د کاري ژوند قوانین او قواعد
د کاري ژوند قوانین او قواعد
په کاري ژوند کې داسې قوانین، قواعد، او تړونونه موجود دي چې کارکوونکي او کارګومارونکي باید ځان ورسره عیار کړي. د Storting غړي قوانین تصویبوي، پداسې حال کې چې کارګومارونکي او کار کوونکي د خپلو اړونده سازمانونوله لارې موافقې ته رسي. دغه قوانین د ټولو کارګومارونکو او کارکوونکو په اړه د تطبیق وړ دي، پداسې حال کې چې جمعي تړونونه بیا یوازې په هغو ځانګړیو شرائطو کې د تطبیق وړي دي چې دغه تړونونه تدوینوي.
د کاري چاپېریال اړونده قانون
ټول کارګومارونکي او کارکوونکي باید د دغه کاري چاپېریال اړونده قوانین یا مادې مراعات کړي. د نورو مواردو ترمنځ، د کاري چاپېریال قوانین په لاندې ډول دي:
- استخدام او تړونونه
- کاري ساعتونه
- کاري غیر حاضرۍ
- د روغتیا، خوندیتابه او کاري چاپېریال (HMS) په برخه کې کار
د کاري چاپېریال په رامنځ ته کولو کې کارګومارونکی د مشرتابه رول لري، پداسې حال کې چې کارکوونکی بیا اړ دی ترڅو:
- د یوه غوره کاري چاپېریال په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي
- د هغو اقداماتو په تطبیق کې مرسته وکړي چې د کاري چاپېریال د سمون لامل کېږي
- د خوندیتوب او کاري چاپېریال په هغو ناستو کې ګډون وکړي چې د پانګونې په برخه کې تدوینېږي
د رخصتۍ قانون
د رخصتۍ په قانون کې د نورو مواردو ترڅنګ لاندې موارد شاملېږي:
- څومره رخصتي باید ولري؟
- په کومو مواردو کې باید رخصتي ورکړل شي
- د خبرتیایي مودې په جریان کې رخصتۍ
- د رخصتۍ پرمهال ناروغي
- د رخصتیو په ورځ د کار اجره
- په ناروې کې کارکوونکي حق لري هر کال په هرو څلورو اونیو کې یوه ورځ رخصتي ولري، خو ډېری خلک بیا دغه رخصتي په هرو پینځو ورځو کې لري.
- موږ د رخصتیو په ورځو کې معاش نه ترلاسه کوو، خو د رخصتیو تر عنوان لاندې حقوق یا معاشات ترلاسه کوو.
- زموږ د رخصتیو د ورځو معاش زموږ د تېر کال تر عائداتو پورې محدود دی.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- په ناروې کې د کاري ژوند لپاره څوک قوانین جوړوي؟
- دغه قوانین څنګه رامنځ ته شول؟
- په قوانینو باندې د کارګومارونکي او کارکوونکي پوهېدل څومره اهمیت لري؟
- آیا په دغه قوانینو کې آزادۍ او محدودیتونه شتون لري؟
سم ځواب انتخاب کړئ
څوک باید د کاري محیط اړونده قوانین په پام کې ونیسي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
په ناروې کې په کال کې څو رخصتي درکول کېږي؟
جمله بشپړه کړئ
زموږ د رخصتیو معاشات په... پورې محدود دي
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟