کار لټونه
که څه هم په ناروې کې د بې کارۍ کچه ټیټه ده، خو کېدای شي د خالي بستونو لپاره سیالي (رقابت) زیات وي. هغه څوک چې کار غواړي باید پخپله فعاله اوسي. دا مهمه ده چې له اړیکو او پېژندګلوي څخه ګټه پورته شي او وښودل شي، چې سړی له کار کولو سره علاقه لري. ګڼ شمېر دندې (کارونه) په انترنت او ورځپاڼو کې اعلانېږي.
کله چې څوک د خپلې خوښې کار پېدا کړي، نو باید یو غوښتنلیک او د خپلو سوانحو لنډیز (سي وي) ولیکي او د کار ځای ته يې وسپاري. له دې وروسته کېدای شي سړی د استخداموونکي لخوا مرکې (انتروي) ته راوغوښتل شي.
مرکې (انتروي) ته له ورتګ مخکې باید سړی ځان ښه چمتو کړي او د شرکت په هکله معلومات پېدا کړي. د کمپنۍ په هکله معلومات د انترنت او یا هم له یو داسې چا څخه تر لاسه کېدای شي، چې له شرکت سره پېژندګلوی لري؟
همدارنګه سړی باید پر دې هم فکر وکړي، چې بېلابېلو پوښتنو ته څه ځوابونه ورکړي. کار ورکوونکی به د څه په هکله پوښتنې کوي؟ څه ځوابونه باید ورکړل شي؟