کاري ژوند

تاریخي پرمختګ

په ناروې کې ۱۵۰ کاله وړاندې کرنه، ځنګلداری او کب نیونه تر ټولو مهم صنعتونه وو. له هغه وخت څخه را په دې خوا ډیر بدلون راغلی دی. د ۱۸مې پېړۍ په پای کې فابریکې جوړې او زیات شمېر خلک ښارونو ته کډه شول، چې د صنعت په برخه کې کار وکړي. د ۱۹مې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې ډیر صنعتي کار ځایونه منځ ته راغلل. په ورته وخت کې یو زیات شمېر ناروېژیانو د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړل او هلته مېشت شول.

په ۱۹۵۰ کال کې ۲۰ سلنه وګړو د کرنې په برخه کې کار کاوه؛ دا شمېر اوسمهال له ۳ سلنې څخه تیټ شوی دی، خو له دې سره هم اوسمهال په ناروې کې له پخوا څخه ډیر خوراکي توکي تولېدېږي. د دې لامل دا دی، چې مونږ اوسمهال داسې ماشینونه لرو چې د کرنې کار یې آسانه او اغیزمن کړی دی.

په ناروې کې د وروستیو ۳۰ کلونو په اوږدو کې بیا هم د کار په بازار کې لوی بدلونونه رامنځ ته شوي دي. د نورو بدلونونو تر څنګ، د هغو کسانو په شمېر کې ډیر کموالی راغلی دی، چې د صنعت په برخه کې په کار بوخت دي.

کله چې د ۱۹۶۰ کلونو په پای کې په شمالي سمندر کې تېل وموندل شول، له دې څخه راوروسته تېل او ګاز د ناروېژي صنعت یوه مهمه برخه جوړوي. تېل او ګاز د ناروې د اقتصاد لپاره ډیر اهمیت لري.

نن ورځ ډېرې دندې د خدماتو په برخه کې دي، چې شاوخوا ۱،۸ میلیونه وګړي په دغه برخه کې په دندو کې بوخت دي. دا په دې مانا ده، چې که څوک غواړي په ناروې کې دنده ولري، نو په مغازه/دوکان، د روغتیايي چارو په برخه، ښوونځيو او وړکتونونو او یا د ترانسپورت په برخه کې ورته د کار چانس ډیر دی. همدارنګه ډیر خلک داسې دندې هم موندلای شي، چې د نوې معلوماتي تیکنالوجۍ له پرمختګ سره تړاو لري.