د کار موندنې لارې چارې

Lærerinnhold

Tips til undervisningen

Det er vanlig å starte arbeidslivet sitt i Norge med vikariater, engasjementer, småjobber, osv.

Det er viktig å snakke om hva nettverk har å si, både for det sosiale sin del, men også for å få jobb. Diskuter hvordan man kan få flere mennesker i nettverket sitt. Fungerer dette på ulike måter i Norge og i deltakernes hjemland?

Tips til undervisninga

Det er vanleg å starte arbeidslivet sitt i Noreg med vikariat, engasjement, småjobbar osv.

Det er viktig å snakke om kva nettverk har å seie, både for det sosiale sin del, men òg for å få jobb. Diskuter korleis ein kan få fleire menneske i nettverket sitt. Fungerer dette på ulike måtar i Noreg og i heimlanda til deltakarane?

Læreplan

Grunnleggende ferdigheter

Digitale ferdigheter
Muntlige ferdigheter

Tverrfaglige tema

Demokrati og medborgerskap

Læreplan i samfunnskunnskap for voksne innvandrere etter integreringsloven

bruke kunnskap om arbeidslivet til å ta hensiktsmessige valg knyttet til opplæring, utdanning og arbeid

Kjerneelement

Individ og fellesskap

Læringsaktivitet

Muntlig aktivitet

د کار موندنې لارې چارې

Et nærbilde av en manns hender som skriver på en PC. På PC-en ser vi en CV. Mannen søker jobber. Foto
GettyImages

کله چې تاسو په ناروې کې دنده لټوئ، نو تاسو ګڼ شمېر لاندې انتخابونه لرئ:

  • له خپلو شبکو څخه استفاده وکړئ
  • انټرنټ: nav.no او finn.no
  • د کار موندنې اړونده مراجع

ډېری کار کوونکي پدې آند دي چې مراجع یا سپارښتنې مهمې دي. وروسته دوی کولای شئ له پخوانیو کار ګومارونکو څخه د کار کوونکو د فعالیت په اړه پوښتنه وکړي.

په ناروې کې د لومړي ځل لپاره کار پیدا کول کېدای شي یو څه ستونزمن وي ځکه ښائي تاسو هلته د مراجعو او شبکو لخوا و نه پېژندل شئ. نو له همدې امله ښائي دا یوه غوره مفکوره و اوسي چې په یوه کار ځای کې د تجربې ترلاسه کولو په موخه د یوې مودې لپاره عملي کار وکړئ او یو څه کورسونه ووایئ. عملي روزنه او د ګڼ شمېر کسبونه زده کړه تاسو ته دا موقعه برابروي چې خپلې ارتباطي شبکې او اړونده مراجع یا سپارښتنې قوي کړئ.

داسې ویل کېږي چې په ناروې کې له 60 تر 80 سلنې دندې له اعلان یا داوطلبۍ پرته موندل کېږي، خو د خلکو د شبکو له لارې اشغال کېږي. ستاسو شبکې هغه خلک دي چې تاسو ورسره پېژنئ، وینئ یې او ورسره په اړیکه کې یاست. ستاسو په شبکه کې کېدی شي، کورنۍ، دوستان، ملګري، دوستان، آشنایان، همکاران، ګاونډیان ښوونکي او د دوسیې مسؤلین شامل وي.

یو بل سره مباحثه وکړئ

  • ستاسو په هېواد کې خلک معمولاً څنګه کار پیدا کوي؟
  • په ناروې کې د کار موندنې د بېلابېلو لارو چارو په اړه خبرې وکړئ.
  • مخکې له دې چې ناروې ته راشئ، ستاسو ارتباطي شبکه کې کوم کسان شامل وو؟ دمګړئ ستاسو په شبکه کې کوم کسان شته؟
  • آیا تاسو په ناروې کې یوې لویې ارتباطي شبکې ته اړتیا لرئ؟ د خپلې ارتباطي شبکې د پراخولو لپاره څه کوئ؟

سم ځواب انتخاب کړئ

مرجع یا سپارښتنه څه ته وایي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

ارتباطي شبکه څه ته ویي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

آیا په ناروې کې د کار اعلانول یوه عامه موضوع ده؟

سم ځواب انتخاب کړئ

کله چې تاسو دنده پیدا کوئ نو پدې برخه کې تر ټولو مشهوره وېبپاڼه کومه ده؟

finn.no او regjeringen.no
nav.no او finn.no
stortinget.no او nav.no

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

تاسو باید د دندې پیدا کولو پرمهال له خپلې ارتباطي شبکې څخه کار واخلئ.
تاسو کولای شئ په nav.no او finn.no دنده پیدا کړئ.
مرجع یا سپارښتنه د کورنۍ هغه غړي ته ویل کېږي چې ستاسو د کاري تجربې په اړه ستاسو سپارښتنه کوي.
د دې سپارښتنه نه کېږي چې د کاري تجربې د ترلاسه کولو په موخه په یوه کاري محیط کې انټرنشیپ یا کاري تجربه ولرئ.
ګڼ شمېر دندې هیڅکله نه اعلانیږي.