رفاهي دولت

Lærerinnhold

Tips til undervisningen

Snakk sammen

Start med å snakke om hva mennesker trenger og hva som må være på plass for at vi skal leve gode liv (mat, bolig, helse, familie, jobb, utdanning, penger osv.).

Definer velferd: vel = bra, god og ferd = reise Velferd betyr en god reise gjennom livet.

Hvilke behov blir dekket av velferdsgoder i det norske samfunnet?
Hvordan finansieres velferdsgodene i Norge? Se på sammenhengen mellom skatt, avgifter og velferdsgoder.

Utforsk

Mange av velferdsordningene (sykepenger, dagpenger, sosialhjelp, alderspensjon, uførepensjon, barnetrygd o.a.) blir fovaltet av Nav, som til sammen forvalter en tredjedel av statsbudsjettet.

Lover og regler avgjør hvordan Nav disponerer midlene til de ulike velferdsordningene. Det er ikke slik at hver enkelt saksbehandler tar avgjørelser etter sitt eget hode.

Tips til undervisninga

Snakk saman

Start med å snakke om kva menneske treng og kva som må vere på plass for at vi skal leve gode liv (mat, bustad, helse, familie, jobb, utdanning, pengar osv.).

Definer velferd: vel = bra, god og ferd = reise. Velferd tyder ei god reise gjennom livet.

Kva behov blir dekte av velferdsgode i det norske samfunnet?
Korleis blir dei norske velferdsgoda finansierte? Sjå på samanhengen mellom skatt, avgifter og velferdsgode.

Utforsk

Mange av velferdsordningane (sjukepengar, dagpengar, sosialhjelp, alderspensjon, uførepensjon, barnetrygd o.a.) blir forvalta av Nav, som til saman forvaltar ein tredel av statsbudsjettet.

Lover og reglar avgjer korleis Nav disponerer midlane til dei ulike velferdsordningane. Det er ikkje slik at kvar einskild sakshandsamar tek avgjerder etter sitt eige hovud.

Læreplan

Grunnleggende ferdigheter

Digitale ferdigheter
Muntlige ferdigheter

Tverrfaglige tema

Demokrati og medborgerskap

Læreplan i samfunnskunnskap for voksne innvandrere etter integreringsloven

gi eksempler på hva skattefinansiert velferd innebærer

Kjerneelement

Individ og fellesskap
Demokratiforståelse og deltakelse

Læringsaktivitet

Muntlig aktivitet
Utforsking

رفاهي دولت

ناروې یوه رفاهي ټولنه ده چې بنسټ یې مساوات تشکیلوي. دا پدې مانا ده چې د هېواد ټول وګړي په یوه اندازه مهم دي او ټول باید د غوره ژوند کولو فرصت یا موقعه ولري. مرکزي دولت په ځانګړي ډول ښاروالۍ د دغو رفاهي امتیازاتو د چمتوکولو مسؤلیت لري. موږ ناروې ته د یوه رفاهي یا مرستندویه حکومت لقب ورکوو.

رفاهي دولت یو طبیعي امر نه دی. د ناروې رفاهي دولت په تېرو 100 کلونو کې د هغې له ګټو څخه مستفید شوی دی. د ټولو امتیازاتو طرحې درنه لګښتونه لري. سیاست پوهان پرېکړه کوي چې د امتیازاتو کوم ډول طرحه په لاره واچول شي. نو پدې اساس کېدی شي هغه په قدرت کې ګډو حزبونو او مالي وضعیت ته په کتو سره بدلون ومومي.

یو رفاهي یا مرستندویه دولت په کار او د مالیو په ورکړه پورې تړاو لري. ډېری خلک دې ته ترجېح ورکوي چې خپله له ځان څخه ملاتړ وکړي او خپلواک و اوسي. نو پدې اساس، رفاهي دولت کولای شي هغو کسانو سره مرسته وکړي چې اړ وي.

د رفاهي طرحو بېلګې:

  • د ناروغۍ په موده کې تادیه
  • د بېکارۍ امتیازات
  • د معرفت امتیازات
  • وړیا زده کړه
  • وړیا روغتیایي خدمات
  • د ماشومانو امتیازات

له رفاهي سیستم څخه ګټه تر ډېره بریده په باور یا اعتماد ولاړه ده. مرکزي دولت او خلک یو پربل باور لري. خلک په مرکزي دولت باندې باور لري چې په سختو شېبو کې له هغوی سره مرسته کوي او مرکزي دولت په خلکو دا باور کوي چې له رفاهي سیستم څخه ناوړه استفاده نه کوي.

NAV

په ناروې کې هره ښاروالي د Nav څانګې درلودونکې ده. Nav څانګه کولای شي موږ سره د اړتیا په صورت کې د ژوند په هر ډول سختو شرائطو کې لکه د ناروغۍ پرمهال د دندې په پیدا کولو کې مرسته وکړي. سربېره پردې،Nav په ناروې کې د ټولو هغو امتیازاتو مسؤله اداره ده چې په بیمې پورې اړه لري. همدارنګه Nav د ټولنیز امنیت، د بېکارۍ پرمهال د امتیازاتو، د ناروغۍ پرمهال د امتیازاتو، د تقاعدي امتیازاتو، د ماشومانو د امتیازاتو او همدارنګه د هغو نغدي امتیازاتو مسؤله ده چې په هغې کې پالنه او نور ټول موارد شاملیږي.

Nav د ملي بودجې شاوخوا یو په دریمه برخه مدیریت کوي او تقریباً 22000 کارکوونکي لري.

د مرستو یا رفاه ټولنه خلکو ته کارونه رامنځ ته کوي.

یوه رفاهي ټولنه ډېرو کارکوونکو ته اړتیا لري. نن صبا په ناروې کې شاوخوا 30 سلنه خلک په دولتي سکتور کې دنده ترسره کوي. د ناروې رفاهي یا مرستندویه دولت د کار په موخه ګڼ شمېر شغلي یا کسبي ډلو ته اړتیا لري.

مثالونه یې په لاندې ډول دي:

  • ښوونکي، دفتري کارمندان، نظافتي کارکوونکي او نور تعلیمي کارکوونکي.
  • ډاکټران، نرسان، د روغتیایي پالنې کارمندان، دفتري کارمندان، نظافتي کارکوونکي، او د روغتونونو او پالنیزو کورونو نور کارکوونکي
  • د دوسیو رئیسان، د دفتر کارکوونکي او د Nav نور کارمندان

یو بل سره مباحثه وکړئ

  • کیفیت څه ته وایي؟ رفاه یا سهولت څه ته وایي؟ غوره ژوند څه ته وایي؟
  • په نارویژي ټولنه کې د رفاهي سیستم په اړه بحث وکړئ.
  • د ناروې د رفاهي دولت لپاره د NAV د اهمیت په اړه بحث وکړئ.
  • NAV د ناروې د ملي بودجې دریمه برخه مدیریت کوي. دغه کار موږ ته د ناروې د رفاهي دولت په څه پیغام لري؟ پیسې له کومه ځایه راځي؟
Lege sjekker blodtrykk. Foto.
AdobeStock
Illustrasjon, fire personer sitter på stabler av mynter.
AdobeStock

سم ځواب انتخاب کړئ

په ناروې کې خلکو ته د رفاهي امتیازاتو د چمتو کولو عمومي مسؤلیت د چا په غاړه دی؟

سم ځواب انتخاب کړئ

د رفاهي طرحو مثالونه کوم دي؟ ګڼ شمېر ځوابونه شتون لري.

سم ځواب انتخاب کړئ

د NAV دندې څه دي؟ ګڼ شمېر ځوابونه وړاندې کېدی شي.

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

NAV په ناروې کې د ټولنیز امنیت په برخه د هر ډول طرحو مسؤل ګڼل کېږي.
په ناروې کې درې NAV موجود دي. چې یو یې اوسلو، بل ټرانډیم او بل یې بېرجېن دی.
په ناروې کې د په دنده بوخت کسانو شاوخوا نیمایي برخه په دولتي سکتور کې کار کوي.
له رفاهي امتیازاتو څخه استفاده په پراخه کچه د باور یا اعتماد له مخې کېږي
رفاهي دولت د امکان ترحده په هغو خلکو پورې محدود دی چې دنده ترسره کوي او مالیې ورکوي.

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

په یوه رفاهي دولت کې، اوسېدونکي مسکن او خواړه وړیا ترلاسه کوي.
د NAV په دفتر کې، موږ کولای شو ملاتړ ته د اړتیا په صورت کې مرسته ترلاسه کړو ترڅو د دندې ترلاسه کولو لپاره په شرائطو برابر شو.
سیاستوال پرېکړه کوي چې موږ باید څه ډول یوه طرحه ولرو.
په ناروې کې رفاهي طرحې نه بدلېدونکې دي مګر دا چې په اساسي قانون کې بدلون راشي.
رفاهي دولت کولای شي هغو خلکو ته مالي همکارۍ چمتو کړي چې اړتیا ورته لري.

سم انځور انتخاب کړئ

نور ځوابونه هم ممکن دي. موږ په عامه سکتور کې کوم مسلکونه ترلاسه کوو؟