د غاښونو روغتیا
دا فلم وګورئ
د غاښونو روغتیا
- ماشومان او ځوانان خلک د غاښونو منظم کتنو لپاره د عامه غاښونو روغتیایی خدمت کې بلل کیږي تر هغه چې دوی 19 کلن وي. د دغې معاینې مصارف عامه ادارې تادیه کوي.
- بالغ ځوانان د غاښونو اړونده عامه طبي خدماتو په برخه کې د خپلو غاښونو د درملنې 25 مصارف په غاړه اخلي چې متباقي 75 سلنه نور خدمات یې حکومت په غاړه اخلي.
- د دې څخه مشران بالغان د غاښونو درملنې لپاره بشپړ نرخ ورکوي.
- تنکي خوانان باید د غاښونو د یوه خصوصي ډاکټر سره خپل ملاقاتونه یا لیدژمنې چمتوکړي. په کال کې یو ځال معاینه کول یو عام کار دی.
- که چېرې یو ماشوم یا تنکی ځوان د غاښونو تحکیم کارۍ ته اړتیا ولري، نو د هغه والدی باید یوازې د مصارفو یو برخه تادیه کړي.
د ماشومانو د غاښونو روغتیا
والدېن د خپلو ماشومانو د غاښونو د روغتیا مسؤل ګڼل کېږي. خواږه د غاښونو روغتیا ته زیان رسوي. ګڼ شمېر هغه شیان چې موږ تاسو یې خورو او څښو یې خواږه لري، لکه چاکلېټ، بیسکوېټ، ګاز لورنکي نوشابې، کدو، کېک، او شیرني. هر سړی باید په ورځ کې دوه ځله سهار او ماښام خپل غاښونه بورس کړي. کمزوري شیري غاښونه ښائي هغو غاښونو ته وویل شي چې د ماشومانو نوي شیري غاښونه هم کمزوري دي. له همدې امله دا مهمه ده چې په کم عمر کې د ماشوم د غاښونو روغتیا ته پاملرنه وکړي.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- د غاښونو د غوره روغتیا په اړه بحث وکړئ.
- ستاسو په آند، څو ځله باید سړی د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وکړي؟
- تاسو پدې اړه څه فکر لرئ چې د ماشومانو د غاښونو د روغتیا مصارف د دولت لخوا تادیه کېږي، خو د نویو ځوانانو لپاره بیا دا امتیاز نشته؟
- په ناروې کې دا یو رواج دی چې کله د ماشومانو شیري غاښ لوېږي نو په یو ګلاس اوبو کې یې اچوي. د غاښونو پېری راځي د شپې په یاد ګلاس کې پیسې اچوي. آیا د کوم بل ورته رواج په اړه معلومات لرئ؟
جمله بشپړه کړئ
ماشومان او تنکي ځوانان تر لاندې عمرونو پورې د غاښونو د معاینې په موخه دعوت کېږي...
سم ځواب انتخاب کړئ
خپل غاښونه باید څو ځله بورس کړئ؟
سم ځواب انتخاب کړئ
د غاښونو د خدماتو مصارف څوک تادیه کوي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
تنکي یا بالغ ځوانان د خپلو غاښونو د روغتیایي خدماتو لپاره څومره تادیه کوي
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟