د طبیعت ساتنه او د چاپیریال حفاظت
د طبیعت ساتنه او د چاپیریال حفاظت
له طبیعت څخه ساتنه او د چاپېریال حفاظت هغه اصطلاحات دي چې طبیعت او ایکو سیستمونو ته اشاره کوي. دغه اصطلاح ګانې همدارنګه په طبیعت کې د هغو بلونونو په محدودولو او د زیانونو د رفع کولو په لټه کې دي چې خلک یې طبیعت ته رسوي. له طبیعت څخه ساتنه او د چاپېریال له حفاظت څخه موخه هغه تضمین دی چې په راتلونکې کې انسانان، حیوانان اونباتات خوندي پاتې شي.
بیا استفده او بېرته ترلاسه کول
بیا کارول (د بیا کارولو تمرین) پدې مانا ده چې هغه شیان چې موږ نور د مختلفو دلیلونو له امله ورته اړتیا نه لرو د نورو خلکو لخوا بیا کارول کیدی شي. د ریسایکل کولو یا بېرته ترلاسه کولو معنی دا ده چې هر شي کېدی شي په خامو موادو ویشل شي او بیا په نوې طریقې سره بېرته سره یوځای شي، یا دا چې د نوي محصول د جوړولو لپاره پکې بدلون رامنځ ته شي. بیا کارول په وروستیو کلونو کې خورا مشهور شوي. ډېری خلک غواړي د مصر کولو او ایسته غورځولو د پدیدې په اړه نور معلومات ترلاسه کړي، او د جامو، فرنیچر او داسې نورو په اخیستو کې له استفاده شویو محصولاتو استفاده وکړي.
له طبیعي منابعو څخه د کثافاتو جلا کول
د ناروې هر وګړی په کال کې سلګونه کیلو ګرامه کثافات رامنځ ته کوي. په ډیری ښاروالیو کې خلک خپل کثافات پخپله سمبالوي. دغه کار ته "په سرچینه کې د کثافاتو جلا کول" ویل کیږي. موږ کولی شو په کور کې ځینې کثافات سمبال کړو، او موږ کولی شو ځینې هغه یې د بیا استفادې کولو سایټونو ته هم انتقال کړو. د ریسایکل کولو په سایټونو کې د کثافاتو د مختلفو ډولونو لپاره د کثافاتو کانټینرونه شتون لري. ډیری ښاروالۍ د ریسایکل کولو لوی سټیشنونه هم لري چیرې چې موږ کولی شو د خپلې خوښې لوی لوی شیان په کې و غورځوو لکه فرنیچر، د مینځلو ماشینونه، د باغ کثافات او کیمیاوي رنګونه.
د غذایي موادو کثافات
د غذایي موادو کثافات هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې د خوراکي توکو پاتې شوني بهر وغورځول شي یا له انساني استفاده پرته په بله موخه وکارول شي. د نړۍ په کچه د ټولو تولید شویو خوراکي توکو یو پر دریمه برخه ایسته غورځول کېږي. په ناروې کې، موږ هر کال 400,000 ټنه د غذایي موادو کثافات ایسته غورځوو. پدې کې د خوراکي توکو صنعت، د خوراکي توکو پلورنځي، رستورانتونه او په شخصي کورنو کې استفاده کېدونکي خواه هم شامل دي. هغه خواړه چې هر کال په نړۍ کې غورځول کیږي د نړۍ د ټولو وږو خلکو لپاره کافي وي.
په ناروې کې د شینکوریزه یا ګلخانه ئي ګازونو تولید
په ناروې کې د شینکوریزه ګازونو تولید په تدریجې ډول د کمېدو په حال کې دی. د شینکوریزه ګازونو لویه برخه د نفتو او ګازو استخراج، صنعت او کان کیندنه او د موټرو زیاتوالی دی.
په ناروې کې په 2024م کال کې د پطرولي نقلیه وسائطو په پرتله برقي هغه ډېر ثبت شوي دي. هدف دا دی چې له دې وروسته به ټول نوي اخیستل کېدونکي موټرونه برقي او د هوا ککړتیا یې صفر وي. دغه برقي موټرونه هېڅ ډول شینکوریزه ګازات نه خوروي. بل هدف دا دی چې په لویو ښارونو کې د مسافرو د انتقال هر ډول ترانسپورت باید د عامه ترانسپورت، بایسکل او پیاده روۍ له لارې ترسره شي. نو که چېرې حتی نفوس هم زیاتېږي، باید د نقلیه وسایطو تعداد زیاد نه شي.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- موږ د افرادو په توګه څه کولی شو چې طبیعت او چاپیریال ته پاملرنه وکړو؟
- د بیا استفاده کولو او ریسایکل کولو عملونو په اړه یوځای بحث وکړئ.
- ایا تاسو کله هم دوهم لاس یا مستعمل شی اخلی؟ ولې او ولې نه؟
- له منابعو څخه د کثافاتو د جلا کولو په اړه بحث وکړئ. ولې موږ له طبیعي منابعو څخه کثافات جلا کوو؟ کله چې موږ له منابعو څخه کثافات ایسته کوو، نو څه شی پېښږي؟
- د غذایي موادو د کثافاتو په اړه په ګډه بحث وکړئ. موږ ولې باید په دغه اندازه خواړه وغورځوو؟ ایا تاسو خواړه غورځوئ؟ ولې او ولې نه؟ موږ څه کولی شو چې ډاډ ترلاسه کړو چې موږ لږ خواړه پریږدو؟
- د عامه ترانسپورت په پرتله د شخصي موټرو کارولو په اړه خبرې وکړئ. ایا په ناروې کې هرڅوک د عامه ترانسپورت کارولو لپاره ورته فرصتونه لري؟ ولې او ولې نه؟
یو بل سره مباحثه وکړئ
د بیا کارولو یا ریسایکلېنګ عملیه څه معنی لري؟
یو بل سره مباحثه وکړئ
د ناروې هر اوسېدونکی په کال کې څومره کثافات غورځوي؟
صحیح ځواب غوره کړئ
په ناروې کې د شینکوریزه ګازونو د لوړې کچې تولید اصلي لامل څه شی دی؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
سم انځور انتخاب کړئ
کوم عکسونه د دې ښودنه کوي چې موږ څنګه کولی شو په ورځني ژوند کې د چاپیریال سره دوستانه واوسو؟ ګڼ شمېر ځوابونه ممکن دي.