د فامیلي طرحې، مېندوارۍ او د ماشومانو د دوامداره معاینې په صورت کې
د کورنۍ لپاره طرحه جوړونه
د کورنۍ لپاره طرحه جوړونه
په ناروې کې سیاسیتوالان پدې بحث کوي چې څنګه والدېن د ډېرو اولادونو زېږولو ته وهڅوي. په ځینو هېوادونو کې ښائي ښځې د اولاد زېږولو په برخه کې د یاد هېواد د چارواکو لخوا د محدودیتونو سره مخ شي. په نورو هېوادونو کې، د یوې ښځې د زیږون اوسطاً شرحه پنځه ماشومان دي.
فامیلي طرحه پدې مانا ده چې والدېن کولای شي خپله پلان جوړ کړي چې څه وخت غواړي ښځه یې حامله شي، او همدارنګه کولای شي په خپله خوښه ماشومان وزېږوي. په عمل کې، فامیلي جوړښت یا طرحه د غیر ضروري مېندوارۍ په مانا ده. ګڼ شمې د مېندوارۍ د مخنیوي لارې چارې د دغه مخنیوی کولای شي.
د مېندوارۍ د مخنیوي ځینې عام ډولونه:
- د مېندوارۍ ضد ګولی هغه ګولۍ دي چې د استروژن او ژستاژن هورمونونو درلودونکې دي. دغه ګولۍ د ښځې په رحم کې له هګۍ اچولو څخه مخنیوی کوي.
- د مېندوارۍ ضد اېمپلنټ یو پلاستیکي تیوب دی چې تر پوست لاندې ځای پرځای کېږي. دغه تیوب د ژستاژن هورمون درلودونکی دی او د ورځې په جریان کې د هغې یوه کمه اندازه په بدن کې افراز کېږي. دغه هورمون د مور په رحم کې د هګۍ اچولو څخه مخنیوی کوي.د مېندوارۍ ضد دغه تیوب باید د دغې برخې د متخصص ډاکټر لخوا د ننه او د باندې شي.
- یو فنر د یوه ډاکټر لخوا د ښځې په رحم کې ځای پرځای کېږي. دغه فنر د سپرمونو د حرکت مانع ګرزي او همدارنګه د هغو تعامل مخه نیسي چې د ښځې په رحم کې یوه بارداره تخمکه د رحم په اړخونو ونښلي.
- کانډوم یا پوکاڼه له مېندوارۍ څخه د مخنیوي یوازینۍ مصؤنه لار ده چې د جنسي رابطې پرمهال د ناروغیو د انتقال مخه نیسي. همدارنګه دغه کار د مېندوارۍ څخه د مخنیوي یوازینۍ لاره ده چې په نارینه و د تطبیق وړ ده.له سپرم ایستونکي جېل څخه د استفادې ترڅنګ د کانډوم یا پوکاڼي څخه استفاده کول له مېندوارۍ څخه د مخنیوي په موخه توصیه کېږي. یوازې سپرم ایستونکی جېل کفایت نه کوي.
د مېندوارۍ معاینات او د ماشوم زېږونه
په ناروې کې مېندوارې ښځې کولای شي په وړیا ډول له مېندوارۍ څخه د پالنې یا مراقبت خدمات ترلاسه کړي. معائنات په روغتیایي مرکزونو کې ترسره کېږي یا د ښځو د عادي ډاکټر لخوا. دغه معاینات په خپله خوښه دي، او باید د مېندوارۍ او زېږون پرمهال او له زېږون وروسته د ښځې او ماشوم پالنه او مراقبت وشي. په ناروې کې د مېندوارۍ پرمهال د یوې ښځې لپاره د 8-12 ځلونو پورې ډاکټر ته د مراجعې سپارښتنه کېږي. ډېری ښځې په روغتونونو کې په وړیا ډول ولادت ترسره کوي.
د روغتیایي حالت ارزونه او واکسینونه
ټول هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې په ناروې کې ژوند کوي کولای شي دوامداره معاینات وکړي. دغه معائنات د ماشوم له زېږون څخه نیولې بیا د ښوونځي تر پیلولو پورې په روغتیایي مرکزونو کې ترسره کېږي. په ښوونځي کې د روغتیایي خدماتو اداره مسؤله ده چې د ماشومانو روغتیایي معاینات ترسره کړي. ډېری ښاروالۍ هم د ځوانانو لپاره د روغتیایي خدماتو مراکز لري. ټول هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې په ناروې کې ژوند کوي، کولای شي د ګڼ شمېر ناروغیو ضد واکسین تطبیق کړي. واکسین د ناروغیو پروړاندې آسانه، اغېزمن او ډاډمن مصؤنیت رامنځ ته کوي. روغتیایي مرکزونه او په ښوونځیو کې روغتیایي خدمات وړیا دي.
عادي ډاکټر معاینات ترسره کوي او وروسته د ماشوم د ناروغۍ په اړه هغه ته خبرداری ورکوي.
سقط جنین/د مور په ګېډه کې د ماشوم له منځه وړل
په ناروې کې د مېندوارۍ ضد قانون (د جنینو د سقط قانون) دا وایي چې که چېرې ښځې د مېندوارۍ په لومړیو 12 اونیو کې دغه کار وکړي، کولای شي له مېندوارۍ څخه مخنیوی وکړي. ښځه باید د دغه کار له ترسره کولو مخکې هغه فورم ډک او تسیم کړي چې له مخې یې د جنینو د سقط لپاره د هغې رضایت او د دغه کار جانبي عوارض او د هغې لخوا د نورو اضافي معلوماتو ترلاسه کول تثبیتېږي. همدارنګه د جنینو د سقط قانون پدې اړه هم صراحت لري چې که چېرې یوه ښځه وغواړي د مېندوارۍ له 12مې اونۍ وروسته دغه عمل ترسره کړي، نو څه پایلې به ولري.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- په هغو هېوادونو کې چې تاسو یې په اړه معلومات لرئ، خلک د کورنۍ د جوړښت په اړه څه فکر لري؟ آیا د جنینو د سقط موضوع پکې عامه ده؟
- ولې د مېندوارۍ وړیا معاینات خورا مهم ګڼل کېږي؟
- دا ولې مهمه ده چې والدېن به د روغتیایي مرکزونو لخوا چمتو شوي خدمات ترلاسه کوي؟
- تاسو د دغه حقیقت په اړه چې په ناروې کې ډیری ماشومان د ځینې ناروغیو پروړاندې واکسین کیږي څه فکر کوئ ؟
- ولې د ماشومانو لپاره د واکسینو د تطبیق پروګرام وړیا دی؟
د لاندې ادعا په اړه بحث وکړئ:
- د جنینو د سقط قانون د ښځو د برخلیک په برخه کې د هغوی د حق او قانوني مصؤنیت ترمنځ د تعامل په مانا دی.
سم ځواب انتخاب کړئ
په ناروې کې ښځې په اوسط ډول څو ماشومان زېږوي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
د کورنۍ جوړښت څه ته وایي؟ ګڼ شمېر ځوابونه ښائي صحیح وي.
سم ځواب انتخاب کړئ
د روغتیایي مرکزونو دنده څه ده؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟