کورنی تاوتریخوالی

Lærerinnhold

Læreplan

Grunnleggende ferdigheter

Digitale ferdigheter
Muntlige ferdigheter

Tverrfaglige tema

Folkehelse og livsmestring

Læreplan i samfunnskunnskap for voksne innvandrere etter integreringsloven

samtale om hva negativ sosial kontroll, vold i nære relasjoner, tvangsekteskap og kjønnslemlestelse er, om juridiske og personlige konsekvenser av dette, og om aktuelle hjelpetilbud

Kjerneelement

Individ og fellesskap

Læringsaktivitet

Muntlig aktivitet

کورنی تاوتریخوالی

GettyImages

تاوتریخوالی څه ته وایي؟

  • تاوتریخوالی له بل چا څخه د ناوړه ګټې اخیستو په مانا دی.
  • ناوړه ګټه اخیستنه کیدی شي فزیکي، رواني، جنسي یا مادي وي.

کورنی تاوتریخوالی څه ته وایي؟

  • د کورنۍ د غړو یا نور نیژدې خپلوانو ترمینځ تاوتریخوالی
  • د ماشومانو او لویانو ترمینځ تاوتریخوالی چیرې چې لویان د ماشوم پاملرنې مسؤلیت لري

په ناروې کې هر ډول تاوتریخوالی غیر قانوني دی. ټولنه نه نشي کولی هېڅ ډول تاوتریخوالی وزغمي، لکه د کورنۍ یا نورو نيژدې خپلوانو ترمنځ تاوتریخوالی. د دغه کار لپاره هېڅ ډول بهانه نه شي توجېح کېدی. دا ځکه چې کورنی تاوتریخوالی یوه شخصي مسئله نه ده. ناوړه ټولنیز محدودیتونه هم کېدی شي په تاوتریخوالي کې حساب شي.

د تاوتريخوالي ليدل د ماشومانو لپاره هغه هومره زيان رسونکی خبره ده څومره چې دوی د تاوتریخوالي سره مخ کیږي. لېزبیان، لواطت کاران، همجنس بازان، ایزکان، د جنسیت له اړخه مشکوک کسان او د ټولنې نورغړي ښائي په ځانګړي ډول د یاد تاونریخوالي ښکار شي.

جبري واده او د ښځو سنت کول هم تاوتریخوالی دی او د زغملو وړ نه دی. ټولنه مسؤلیت لري چې د تاوتریخوالي سره د هر مخ کېدونکي شخص ساتنه او پاملرنه وکړي، او ډاډ ترلاسه کړي چې هرڅوک کولی شي په ټولنه کې فعال پاتې شي او په ټولنه کې مدغم شي.

"کورنی تاوتریخوالی یو جدي جرم دی، له بنسټیزو بشري حقونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه او د عامې روغتیا ستونزه ده."


سرچينه: یو له تاوتریخوالي لرې ژوند، د کورنۍ تاوتریخوالي پروړاندې د عمل پلان 2014-2017، د عدلیې او امنیت وزارت

انټرنېټ

En bekymret og alvorspreget kvinne holder telefonen til øret. Bildet illustrerer en kvinne som oppsøker hjelp etter å ha blitt utsatt for vold i hjemmet. Foto
GettyImages

یو بل سره مباحثه وکړئ

  • د کورني تاوتریخوالي او د تاوتریخوالي د نورو ډولونو ترمنځ د پير په اړه بحث وکړئ.
  • د کورنیو د نورو غړیو پروړاندې د تاوتریخوالي لامل څه کېدی شي؟
  • څه لامل کېدی شي چې يو شخص د یوه داسې مېړه/ښځې سره اوسيدو ته دوام ورکړي کوم چې له تاوتریخوالي څخه کار اخلي؟
  • آیا دا ممکنه ده چې په مختلفو هېوادونو کې تاوتريخوالی مختلف ډولونه لري؟
  • د کورنۍ د هغو غړیو ژوند څنګه تېرېږي کوم چې په کور کې یې تاوتریخوالی موجود وي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

د ناروې قوانین د تاوتریخوالي په اړه څه وايي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

څو ډوله تاوتریخوالی شتون لري؟ ګڼ شمېر ځوابونه صحیح دي.

جمله بشپړه کړئ

ټولنه هېڅ ډول تاوتریخوالی نشي زغملی...

جمله بشپړه کړئ

کورنی تاوتریخوالی...

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

د تاوتريخوالي ليدل د ماشومانو لپاره هغه هومره زيان رسونکی خبره ده څومره چې دوی د تاوتریخوالي سره مخ کیږي.
جبري واده او د ښځو د تناسلي غړیو پرې کول تاوتریخوالی دی او د زغملو وړ نه دی.
تاسو کولای شئ د تاوتریخوالي د ښکار کېدو په صورت کې مرسته ترلاسه کړئ.
تاوتریخوالی رواني نشي کيدې، یوازې فزیکي دی.
د ناروې د قوانینو له مخې د نېژدې خپلوانو لخوا تاوتریخوالی د زغملو وړ نه دی.