ټول خلک په کار کې!

ټول خلک په کار کې!

دا یوه موخه ده، چې تول خلک کار ولري. په ناروې کې د وزګارتیا (بې کارۍ) کچه په نسبي توګه ټيټه ده، یانې شاوخوا ۴،۳ سلنه وګړي په پوره توګه او یا یوه اندازه وزګار دي (د ۲۰۱۵ کال جولای). د ناروې دولت هر کال په تدابیرو ډیر لګښتونه کوي تر څو کارځایونه وساتل شي. دلته د یادو تدابیرو ځیني بېلکې دي:

  • دولت کولای شي له هغو کمپنیو سره مالي مرسته وکړي، چې له ستونزو سره مخامخ وي، تر څو یادې کمپنۍ له منځه ولاړې نشي او یا خلک له کاره و نه باسي.
  • چارواکي د خلکو په معاشونو باندې د معاشونو په هکله د خبرو اترو او د بانکي ګټې (سود) له لارې اغېزه درلودلای شي.
  • دولت د کمپنیو مالیات کمولای شي
  • دولت په دولتي سکتور کې په کارګمارنه اغېزه کولای شي. اوسمهال شاوخوا ۷۵۰۰۰۰ خلک په دولتي سکتور کې دنده تر سره کوي.
  • دا شونې ده، چې د کار وخت او یا د تقاعد اخیستلو عمر راټيت کړای شي.

Nav

دولت د کار او ټولنیزو چارو د ادارې (ناو) له لارې د کارموندني په ډول ډول کورسونو باندې زیات لګښت کوي. دا ډول کورسونه ګډون کوونکي کار کولو ته چمتو کوي.
د دې تر څنګ د یادو کورسونو ګډون کوونکو ته د وزګارتیا پیسې او یا انفرادي مالي مرسته ورکول کېږي.
د کار او ټولنیزو چارو اداره کولای شي معاش سبسایډي کړي، یانې دوی له یوه استخداموونکي سره د یوې مودې لپاره په شریکه د معاش لګښتونه ورکوي، که چېرې دا کار د دې لامل کېږي، چې کار لټوونکي ته ثابت کار ورکول کېږي او یا د لنډمهال لپاره استخدامېږي. د کار او ټولنیزو چارو اداره (ناو) له ګڼ شمېر استخداموونکو (کار ورکوونکو) سره د شاملوونکي کاري ژوند (IA-avtalen) په هکله د یوې موافقې په اړه همکاري کوي. د یادې موافقې موخه دا ده چې

  • دولت او استخداموونکی باید دې ته لاره هواره کړي، چې اوږدمهاله ناروغان بیرته په کار شي.
  • دولت او استخداموونکي باید دې ته لاره هواره کړي، چې معیوبین په آسانۍ سره وکولای شي کار وکړي.
  • د ډیر عمر لرونکي کارګران باید وکړای شي، چې ډیره موده په کار کې پاتې شي.

روې ته ټولو نویو راغلو کډوالو ته د خپلې استوګنې د ښاروالیو لخوا د کار او زده کړو ته د چمتو کولو په پروګرام (انترودوکشون پروګرام) کې د ګډون وړاندیز کېږي. هغه کسان چې د انترودوکشون په پروګرام کې ګډون کوي، د ناروېژي ژبې او ټولنپوهنې وړیا زده کړه تر لاسه کوي.
د یاد پروګرام په اوږدو کې زیات شمېر ګډون کوونکي د ژبې او کار د زده کولو لپاره په بېلابېلو کمپنیو کې عملي کار (پراکسیس) کوي. د انترودوکشون پروګرام موخه دا ده، چې ګډون کوونکي کار کولو ته چمتو شي او یا زده کړو ته ادامه ورکړي. په معموله توګه د انترودوکشون پروګرام دوه کاله ټوله ورځ دوام کوي او کډون کوونکي مالي مرسته ترلاسه کوي.
هغه کسان چې اوږد مهال وزګار (بې کاره) پاتې شوي وي او ټولنیزې مالي مرستې (سوسیال) ته اړتیا لري، کولای شي د کار او ټولنیزو چارو د ادارې (ناو) لخوا د وړتیا لوړولو په پروګرام (kvalifiseringsprogram) کې ګډون وکړي. یاد پروګرام باید هر ګډون کوونکي ته مناسبه زده کړه او کاري روزنه ورکړي، تر څو ګډون کوونکي وکولای شي په آسانۍ سره په کار شي.
د وړتیا د لوړولو پروګرام (kvalifiseringsprogram) په معموله توګه پوره وخت یو کال دوام کوي او ګډون کوونکي د وړتیا لوړولو د پروګرام مالي مرسته ترلاسه کوي.
که چیرې د یو شرکت کارکوونکي په لوست، لیک، ریاضي او کمپیوټر کې لا زیاتې زده کړې ته اړتیا ولري، شرکتونه د دې موخې په منظور د کورسونو د پر لاره اچولو لپاره مالي مرسته تر لاسه کولای شي. په دې توګه کارګران وړتیا پېدا کوي چې په خپل کار کې پاتې شي او همداشان نورو کارونو ته غوښتنلیکونه وړاندې کړي.