زده کړه او مسلکي وړتیا

د ښوونځي بنسټیز ارزښتونه

فعاله زده کوونکی

د زده کړې له پوستر څخه
(د زده کړې پوستر په ناروې کې د تعلیمي نصاب یوه برخه ده. په دې کې بنسټیزه دندې، چې د ټولو ښوونځیو او د زده کړو د مؤسسو لپاره د اعتبار وړ دي، راغلي دي.)

(Utdanningsdirektoratet)

د ښوونځي زده کړه باید
د کورنۍ سره د ګډ کار (همکارۍ) له لارې، نړۍ او راتلونکي ته د زده کوونکو پر مخ دروازې پرانیزي او زده کوونکو ته یو تاریخي او کلتوري پوهه ورکړي.

  • د عیسویت او بشري میراث او دود له مخې د بنسټیزه ارزښتونو لکه، انسان او طبیعت ته درناوی، له نورو سره مینه، بښنه، برابري او یووالی، هغه ارزښتونه چې په نورو دینونو او عقایدو کې شتون لري او له بشري حقونو څخه سرچینه اخلي، وده ورکړي.
  • د ملي کلتوري میراث په هکله د پوهې او همداشان زمونږ د نړیوال کلتوري دود په هکله د پوهې د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي، او د ګڼ کلتوریزه ټولنې په هکله معلومات ورکړي، د هر چا د عقیدې درناوی وکړي،
    دیموکراسۍ، برابرۍ او په علمي توګه فکر کولو ته وده ورکړي.

    د پوهنې له قانون څخه

    د منځني  ښوونځي زده کوونکي

    په ناروېژي ټولنه کې برابري، مساوات او په آزاده توګه د هر چاد انتخاب کولو حق بنستيزه (اساسي) ارزښتونه دي. دا ارزښتونه په ښوونځي کې هم انعکاس کوي او د مکتب فعالیتونه باید ټولو زده کوونکو ته ورزده کړي، چې ټول انسانان یو شان ارزښت لري او زده کوونکي د ښوونځي په چارو اغېزه ولري؛ زده کوونکي په کم عمر کې د خپلې زده کړې مسؤلیت پر غاړه اخسیتل زده کړي. ښوونځي دنده لري، چې هر چا ته د هغې له سویې سره مناسبه زده کړه ورکړي.

    د ښوونځي موخه د داسې خپلواکه انسانانو روزنه ده، چې ښه ټولنیزه او د زده کړې وړتیا ولري.

    په یوه معاصره دیموکراسۍ کې تمه کېږي، چې وګړي پوهه او خپلواکه نظریات ولري او په ټولنیز او کاري ژوند کې فعاله وڼده واخلي. ښوونځی باید ماشومانو ته ښه عمومي پوهه ورکړي، یانې ماشومان باید د بېلابېلو موضوعګانو په هکله زده کړه وکړي. دوی باید ژبه او ریاضي زده کړي او همدارنګه د خپلې ټولنې او چاپېریال په هکله زده کړه ترلاسه کړي.

    Sښوونځي کوچنیانو ته د عمومي زده کړې تر څنګ ډیرې نورې دندې هم لري، د بېلګې په توګه، کوچنیان باید زده کړي چې:

    • په معلوماتو پسې وګرځي او د نقد په سترګه د دغه معلوماتو ارزونه وکړي.
    • د معلوماتو او شخصي ارزونې پر بنسټ خپلو نظریاتو ته بڼه ورکړي.
    • د خپلو نظریاتو په اړه استدلال وکړي
  • معلومات

    ښوونځي باید:

    • ټولو زده کوونکو ته یو شان ښه امکانات برابر کړي، تر څو زده کوونکي خپلو وړتیاوو او استعداد ته په جلا توګه او همدارنګه له نورو سره په ګده وده ورکړي.
    • د زده کړې لېوالتیا، صبر او کونجکاوۍ ته وهڅوي
    • زده کوونکي وهڅوي تر څو د زده کړې لپاره خپلې ستراتیژۍ جوړې کړي او انتقادي فکر کولو ته وده ورکړي
    • زده کوونکي د ځان پرمختګ او د خپل هویت پیاوړي کولو، د اخلاقي، ټولنېزې او کلتوري وړتیا ودې، د دیموکراسۍ درک او په دیموکراتیکه توګه ونډې اخستلو ته وهڅوي.
    • د دې آسانتیاوې برابرې کړي، چې زده کوونکي په تصمیم نیولو کې برخه واخلي او همدارنګه د پوهې له مخې زده کړه او راتلونکې دنده غوره کړي.
    • چې فزیکي او روحي ټولنیز کاري او د زده کړې چاپیریال روغتیا، خوشالي او زده کړه منځته راوړي.
    • له کورنۍ سره د همکارۍ آسانتیاوې برابرې کړي او مېندو او پلرونو ته هم مسؤلیت ورکړي.