زده کړه او مسلکي وړتیا

ویان او زده کړه

یو لوی زده کوونکی د ناروېژي کورس انځو

ټولنه په پرله پسې توګه بدلون مومي؛ تل نوی تکنالوجي رامنځ ته کېږي، چې دا کار په کاري ژوند اغېزې لري. اړینه ده، چې کارکوونکي ځانونه له تازه معلوماتو خبر او نوي شیان زده کړي.

لویان کولای شي چې یوه بالکل نوې زده کړه وکړي، پخوانۍ زده کړې ته ادامه ورکړي او یا په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې مضمونونه ونیسي تر څو د کاري ژوند له غوښتنو سره ځان برابر کړي.

ډېر تنظیموونکي لویانو ته بېلابېل کورسونه لري، لکه د ذوقي کارونو، ژبې او د وړتیا د لوړولو کورسونه. د یادو کوروسنو یوه برخه ډیرې وخت د دولت لخوا تمویلوي.

ښاروالۍ (کمونونه) لویانوته د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو او ولایت د ثانوي زده کړود وړاندې کولو مسؤلیت پر غاړه لري. هغو لویانو ته، چې د لومړني، منځني او ثانوي زدکړو حق لري، باید وړیا زده کړه برابره شي. یو زیات شمېر خصوصي ښوونځي هم شتون لري، چې لویانو ته ثانوي زده کړې وړاندې کوي.

د کار او ټولنیزو چارو اداره (Nav) هغو کسانو ته، چې د کار په لټه کې دي، د بېلابېلو کورسونو وړاندیز کوي. د دې کار موخه دا ده، چې د کورس ګډون کوونکي کار کولو ته چمتو شي. د کار او ټولنیزو چارو اداره (Nav) یې لګښتونه پوره کوي، همدارنګه د یادو کورسونو ګډون کوونکو ته پېسې هم ورکول کېږي.

معلومات

د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو زده کړو ته د لویانو حق

د اړتیا په صورت کې لویان د لومړني او منځني ښوونځي د زده کړې حق لري. یاده زده کړه وړیا ده. په دې هکله ښاروالۍ لا زیات معلومات ورکولای شي.

ثانوي زده کړو ته د لویانو حق

هغه لویان، چې لومړنی او منځنی ښوونځی یې بشپړ، خو ثانوي زده کړه یې نه وي بشپړې کړې، د ثانوي زده کړې حق لري. د ثانوي زده کړو مسؤلیت د ولایتونو دی.

د بهرنیو هېوادونو د زده کړې منل

که چیرې تاسو په بهر کې یو کسب/حرفه زده کړی وي او د دې اسناد درسره نه وي، نو کولای شئ د کسب د ازمایښت له لارې وښایاست، چې څه مو زده کړي دي. د کسب ازمایښت د لېسې په کچه د مسلکي وړتیا د ارزولو او منلو یوه طریقه ده، خو کېدای شي تاسو پرته له ښووځي ته له تللو یو کسب زده کړی وي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې انترنت پاڼه وګورئ
NOKUT