تاریخ، جغرافیه او د ژوند کولو طریقه

د ناروې د تاریخ په هکله لنډ معلومات

 

Vikingskip

د ویکینګانو دوره

له میلاد څخه وروسته د ۸۰۰ او ۱۰۵۰ کلونو تر منځ کلونو ته د ویکینګانو دوره وایوو. د ویکیناګنو د دورې په پیل کې ناروې یو هېواد نه و، خو له ډیرو کوچنیو هېوادونو جوړ شوی و، چې هر یو خپل پاچا درلود. په ۸۷۲ کال کې ویکینګ هارالد هورفاګره (Harald Hårfagre) د ټولې ناروې پاچا شو. ډیر واکینګانو نورو هېوادونو ته سفر کاوه؛ ځینې سوداګر وو او توکي به یې پیرودل او پلورل، خو ځینې نور بیا جنګیالي وو چې غلاوې او قتلونه به یې کول. کله چې مونږ نن ورځ د واکینګانو په هکله خبرې کوو، په فکر کې مو جنګیالي وي. عیسویت ناروې ته په لسمه پیړۍ کې راغی او د پخوانۍ نورسي عقیدې ځای یې ونیو.

د دنمارک او ناروې ترمنځ اتحاد

د بورګوند د لرګیو کلیسا د ۱۳ مې پیړۍ په اوږدو کې دنمارک په ناروې کې ډیر نفوذ ترلاسه کړ او له ۱۹۳۷ کال څخه ناروې له دنمکارک او سویډن سره اتحاد درلود، چې دې اتحاد یو شریک پاچا درلود. د وخت په تیریدو سره سویډن له دغه اتحاد څخه ووت، خو د دنمارک او ناروې اتحاد تر ۱۸۱۴ کال پورې دوام وکړ. سیاست د دنمارک لخوا اداره کېده. کوپنهاګین د د دغې اتحاد کلتوري مرکز و او ناروېژیانو په دنمارکي ژبه لیک او لوست کاوه. ناروېژي بزګرو په کوپنهاګین کې پاچا ته مالیه ورکوله.

د اتحاد له منځه تلل (منحلېدل) او نوی اتحاد

۱۸۱۴ کال د ناروې په تاریخ کې یو مهم کال شمېرل کېږي. د همدې کال د می د میاشتې په ۱۷مه نېټه ناروې خپل اساسي قانون ترلاسه کړ. د ۱۸مې پیړۍ په لومړیو کې په اروپا کې یو زیات شمېر جګړې پېښې شوې. د نورو سربېره د انګلستان او فرانسې تر منځ یوه لویه جګړه وشوه. دنکمارک – ناروې د فرانسې ملاتړ کاوه او کله چې فرانسې جګړه بایلوده، نو دنمارکي پاچا مجبور شو، چې ناروې سويډن ته، چې د انګلستان ملاتړ يې کاوه، ورکړي. په ۱۸۱۴ کال کې د دنمارک او ناروې تر منځ اتحاد له منځه ولاړ. یوې برخې ناروېژیانو هیله درلوده، چې ناروې به د اتحاد د له منځه تللو وروسته یو خپلواک هېواد شي او ځیني ځواکمن خلک د اکشهوس (Akershus) ولایت په ایدسول (Eidsvoll) کې راغونډ شوو. دوی غوښتل چې د یوه خپلواک هېواد لپاره اساسي قانون ولیکي. خو سره له دې هم ناروې له سويډن سره اتحاد کولو ته اړ کړای شوه او د ۱۸۱۴ کال د نومبر په میاشت کې د ناروې او سويډن اتحاد منځته راغی. له سويډن سره اتحاد د دنمارک سره له پخواني اتحاد په پرتله نرم و. ناروې خپل اساسي قانون، له ځینو بدلونونو سره وساته او کورنۍ خپلواکي یې هم درلوده. بهرنی سیاست د سویډن لخوا ادره کېده او د دواړو هېوادونو پاچا سویډنی و. د ایدسول ودانۍ نن ورځ

ملي رومانتسيزم او ناروېژي هویت

د ۱۸ مې پیړۍ په نیمايي کې په اروپا کې د هنر او کلتور دننه یوه نوې لار منځ ته راغله، چې مونږ ورته ملي رومانتسیزم وایوو. ملي ځانګړتیاوو ته اشاره کول او د دې ځانګړتیاوو پراخول او لاپسې ښکلي کول مهم وو. په ناروې کې په ځانګړې توګه د دې هېواد په ښکلي طبیعت ټینګار کیده او د بزګرانوټولنې ته د «ځانګړی ناروېژي» ټولنې په سترګه کتل کېدل. ملي رومانتیسیزم په ادبیاتو، انځورګرۍ او موسیقي کې راڅرګند شو. دغه مهال ناروېژیان په شعوري توګه په خپل ملي هویت پوه شوو. په ګن شمېر خلکو کې په ناروېژيتوب ویاړلو (فخر کولو) وده وکړه او په پایله کې په خلکو کې د یوه خپلواکه هېواد د رامنځته کېدو هیلې پیاوړې شوې. له دنمارک سره د څو سوو کلونو له اتحاد وروسته په ناروې کې د لیک ژبه دنمارکي وه. د لیکه هغه ژبه، چې مونږ يې اوس د بوکمول په نوم پیژنو، د همدغه ژبې څخه وده کړې ده. د ملي رومانتیسیزم په دوره کې زیات شمېر خلک په دې آند وو، چې ناروېژیان باید پرته له دنمارکي ژبې یوه خپله ژبه ولري. له همدې کبله ژبپوه ایوار اوسن (Ivar Aasen) د ناروې ټولو سیمو ته سفر وکړ او د بېلابېلو لهجو نمونې يې راټولې کړې. هغه له دغو لهجو څخه د لیک یوه نوې ژبه، نینوشک (نوې ناروېژي) جوړه کړه. نینوشک او بوکمول دواړو، له ۱۸ مې پيړۍ څخه را په دې خوا زیات پرمختګ کړی دی، خو ناروې اوس هم د سامي او کوینسک ژبو تر څنګ دوه رسمي ژبې لري.

د ناروې صنعتې کېدنه

په ۱۸۸۰ کال کې د فابریکو کارکوونکي د ۱۸مې پیړۍ په نیمايي کې د ناروې د نفوس شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي په کلیوالو سیمو کې اوسېدل او په کرنه او کب نیولو کې بوخت وو. ډ زیات شمېر خلکو ژوند سخت و. د وګړو شمېر زیات شو او د ټولو خلکو لپاره کافي اندازه ځکمې او کار شتون نه درلود. په ورته وخت کې په ښارونو کې بدلونونه منځته راغلل. زیات شمېر فابریکو په کار پیل وکړ او ګن شمېر خلکو د کار د ترلاسه کولو لپاره له کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته کډه وکړه. د ډیرو کارګرو کورنیو کورنیو لپاره په ښار کې ژوند ستونزمن و. کاري ورځي اوږدې او د ژوند کولو شرایط خراب وو. کورنیو به ډیرې وخت زیات شمېر ماشومان درلودل او په یوه وړوکي اپارتمان (کور) کې د څو کورنیو اوسېدل غیر عادي نه وو. ډیرو ماشومانو هم د کورنۍ د غړیو د ژوندي پاتې کېدو لپاره په فابریکو کې کار کاوه. د ۱۸۵۰ او ۱۹۲۰ کلونو تر منځ له ۸۰۰۰۰۰ څخه زیات ناروېژیان امریکا ته کډوال شوو.

یو آزاد او خپلواک هېواد

پاچا هوکون، چې شهزاده اولاو یې په غېږ کې دی (د اوسلو موزیم، نا معلوم انځورګر/عکاس) په ۱۹۰۵ کال کې له سویډن سره اتحاد له منځه ولاړ. د ناروې د ملي شورا او په سویډن کې د پاچا تر منځ ډیره موده سیاسي اختلاف شتون درلود، او د ۱۹مې پیړۍ په پېل کې د هغو ناروېژیانو شمېر، چې غوښتل یې ناروې یو آزاد او خپلواکه هېواد شي په زیاتېدو وو. د ناروې ملي شورا د ۱۹۰۵ کال د جون د میاشتې په اوومه (۷) نېټه اعلان وکړ چې سويډني پاچا نور د ناروې پاچا نه دی او له سويډن سره اتحاد له منځه تللی دی. د دې کار په وړاندې په سویډن کې سخت غبرګون وښودل شو او نژدې وه چې د سویډن او ناروې تر منځ جګړه پېل شي. په یو کال کې د دوه ټولپوښتنو (ریفرندوم) له لارې پرېکړه وشوه، چې له سویدن سره اتحاد لغوه دی او د ناروې نوی نظام به شاهي/مشروطه وي. دنمارکي شهزاده، کارل (Carl)، د ناروې نوی پاچا غوره شو او د ناروېژي پاچا، هوکون، نوم ورته ورکړل شو. پاچا هوکون ۷ په ناروې کې له ۱۹۰۵ کال څخه تر ۱۹۵۷ کال تر مړینې پورې پاچا و.

د ۱۹مې پیړۍ لومړۍ نیمايي

د برېښنا بند د ۱۸مې پيړۍ په پای کې ناروې له اوبو څخه د برېښنا د تولیدولو لپاره ګټه پورته کول پېل کړل. د دې په پایله کې ګڼ شمېر صنعتي فابریکې جوړې شوې. کاري قوې ته اړتیا مخ په زیاتېدو شوه او ښارونه په لوېدو شوو. د یوه جلا قانون له مخې د برېښنا بندونه د خصوصي سکتور لخوا جوړ شوو، خو د اوبو منابع د دولت ملکیت پاتې شو. په ۱۹۱۴- ۱۹۱۸ کلونو کې په اروپا کې لومړۍ نړیواله جګړه روانه وه. ناروې په دې جګړه کې په فعاله توګه ښکېل نه وه، خو د جګړې اقتصادي اغیزې دلته هم د پام وړ وې. په ۱۹۳۰ کلونو کې په اروپا او شمالي امریکا کې اقتصادي کړکېچ (بحران) و. ډیرو خلکو خپلې دندې او کورونه له لاس ورکړل. که څه هم په ناروې کې حالت د نورو هېوادونو په څیر سخت نه و، خو مونږ بیا هم دغه کلونه «۳۰ سخت کلونه» یادوو.

دویمه نړېواله جګړه ۱۹۳۹/۱۹۴۰- ۱۹۴۵

د ناروې ملي شورا (پارلمان) له آلماني بیرغ سره ۱۹۴۰-۴۵، (اوسلو موزیم، نا معلومه عکاس) دویمه نړیواله جګړه د ۱۹۳۹ کال د سپتمبر په میاشت کې، کله چې آلمان پولنډ اشغال کړ، پېل شوه. ناروې د ۱۹۴۰ کال د اپریل د میاشتې په ۹مه نېټه د آلماني ځواکونو لخوا ونیول شوه. په ناروې کې جګړې یوازې یو څو ورځو دوام وکړ او په پایله کې یې دا هېواد تسلیم شو. پاچا او حکومت انګلستان ته وتښتېدل او له هغه ځای څخه یې د یوې آزادې ناروې لپاره مبارزې ته رکړ. ناروې هغه مهال په دیموکراتیکه توګه د یو ټاکل شوي حکومت له خوا نه، بلکې د آلمان ملاتړي حکومت لخوا، چې مشري يې ویدکون کویشلنګ (Vidkun Quisling) کوله، اداره کېدله. که څه هم د ناروې په خاوره کې زیات شمېر مخامخ جکړې نه وې، خو د مقاومت ډیرو ډلو شتون درلود، چې سبوتاژ (وران کاري) به یې کاوه، ناقانونه ورځپانې به یې خپرولې، مدني سرغړونې (نافرمانۍ) ته یې سازمان ورکاوه او همدارنګه یې د آلمان د اشغالي قوت پر ړواندې مقاومت ترسره کولو. ګڼ شمېر هغه کسان، چې د مقاومت په ګروپونو/ډلو کې یې ګډون درلود، تېښتې ته اړ شوو. د دویمې نړیوالې جګړې په اږدو کې شاوخوا ۵۰۰۰۰ ناروېژیان سویډن ته وتښتېدل. د وخت په تېرېدو سره جرمنیانو په ډیرو جبهو کې ماتې وخوړه او د ۱۹۴۵ کال د می په میاشت کې تسلیمېدو ته اړ شوو. د جګړې په پایله کې شاوخوا ۹۵۰۰ ناروېژیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ناروې په معاصر وخت کې

د تېلو پلاتفورم له جګړې وروسته هېواد بیا رغونې ته اړتیا درلوده. د توکو (موادو) کمښت زیات او د خلکو لپاره په کافي اندازه استوګنځایونو شتون نه درلود. د چټکې بیارغونې لپاره ګډکار (همکارۍ) او یو موټي کېدو ته اړتیا وه. دولت اقتصاد او لګښتونه په کلکه توګه تنظیمول. له جګړې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان منځ ته راغي. د ملګرو ملتونو د سازمان لومړني موخه په نړۍ کې د سولې او عدالت لپاره کار کول دي. د ۱۹۴۵ کال د نومبر په میاشت کې ناروې د لومړنیو هېوادونو له ډلې څخه وه چې د یاد سازمان غړیتوب یې تر لاسه کړ. له جګړې وروسته د امریکا متحده ایالاتو اروپايي هېوادونو ته د مالي مرستې وړاندیز وکړ. دغه مالي مرسته د مارشال پلان په نوم شهرت لري او له ترلاسه کوونکو هېوادونو څخه یې مالي او سیاسي غوښتنې درلودې. ناروې شاوخوا درې ملیارده کرونه مرسته ترلاسه کړه. په ۱۹۴۹ کال کې ناروې او یولس نورو هېوادونو د اتلانتیک تړون لاسلیک کړ. د یاد تړون لاسلیک د شمالي اتلانتیک د دفاعي سازمان، ناټو، د جوړېدو لامل شو. د لویدیځې اروپا او امریکا متحده ایالاتو تر منځ نږدې اړیکې تر نن ورځې دوام لري. په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې د ناروې اقتصاد په نسبي توګه ښه و او دولت د خلکو دژوند د ښه کېدو په موخه ګڼ شمېر اصلاحات تر سره کړل. په ۶۰ مو کلونو کې ګڼ شمېر کمپنیو غوښتل چې د ناروې له ساحل د باندې په نفتو او ګازو پسې لټون وکړي. د نفتو او ګازو سرچینې، لکه ۵۰ کاله مخکې د اوبو برېښنا په څېر، د دولت ملکیت پاتې شوې، خو خصوصي کمپنیو کولای شول، چې په محدودو سیمو کې د محدود وخت لپاره د نفت او ګازو د لټون، برمه کولو او راویستلو (استخراج) حقوق وپېري. د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۹ کال کې په شمالي بحیره کې تېل وموندل شول، او له همدې راوروسته ناروې د تیلو په هېواد بدل شوه. اوسمهال ناروې د هغو هېوادونو په کتار کې ده، چې تر ټولو زیات تیل صادروي او د تیلو صنعت د ناروې د اقتصاد لپاره زیات اهمیت لري. همدارنګه ولسي خوځښتونو هم د معاصرې ناروې په پرمختګ کې لوی رول لوبولی دی. په ځانکړې توګه د کارګرانو او ښځو خوځښتونو مرکزي رول لوبولی دی. د کارګرانو د خوځښت ریښې ۱۶مې پېړۍ ته رسېږي، خو په ۱۸۸۰ کلونو کې، کله چې په صنعتي فابریکو کې ډیرو خلکو ته کارونه پیدا شول، دا خوځښت هم ورسره منظم شو. له ۱۹۲۰ کلونو څخه یاد خوځښت لا ډیر نفوذ پیدا کړ. د کارګرانو خوځښت د کارګرانو لپاره د ښو شرایطو، لکه د لنډو کاري ورځو، په کاري چاپېریال کې د خوندیتوب ښو شرایطو، د ناروغۍ بیمې او د وزګارۍ پر مهال د مالي مرستې د حق لپاره هلې ځلې کړې دي. د ښځو خوځښت (غورځنګ) په ټولنه کې د ښځو د حقونو، د نارینه وو او ښځینه وو تر منځ د برابرۍ او همدارنګه د نارینه وو او ښځو لپاره د یو شان امکاناتو لپاره هلې ځلې کړي دي. همداشان د طلاق اخیستلو، د اولاد د کېدلو د مخنیوي، ماشوم زیانونې او ښځو ته د خپل وجود په اړه د تصمیم نیولو حق هم د ښځو د خوځښت لپاره مهمې موضوعګانې وې. نن ورځ ښځې او نارینه د زده کړې، کار، جایداد، میراث، درملو او ښې روغتیا لپاره یو شان حقونه لري.

Fakta

ناروې نن ورځ

نن ورځ په ناروې کې یوه مدرنه دیموکراسي ده، چې د هوساینې کچه په کې لوړه ده. په ناروې کې ډېرې خلک ښه اقتصاد او په نسبي توګه لوړې زده کړې لري. ښځې او نارینه دواړه کار کوي. ټولنه د یو لړ قوانینو او موافقه لیکونو له لارې اداره کېږي، چې د وګړو زده کړه، روغتیايي مرسته او له اړتیا سره سمه مالي مرسته تامینوي.

په وروستیو لسیزو کې د تیکنالوژۍ او کمپیوټر په برخه کې ډیر پرمختګونه شوي دي، چې په ناروېژي ټولنه یې هم اغېزه کړې ده. له یادو پرمختګونو سره کارځایونه منځ ته راغلي دي، په دندو کې بدلون راځي او همداراز د زیات شمېر خلکو په شخصي ژوند کې هم بدلون راځي.

په وروستو لسیزو کې ناروې یو ګڼ کلتوریزه او متنوع ټولنه شوې ده.

LØS OPPGAVENE