د ناروې لومړني اوسېدونکي

Lærerinnhold

Tips til undervisningen

Læreren bør sjekke ut tidlig historie i deltakernes hjemland.

Snakk om overgangen til kristendommen. De eldste stavkirkene bærer preg av at menneskene ikke var villige til helt å forkaste den gamle gudetroen. De inkluderte symboler fra førkristen gudetro, for eksempel dragehoder (Midgardsormen) i bygningene.

Tips til undervisninga

Læraren bør orientere seg om den tidlege historia i heimlanda til deltakarane.

Snakk om overgangen til kristendomen. Dei eldste stavkyrkjene ber preg av at menneska ikkje var villige til å forkaste den gamle gudetrua heilt. Dei brukte symbol frå den førkristne religionen, til dømes drakehovud (Midgardsormen), i bygningane.

Læreplan

Grunnleggende ferdigheter

Digitale ferdigheter
Muntlige ferdigheter

Tverrfaglige tema

Demokrati og medborgerskap

Læreplan i samfunnskunnskap for voksne innvandrere etter integreringsloven

gi eksempler på noen av de viktigste historiske hendelsene og prosessene som har dannet grunnlaget for framveksten av demokratiet i Norge  

Kjerneelement

Demokratiforståelse og deltakelse

Læringsaktivitet

Muntlig aktivitet

د ناروې لومړني اوسېدونکي

Et kart over Europa. Kartet er fra 1778, og er gammelt og brunt.
GettyImages

د يخ دوره

ډیر وخت دمخه، د اروپا شمالي برخه د کنګونو په واسطه پوښل شوې وه چې د دغو کنګلونو ضخامت یا ډبلوالی تر 3000 مترو پورې رسېده. د تودوخې درجې ورو ورو په ګرمېدو پیل وکړ، او یخ ورو ورو په وېلې کیدو پیل وکړ.

د تیږو دوره (ق.م 10،000 - ق.م 2،000)

Syv trepinner med forskjellige former for stein knyttet til dem ligger på et pelsunderlag. Foto
GettyImages

لومړني خلک شاوخوا 12،000 کاله دمخه ناروې ته راغلي وو. کنګلونو د اروپا او د ناروې تر مینځ سمندر پوښلی و، او موږ باور لرو چې انسانان او څاروي د یخ په دوره کې ناروې ته راغلی ول. د لرغون پوهانو موندنې ښیې چې خلک په بیر، مرخیړیو، او کبانو او څارویو باندې خپل ژوند تامیناوه. دوی له ډبرو، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي وسیلې او وسلې کارولې. له همدې امله دا دوره د تيږو دوره په نامه یادېږي.

خلکو شاوخوا 4000 کاله دمخه په ناروې کې کرنه پیل کړه.

د برونزو دوره (ق.م 1،800 - ق.م 500)

بډایه بزګران په تدریج سره وتوانیدل چې وسیلې، وسلې او زیورات له برونزو څخه جوړ کړي. بزګرانو د سپرلۍ په موخه له آسونو څخه کار اخیستل پیل کړل، او میرمنو د پسونو له وړیو څخه د جامو غوړول او ټوکر اوبدل زده کړل.

موږ دې دورې ته د برونز دوره وایو. د برونز دورې پرمهال په ناروې کې اقلیم د نن ورځې په پرتله یو څه معتدل و.

د اوسپنې دوره ( (ق.م 500 - 1،050)

په دې دوره کې اقلیم د نن ورځې ناروې اقلیم ته ورته و. په ناروې کې خلکو زده کړل چې څنګه له اوسپنیزو خاورو او ډبرو څخه اوسپنه استخراج کړي چې هغوی به په مارش لینډ کې موندلی وې او د وسلو او وسایلو جوړولو لپاره به یې کارولې. دې وسیلو د دوی لپاره په ځمکه باندې کښت کول اسانه کړل، او خواړه خورا پرېمانه شول. نفوس وده وکړه. موږ دې دورې ته د اوسپنې دوره وایو.

د وايکنګ دوره (800 - 1050)

ترټولو بډایه او پیاوړي بزګران په لویو فارمونو کې ژوند کولو او د سردارانو په نامه به یادېدل. دوی سرتیري درلودل چې د دوی د خاورې به یې دفاع کوله. د اتمې پیړۍ په پای کې، د دې ځینې مشرانو ناروې د اروپا نورو هیوادونو ته پریښوده. ځینې ​​یې وړ سوداګر وو، مګر دوی جګړه هم کړې او لوټ شوي دي. هغوی د وايکنګ په نامه یاد شوي دي.

په 872 کې، وايکنګ هیرالډ فییریر د ټول ناروې پاچا شو.

د وايکنګ مذهب د نورس د خدایانو په افسانو پورې تړلی و او دا چې څنګه هغوی وکولای شول د ښه حاصلاتو، زرغونتیا او جګړې په خوندي کولو کې مرسته وکړي. ځینې وايکنګز اروپا ته د سفر پرمهال د عیسویت د دین سره آشنایي پیدا کړه، او خپلې عقیدې او انګېرنې یې بیرته ناروې ته راوړل. عیسویت په 11 پیړۍ کې ناروې ته معرفي شو. 1030 م کال د ناروې په تاریخ کې یو مهم کال و. دا هغه مهال و چې د سټیکلسټاد (Stiklestad) جګړه په تروندیلګ (Trøndelag) ولسوالۍ کې وشوه. اولاو هیرالډسن، چې یو عیسوی و، د Trøndelag له پیاوړو مشرانو سره یې مبارزه وکړه کومو چې په زوړ وایکنګ دین باور درلود. که څه هم اولاو جګړه وبایلله، خو عیسویت په ناروې کې ډیرې سیمو ته ورسېد او ورو ورو د زوړ نورس دین ځای يې واخيستو.

Tegning av vikinger på vikingferd. Illustrasjon.
Nasjonalmuseet (1899) اثر Halfdan Egedius د وایکېګونو په حمله کې"، د Rane او Olav"
Detaljer fra en stavkirke
GettyImages

یو بل سره مباحثه وکړئ

  • آیا تاسو د خپل هیواد د اولیه تاریخ په اړه معلومات لرئ؟
  • آیا تاسو کولی شئ هغه څه پرتله کړئ چې د ناروې تاریخ په لومړیو کې پیښ شوي د هغه څه سره چې په ورته وخت کې ستاسو په هیواد کې پیښ شوي؟
  • آیا تاسو ناروې ته تر راتلو دمخه د وايکنګز په اړه اوریدلي و؟
  • آیا وايکنګز ستاسو د هیواد په تاریخ کوم اغیزه درلوده؟
  • په ګډه بحث وکړئ چې څنګه او ولې خلک کولی شي یو مذهب د بل لپاره بدل کړي. دا څنګه کولی شي د خلکو په ژوند اغیزه وکړي؟ آیا ستاسو په هیواد کې هم ورته پیښه شوې؟

سم ځواب انتخاب کړئ

اولیه انسانان په کوم وخت کې ناروې ته راغلل؟

سم ځواب انتخاب کړئ

د برونز په عصر کې په ناروې کې څه پیښ شوي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

په کوم عصر کې اقلیم هغه څه ته ورته و چې موږ یې نن پیژنو؟

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

د وایکنګ عصر له 800 څخه تر 1050 پورې دوام درلود.
په يخ عصر کې، شمالي اروپا د کنګلو د یوې طبقې په واسطه پوښل شوې وه.
وايکنګز له پیل څخه عیسویان وو.
موږ باور لرو چې انسانان او حیوانات د کښتۍ په واسطه ناروې ته راغلي.
شاوخوا څلور زره کاله دمخه، کرنه په ناروې کې پیل شوه.

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

وایکنګ خلکو د زړو نورس په خدایانو باور درلود.
عیسویت د اوسپنې دورې پرمهال په ناروې کې معرفي شو.
ځینې وایکنګ وګړي وړ سوداګر و.
د سټیکلسټډ جګړه په 1030 میلادي کال کې وه.
د برونز دورې کې، د ډبرو، هډوکو او لرګیو وسلې کارول کیدې.

سم انځور غوره کړئ.

په کوم تصویر کې د وایکنګ دورې په اړه وضاحت شته؟

په انځور باندې کلېک وکړئ

په مهال ویش کې په سمه دوره کلیک وکړئ. د اوسپنې عصر کله وه؟

choice-image

په انځور باندې کلېک وکړئ

په مهال ویش کې په سمه دوره کلیک وکړئ. د وایکنګ عصر کله و؟

choice-image

په انځور باندې کلېک وکړئ

په مهال ویش کې په سمه دوره کلیک وکړئ. د برونز عصر کله وه؟

choice-image