سیاسي ګډون

دا فلم وګورئ
سیاسي ګډون

هر هغه سړی چې په دیمکراتیکو ټولنو کې ژوند کوي، دا مسؤلیت لري چې د دیمکراتیکو فعالیتونو په اړه ډاډ ترلاسه کړي. دا مهمه ده چې خلک فعال و اوسي او د ورځنیو پېښو په اړه ځان خبر کړي. دا هم مهمه ده چې هرسړی خپله نظر لري، او د بیانولو حق یې لري.
په ناروې کې ځوانان تر پخوا ډېر په سیاست کې فعال دي. د ځوانو رایه اچوونکو کچه له 2007 نه تر 2011 پورې تر لس سلنه لوړه شوې ده او تر پخوا لوړه شوې ده. همدارنګه په سیاسي موسسو کې د ځوانانو د ګډون کچه هم لوړه شوې ده.
په هغو بېلابېلو بنسټونو کې غړیتوب اخیستل چې د دیمکرسۍ په بېلابېلو برخو کې لکه مباحثه، د رهبرۍ یا مشرتابه فعالیتونه، ټاکنې او رایې اچونې په برخه کې فعالیت لري.
غیر رسمي سیاسي مشارکت
د لاسلیک اخیستو کمپاین، په ټولنیزو رسنیو کې تظاهرات او بحثونه
رسمي سیاسي مشارکت
په یوه سیاسي حزب کې د موضوعاتو تریجول یا په تاکنیزو منډو ترړو کې مشارکت
یو بل سره مباحثه وکړئ

- د سیاست واقعي معنا څه ده؟
- آیا په هغه هېواد کې چې تاسو ژوند کوئ د خلکو لپاره په سیاست کې دخیل پاتې کېدل مهم دي؟
- آیا ستاسو په آند په سیاست کې دخیل پاتې کېدل مهم دي؟ ولې او ولې نه؟
- آیا تاسو کله په کومه سیاسي ډله یا سیاسي حزب کې غړیتوب اخیستی؟
- په سیاست کې د دخیل پاتې کېدو او د دغو دخالت د اغېزو په اړه بحث وکړئ.
- څنګه کولای شئ د خپلې سیمې په سیاسي جریانونو کې فعاله واوسئ؟
کاري (Kari): نن صبا ډېری سیاسیتوالان غواړي چې د ښار په کچه د ترافیکې ستونزو لپاره د تسهیلاتو یوه کړۍ رامنځ ته کړي.
ماري (Marie): نه زه تاسره موافقه نه یم. خلک په پراخه کچه له موټرونو څخه استفاده کوي چې دغه کار د هوا د ککړتیا لامل کېږي. موږ اړتیا لرو چې وړکتون او کار ته لاړ شو سربېره پردې د پېر په موخه له کوره ووزو!
ماري (Marie): هو، خو دا چې ښاروالي له ترافیکې تسهیلاتو څخهه پیسې ترلاسه کوي کولای شي غوره د ملي بس خدمات وړاندې کړي.
کاري (Kari): دا به لاهم ډېر وخت ونیسي چې خلک د موټر په ځای په بسونو کې سفر وکړي. او ولې زه باید نورو خلکو ته پیسې ورکړم ترڅو ملي بس کې سفر وکړم؟
ماري (Marie): ځکه چې پاکه هوا د هر چا لپاره غوره ده.
- د کاري (Kari) او ماري (Marie) د مکالمې په اړه بحث وکړئ.
- کاري (Kari) څه کولای شي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې خبره یې اورېدل کېږي؟
- کاري (Marie) څه کولای شي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې خبره یې اورېدل کېږي؟
- آیا د سیمې په کچه نور موضوعات هم شته ترڅو د ترافیکي خدماتو د تسهیلاتو په ځای په هغې کې دخیل شئ؟

جمله بشپړه کړئ
په دیمکرتیکه ټولنه کې دا مهمه ده چې وګړي یې...
جمله بشپړه کړئ
په ناروې کې ځوانان...
سم ځواب انتخاب کړئ
په سیاست کې د غیر رسمي ګډن مثالونه کوم دي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
معمولاً تاسو په سیاسي موسسو کې د مشارکت له لارې د کومو مواردو سره بلدیا پیدا کوئ؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟