بشري حقونه

Lærerinnhold

Tips til undervisningen

Læreren må sjekke hvilket forhold deltakerne har til FN og menneskerettigheter.

Hvilke menneskerettigheter kjenner deltakerne til? Om det passer, diskuter deltakernes hjemland og menneskerettigheter.

Tips til undervisninga

Læraren må finne ut kva deltakarane veit og tenkjer om FN og menneskerettane.

Kva for menneskerettar kjenner deltakarane til? Om det passar, diskuter menneskerettar og heimlanda til deltakarane.

Læreplan

Grunnleggende ferdigheter

Digitale ferdigheter
Muntlige ferdigheter

Tverrfaglige tema

Demokrati og medborgerskap

Læreplan i samfunnskunnskap for voksne innvandrere etter integreringsloven

samtale om menneskerettigheter som ytringsfrihet og vern mot diskriminering

Kjerneelement

Demokratiforståelse og deltakelse

Læringsaktivitet

Muntlig aktivitet

بشري حقونه

Illustrasjonsfoto.
GettyImages

بشري حقونه نړیوال حقونه دي. دا هغه حقونه دي چې موږ ټول یې د انسانانو په توګه لرو - نه دا چې موږ د نړۍ په یوه برخه کې ژوند کوو یا په یو ځانګړي مذهب یا توکم پورې اړه لرو. له همدې امله موږ بشري حقونه نړیوال حقونه بولو.

ملګرو ملتونو په 1948 کال کې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړه. د ملګرو ملتونو ټولو 193 غړو هېوادونو دغه اعلامیه تائید کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې لویې برخې د ناروې په قوانینو کې شاملې دي.

د نورو شیانو ترڅنګ د بشري حقونو اعلامیه وايي چې:

  • هرڅوک آزاد زیږیدلی او په انساني کرامت او حقونو کې مساوي دی
  • هرڅوک د جنس، مذهب، نژاد، سیاسي نظر، قومیت او نورو په پام کې نیولو پرته یو شان بشري حقونه لري.
  • هر څوک د فردي ازادۍ او امنیت حق لري
  • هر ډول شکنجه او ډبول غیر قانوني عمل ګڼل کېږي
  • هرڅوک باید فردي مصؤنیت ولري
  • هرڅوک حق لري چې د پټو رایو په ورکولو سره په آزادو ټاکنو کې د رایې ورکولو له لارې د خپل هیواد په سیاسي وضعیت کې ونډه ولري.

یو بل سره مباحثه وکړئ

  • ایا تاسو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې سره بلد یاست؟
  • ایا تاسو فکر کوئ چې د بشري حقونو اعالمیه په ټوله نړۍ کې د خلکو د ژوند په شرایطو کې کوم اغیز لري؟
  • ایا د نړۍ ټول هیوادونه په علامینه کې د ټاکل شويو احکامو سره مطابقت لري؟

سم ځواب انتخاب کړئ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیواله اعلامیه څه وخت تصویب شوه؟

سم ځواب انتخاب کړئ

بشري حقونه په کومو کسانو د تطبیق وړ دي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

کوم بدیل د بشر حق نه ګڼل کېږي؟

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

موږ وایو چې بشري حقونه نړیوال دي.
موږ وايو چې بشري حقونه نيمګړي دي.
موږ وایو چې بشري حقونه یو شان دي.

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیواله اعلامیه په 1948 کې تصویب شوه.
ټول خلک یو شان بشري حقونه لري.
د بشري حقونو قانون وايي چې شکنجه کېدای شي په ځینو حالاتو کې قانوني وي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اعلامیې لویه برخه د ناروې په قانون کې شامله شوې ده.
د بشری حقونو له نظره، ټاکنې باید په ازاده توګه ترسره شی، او یو کس دا حق لري چې ووایی چې چا ته یې رایه ورکړې ده.