ټاکنې او سیاسي احزاب
ټاکنې او سیاسي احزاب
په ناروې کې هر دوه کاله وروسته سیاسي ټاکنې کیږي. دوه ډوله ټاکنې کېږي چې عبارت دي له عمومي ټاکنو او محلي ټاکنو چې د ولسوالیو او ښاروالیو په کچه ترسره کېږي.
سیاسي ګوندونه په خپل منځي ناستو کې ګډه اعلامیه خپروي. د اعلامیې په ترڅ کې ویل کېږي چې هغوی به د خپل ټاکنیز کمپائن له مخې کومو موضوعاتو ته لومړیتوب ورکوي، د مثال په ډول، د راتلونکو څلورو کلونو لپاره.
په ناروې کې ټاکنې په پټو رایو ترسره کیږي. د دې معنی دا ده چې موږ اړتیا نلرو نورو خلکو ته ووایو چې موږ کوم ګوند ته رایه ورکوو. د یوې کورنۍ خلک اکثر مختلف ګوندونو ته رایه ورکوي. دا مهمه ده چې تاسو په دې اړه آزاد نظر ولرئ چې د کوم ګوند ملاتړ کوئ.
د رایې ورکول حق
- په ناروې کې د رایې ورکولو عمر 18 کاله دی.
- تاسو باید د ناروې تبعه اوسئ چې په عمومي ټاکنو کې رایه ورکړئ.
- د ښاروالۍ او ولسوالیو د شورا ګانو ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره، تاسو باید په تیرو دریو کلونو کې په ناروې کې ژوند کړی وي.
- په ناروې کې نارینه و په 1898 کې د رایې حق درلود، پداسې حال کې چې میرمنو بیا په 1913کې په عامه ټاکنو کې د رایې له حق څخه برخمنې شوې.
سیاسي ګوندونه
په ناروې کې شاوخوا شل مختلف سیاسي ګوندونه او په ټاکنو کې د انتخاب کولو لپاره ډیری بدیلونه شتون لري.
موږ کولی شو لوی ګوندونه له "سوسیالیست" ګوند څخه تر "محافظه کار" ګوند پورې په لاندې ډول درجه بندي کړو:
یو بل سره مباحثه وکړئ
- په هغه هیوادونو کې چې تاسو یې پیژنئ سیاسي ټاکنې څنګه ترسره کیږي؟
- ایا تاسو فکر کوئ چې په سیاسي ټاکنو کې رایه ورکول مهم دي؟ ولې او ولې نه؟
- تاسو په ناروې کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو په اړه څومره پوهېږئ؟
- تاسو د سیاسي ګوندونو په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره څه کولی شئ او دوی د څه لپاره کار کوي؟
- د ناروې لومړی وزیر څه نومېږي؟ هغه د کوم سیاسي ګوند استازیتوب کوي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
په ناروې کې څو ځله سیاسي ټاکنې کیږي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
په ناروې کې په سري ډول د ټاکنو ترسره کول څه مانا لري؟
سم ځواب انتخاب کړئ
په ناروې کې څومره سیاسي ګوندونه شتون لري؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
په انځور باندې کلېک وکړئ
د محافظه کار ګوند سره نيږدې په حلقه کلیک وکړئ.
په انځور باندې کلېک وکړئ
د سوسیالیست ګوندونو سره نيږدې په حلقه کلیک وکړئ.