د ښخو جنسي غړي پرېکول

Læreplan

Grunnleggende ferdigheter

Muntlige ferdigheter
Digitale ferdigheter

Tverrfaglige tema

Folkehelse og livsmestring

Læreplan i samfunnskunnskap for voksne innvandrere etter integreringsloven

samtale om hva negativ sosial kontroll, vold i nære relasjoner, tvangsekteskap og kjønnslemlestelse er, om juridiske og personlige konsekvenser av dette, og om aktuelle hjelpetilbud

Kjerneelement

Individ og fellesskap

Læringsaktivitet

Muntlig aktivitet

د ښخو جنسي غړي پرېکول

د ښځینه و د تناسلي آلې پرې کول، یا د ښځینه ختنه کول، یوه پروسه ده چې د غیر معالجوي دلیلونو له امله دهغوی د جنین خارجي برخې زیانمنوي یا یې لرې کوي. دا کار د زیانونو حد په پام کې نیولو پرته د ښځو د ختنه کولو په توګه ګڼل کیږي. په ناروې کې د ښځو سنت/ختنه کول یو غیر قانوني عمل دی. د ښځو ختنه کول زيان رسونکی کار دی او کېدی شي نجلۍ ته د ټول عمر لپاره زيان ورسوي.

په ناروېجي ټولنه کې د جنسونو ترمینځ مساوات یو مهم ارزښت دی. دا داسې یوه موضوع ده چې هرڅوک کولی شي د خپل بدن په اړه پرېکړه وکړي. د ښځو د تناسلي آلې لرې کول له دغو ارزښتونه سرغړونه ده. دا کار له نړیوالو کنوانسیونو هم سرغړونه ګڼل کېږي. دا په ځینو هغو هیوادونو کې هم غیرقانوني دي چیرې چې دا کار ترسره کیږي.

  • دا غیرقانوني ده چې په قصدي ډول د انجلۍ یا میرمنې تناسلي آلې ته زیان ورسوي.
  • د نجلۍ یا ښځې د تناسلي آلې په پرې کولو کې مرسته کول غیر قانوني کار دی.
  • دا غیرقانوني ده چې یوه نجلۍ له ناروې څخه وباسئ او په بهر کې د هغې تناسلي آلې ته زیان ورسوئ.
  • حتی که نجلۍ یا ښځه سنت/ختنې ته راضي هم وي، دا کار بیا هم غیر قانوني دی.
  • همدارنګه دا هم یو غیر قانوني کار دی چې د یوې ښځی پرې کړل شوی تناسلي آلې بېرته بحال کړئ يا يۍ بېرته روغ کړئ.
  • له دغه قانون څخه سرغړونه تر شپږو کلونو پورې د بند سزا ده.
  • د ښځینه تناسلي آلې د خرابیدو په قضیو کې، سزا تر 15 کلونو پورې د بند سزا کیدی شي.
  • په ډیری مسلکونو او مذهبي ټولنو کې مسلکیان دنده لري چې د ښځو د تناسلي آلې د پرې کولو مخه ونیسي. د دغه کار یعنې له ختنې څخه د مخنیوي په موخه د خپل مسؤلیت سر ته نه رسول له قانون څخه سرغړونه ده او کېدی شي تر یوه کال بند پورې سزا ولري.

منبع: Lovdata

هغه څوک چې د خطر یا د ښځینه د تناسلي آله د پرې کېدو د ګواښ سره مخ وي، کولی شي له لاندې څخه مرسته وغواړي:

  • له منظم GP یا عمومي ډاکټر څخه
  • له روغتیایی مرکز څخه
  • له پولیسو څخه
  • د جبري ودونو د مخنیوي، د ښځینه و د تناسلي آلې له پرې کېدو د مخنیوي او ناوړه ټولنیزو محدودیتونو په برخه کې د متخصص ټیم د تلفون شمېره: 478 090 50
  • د سره صلیب تلفون:815 55 201
  • که تاسو په بهر کې یاست، کولی شئ د ناروې سفارت سره اړیکه ونیسئ.

یو بل سره مباحثه وکړئ

  • ولې په ځینو کلتورونو کې د نجونو سنت کول دود دی؟
  • دا ډول دود ختمولو لپاره مختلفې ډلې څه کولی شي؟
  • په ناروې کې کوم ډول سخت قوانین کولای شي د نجونو د سنت کیدو مخه ونیسي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

د ښځو سنت کول/ختنه کول څه ته وایي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

تاسو د ښځو د تناسلي آلې د پرې کولو له کبله د څو کاله بند ترلاسه کولی شئ؟

سم ځواب انتخاب کړئ

د خپل مسؤلیت د سرته رسولو څخه د سرغړونې د سزا موده څومره ده؟

جمله بشپړه کړئ

که چېرې نجلۍ یا ښځه سنت کولو ته راضي هم وي، دا...

سم ځواب انتخاب کړئ