځان ګټور احساسول

معلومات

پخواني لومړي وزیر، ینس ستولتنبرګ، د ۲۰۱۱ کال د جنوري په میاشت کې د خپلې نوي کال په وېنا کې وویل: «مونږ د یو بل د کار په وسیله ژوند کوو. هر څومره ډیر خلک چې کار وکړي، په همهغه کچه هوساینه هم ډېرېږي.»

عواید

د دولت او ښاروالیو تر ټولو مهم عایدات بېلابېل مالیات دي.
دولت او ښاروالۍ له کمپنیو/شرکتونو او اشخاصو څخه مالیات لاس ته راوړي.

ناروېژي کاري ژوند

د ناروېژي کاري ژوند په هکله لا زیات معلومات په لاندې وېب پاڼه کې لوستلای شئ kompetansenorge.no.