تاریخي پرمختګ
ناروې د ښوونځي او زده کړې اوږد دود لري. په ۱۷مه پېړۍ کې د دې هېواد اقتصادي حالت خورا خراب و، خو بیا هم زده کړه مهمه ګنل کېده او دا پرېکړه وشوه، چې ټول ماشومان باید د دولت په لګښت ښوونځي ته ولاړ شي.
- د ۱۷مې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د هلکانو او انجونو لپاره ښوونځی په وړیا توګه جبري شو. د دې کار موخه دا وه، چې هر څوک باید لوستل زده کړي، ترڅو وکولای شي انجیل ولولي.همداشان ټولو ته باید د عیسویت زده کړه هم ورکړل شوي وای..
- هغه مهال ښوونځي ته هره ورځ تلل دود نه و. زیات شمېر کوچنیان به یوه ورځ تر منځ او یا په کال کې یوازې څو اووني ښوونځي ته تلل.
- د وخت په تېرېدو سره په ښوونځي کې ډیر مضمونونه شامل شوو. د بېلګې په ډول، لیکل، ریاضي او سندرې ویل د ۱۸مې پېړۍ په پېل کې جبري شول.
- په ۱۹۳۶ کال کې پرېکړه وشوه، چې ټول کوچنیان باید لږ تر لږه اووه کاله ښوونځي ته ولاړ شي. له ۱۹۹۷ کال څخه را په دې خوا لس کاله ښوونځی جبری دی.
- په پارلمان کې سیاستوال د زده کړې ټول درسي نصابونه منظوروي، تر څو په دې توګه په ټول هېواد کې د ښوونځیو د درسونو منځپانګه یوشان وي.