دیموکراتیک مسؤلیتونه او وجائب.

Lærerinnhold

Tips til undervisningen

I et demokrati har menneskene både rettigheter og plikter, ansvar og frihet. Alle disse fire faktorene bør være til stede for at demokratiet skal fungere på en god måte.

Hva skjer om ett av beina blir borte?

En demokratisk plikt er å følge de lovene som gjelder i samfunnet. Dette kan være plikt til å gi riktige og sannferdige opplysninger til offentlige etater (Nav, Skatteetaten, folkeregisteret o. l.).

Tips til undervisninga

I eit demokrati har menneske både rettar og plikter, ansvar og fridom. Alle desse fire faktorane bør vere til stades for at demokratiet skal fungere på ein bra måte.

Kva hender om eitt av dei fire «beina» blir borte?

Det er ei demokratisk plikt å følgje lovene som gjeld i samfunnet. Det kan til dømes vere plikta til å gje rette og sanne opplysningar til offentlege etatar (Nav, skatteetaten, folkeregisteret og liknande).

Læreplan

Grunnleggende ferdigheter

Digitale ferdigheter
Muntlige ferdigheter

Tverrfaglige tema

Demokrati og medborgerskap

Læreplan i samfunnskunnskap for voksne innvandrere etter integreringsloven

samtale om menneskerettigheter som ytringsfrihet og vern mot diskriminering
gi eksempler på hvordan demokratiet i Norge fungerer, knyttet til de tre statsmaktene og prinsippet om maktfordeling, politiske partier og valgordningen

Kjerneelement

Demokratiforståelse og deltakelse

Læringsaktivitet

Muntlig aktivitet

دیموکراتیک مسؤلیتونه او وجائب.

هغه خلک چې په ډیموکراسۍ کې ژوند کوي ازادي، مسؤلیتونه، حقونه او مکلفیتونه لري. موږ به لومړی تر ټولو د مهمو حقونو یادونه وکړو.

بشري حقونه

AdobeStock

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیواله اعلامیه په 1948 کې تصویب شوه.

مساوات

AdobeStock

هرڅوک باید د عمر، توکم، کاري وړتیا، جنسیت، مذهب او جنسي تمایل په پام کې نیولو پرته یو شان حقونه او وجائب ولري.

د بیان ازادي

Kvinne roper inn i en megafon. Hun har høyre hånd hevet og ser engasjert ut. Foto
GettyImages

د بیان ازادي یعنې دا چې د سیاست، مذهب او نورو مسلو په اړه د خپل نظر څرګندولو، له نورو سره په ازاده توګه د بحث کولو او د یو چا د نظر په اړه په آزاده توګه له وېرې او مجازاتو پرته لیکل. موږ ځینې قوانین لرو چې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه وضع کوي. د مثال په توګه، خلکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې په لیکلي او شفاهي ډول وکمپالنه او نور کرکه لرونکي بیانونه وکړي. د بیان ازادي په اشخاصو ، راډیو ګانو او تلویزیوني چینلونو او ورځپاڼو باندې تطبیق کیږي.

د رایې ورکولو حق

En hånd legger en stemmeseddel inn i en stemmeurne. Foto
GettyImages

په ډیموکراسۍ کې خلک حق لري چې په سیاسي ټاکنو کې رایه ورکړي. په ناروې کې د رایې ورکولو قانوني سن 18 کاله دی. ټاکنې د پټو رایو له لارې ترسره کیږي. یعنې دا چې نور خلک نه پوهیږي چې یو کس چا ته رایه ورکوي. تاسو باید د ناروې تابعیت ولرئ ترڅو په عمومي ټاکنو کې رایه ورکړئ. د دې لپاره چې د والسوالیو او ښاروالۍ د شوراګانو په ټاکنو کې رایه ورکړئ، تاسو باید د ټاکنو څخه دمخه په تیرو دریو کلونو کې په ناروې کې ژوند کړی وي.

قانوني مصؤنیت

Det norske flagget, klubbe og justicia-vekten. Foto.
GettyImages

قانوني مصؤنیت، یا د قانون حاکمیت، د نورو شیانو تر څنګ دا معنی لري چې هیڅوک نشي کولی له محکمې پرته په بند محکوم شي. په یو دیموکراتیک هیواد کې محاکمه پدې معنی ده چې یو خپلواک قاضي پریکړه کوي چې آیا تورن مجرم دی که نه، او دا چې یو خپلواک قاضي د تورن د مجرم ثابتیدو په صورت کې د سزا پریکړه کوي. هر ډول تورن اشخاص له ځان څخه د دفاع حق لري.

د مذهب او عقیدې ازادي

Religiøse symboler. Islam, jødisk, kristen. Foto.
GettyImages

د مذهب او عقیدې ازادي په دې معنا ده چې خلک د خپل دین یا ژوند په غوره کولو او لمانځلو کې ازاد دي. په بل عبارت، هیڅوک حق نه لري چې نور د یوې مذهبي ډلې یا ټولنې سره یوځای کیدو یا پریښودو ته مجبور کړي. هیڅوک به د خپلې عقیدې له امله تعقیب یا مجازات نشي. له 15 کلنۍ څخه وروسته، هرڅوک دا حق لري چې د نورو له نفوز پرته په خپله خوښه دین یا د ژوند تګلوری وټاکي. د یوې مذهبي یا د ژوند د دریځ په ټولنه کې د نه انتخاب کولو خپلواکي درلودل دومره مهم دي لکه څنګه چې د یو مذهب یا ژوند کولو لپاره آزاد وي.

د مجلس ازادي

د غونډو یا ټولنو ازادي یو شمیر ځانګړیې معناګانې لري. چې ځینې مهمې معنی ګانې یې په لاندې ډول دي:

  • خلک حق لري چې د تعقیب یا مجازاتو له خطر پرته د سیاسي ګوندونو غړیتوب ولري.
  • خلک حق لري چې د تعذیب او مجازاتو له خطر پرته د تجارتي اتحادیو غړیتوب ولري. په ځینو حالاتو کې خلک هم حق لري چې په اعتصاب لاس پورې کړي.
  • خلک حق لري چې په قانوني مظاهرو کې خپل نظر څرګند کړي.»

حقوق او مکلفیتونه

لکه څنګه چې موږ وینو، هغه خلک چې په ډیموکراسۍ کې ژوند کوي ډیری حقونه لري. دا ازادي او حقونه د مسؤلیتونو او مکلفیتونو سره یوځای ترلاسه کیږي. موږ باید د اکثریت لخوا پریکړه شوي قوانین او مقررات په پام کې ونیسو. موږ حق لرو چې هڅه وکړو او هغه شیان بدل کړو چې موږ یې په ټولنه کې نه خوښوو، خو موږ باید د ډیموکراسۍ د قواعدو سره سم عمل فعالیت وکړو. د ناروې ټولنه تر ډیره حده نورو ته د درناوي پر بنسټ ولاړه ده. دا پدې مانا ده چې چارواکي خلکو ته د ریښتینومعلوماتو په ورکولو او د قوانینو په پام کې نیولو باندې باور لري، او خلک پدې باور لري پروړاندې یې مناسب چلند کېږي کله د پولیسو او ماشومانو خدمات.

څه شی دیموکراسي ګواښلی شي؟

لاندې موارد د ډیموکراسۍ لپاره ګواښ ګڼل کیدی شي:
په ټاکنو کې د ګډون ټیټه کچه
پر سیاستوالو د باور کمزوری.
هغه جعلي خبرونه او د کرکې وینا چې د خلاص عامه بحث مخه نیسي.
لوی ملي کړکېچونه چې د ډیموکراتیکو پروسو څخه د تیښتې اړتیا لري.
هغه قوانین او مقررات چې په ګڼ شمېر هیوادونو کې پلي کیږي د یو هیواد په دیموکراتیک ډول نافذ شوي قوانینو ته لومړیتوب ورکوي.

یو بل سره مباحثه وکړئ

  • په یو دموکراتیک هیواد کې ژوند کول څنګه دي؟
  • په یو غیر دموکراتیک هیواد کې ژوند کول څنګه دي؟
  • د هغو ژمنو په اړه خبرې وکړئ چې فکر کوئ په یوه دموکراتیکه ټولنه کې شتون لري.
  • هغه دموکراتیک حقوق او وجائب کوم دي چې له مخکې یې په اړه معلومات لرئ؟
  • په دې اړه بحث وکړئ چې ولې په ټاکنو کې د ګډون کموالی او پر سیاستوالو د باور د کچې ټیټېدل ډیموکراسۍ ته ګواښ دی.
  • باور په کومه طریقه د ناروې د ټولنې یوه مهمه ځآنګېړنه ده؟ ایا تاسو داسې مثالونه لرئ چې دا واضع کړي؟
LØvebakken. Stortinget. Foto.
GettyImages

سم ځواب انتخاب کړئ

ایا موږ په ناروې کې د بیان بشپړه ازادي لرو؟

سم ځواب انتخاب کړئ

په ناروې کې د رایې ورکولو قانوني عمر څو کاله دی؟

سم ځواب انتخاب کړئ

کوم کسان په جرم باندې د تورن کېدو په صورت کې له ځان څخه د دفاع حق لري؟

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

هغه خلک چې په ډیموکراسۍ کې ژوند کوي ازادي، مسؤلیت، حقوق او وجائب لري.
په ناروې کې د بیان آزادي د هر ډول اظهاراتو یا څر ګندونو په برخه کې د تطبیق وړ ده.
د یوه ډیمکراتیک هېواد وګړي حق لري چې په سیاسي ټاکنو کې رایه ورکړي.
هرڅوک چې په ناروې کې ژوند کوي کولی شي په پارلماني ټاکنو کې رایه ورکړي.
تاسو باید د ټاکنو څخه دمخه په تیرو دریو کلونو کې په ناروې کې ژوند کړی وي ترڅو وکوالی شئ د ولایتي شورا او ښاروالۍ شوراګانو په ټاکنو کې رایه ورکړئ.

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

که چېرې ستاسو جرم جدي وي، نو ښائي له محکمې پرته په حبس محکوم شئ.
ټول تورن کسان له ځان څخه د دفاع حق لري.
هیڅوک حق نه لري چې نور کسان د یوې مذهبي ډلې یا ګوند څخه په زوره محروم یا اخراج کړي.
له 15 کلنۍ وروسته تاسو دا حق لرئ چې په خپله خوښه په سیاسي ګوندونو او ټولنو کې غړیتوب ولرئ.
په ناروې کې یوازې عیسویت د رسمي دین په توګه پېژندل کېږي.