منفي ټولنیز محدودیتونه
منفي ټولنیز محدودیتونه
ټولنیز کنټرول هغه اصطلاح ده چې د هغه چوکاټ تشریح کولو لپاره کارول کیږي چې د یو فرد چلند او د ژوند لاره احاطه کوي. د مثال په توګه، والدین د خپلو ماشومانو د ژوند لپاره پلان جوړوي، او خلک د ليکل شویو اوغیر ليکل شويو مقرراتو او قوانینو له لارې د یوه مناسب چلند لپاره چوکاټ ټاکي.
ځینې وخت ماشومان او ځوانان او حتی لویان ممکن فکر وکړي چې په کورنۍ کې موجوده مقررات د دوی لپاره خورا سخت دي. مقررات بیا د غیر معقول په توګه پیژندل کیږي او ټولنیز کنټرول ته د یو څه منفي عمل په توګه کتل کیږي. هغه چوکاټونه چې والدین یا نور نږدې خپلوان یې ټاکي، ممکن د هغو چوکاټونو سره په ټکر کې وي چې ټولنه یې طبیعي ګڼې. منفي ټولنیز کنټرول کولی شي فرد له شخصي آزادۍ او د خپلواک ژوند کولو له حق څخه محروم کړي. منفي ټولنیز کنټرول کولی شي ماشومان او ځوانان د ناروې په ټولنې کې له مدغم کیدو څخه محروم کړي.
یو بل سره مباحثه وکړئ
میرحت 14 کلنه ده او متوسطه ښوونځي ته ځي. کله چې هغه یوه ماشومه وه، هغې آزاد ژوند کاوه او مور او پلار یې د هغې لپاره یو څه محدودیتونه ټاکلي وو. اوس چې هغه بلوغ ته رسېدلیې، هغې ولیدل چې مور او پلار یې ډیر سخت شوي دي. هغې ته اجازه نشته چې د ملګرو سره د هغوی کور ته لاړ شي، او باید د ښوونځي وروسته مستقیم کور ته راشي. هغې باید د بسکټ بال لوبه بنده کړي ځکه چې د هغې پلار نه خوښوي دا دې د لوبې پرمهال لنډ کمیس واغوندي. د هغې مور هره شپه د هغې تلفون ګوري ترڅو وګوري چې هغې له چا سره خبرې کړي او پیغامونه یې لیږلي دي.
د هغې ورور د هغې څخه دوه کاله لوی دی. دوی د هغه سره دومره سخت ندي. میرحت خپه ده او فکر کوي چې د هغې مور او پلار په هغې باور بند کړی دی. ایا دوی واقعیا فکر کوي هغه به یو څه غلط کړي که دوی ونه ګوري چې هغه هر وخت څه کوي؟
د میرحت وضعیت باندې بحث وکړئ.
- د هغې د مور او پلار وضعیت ته څنګه ګوري؟
- دا ډول کنټرول څه پایلې لرلی شي؟
- مېرحت او د هغې مور او پلار څنګه کولی شي خپل ورځني ژوند ته وده ورکړي؟
دوه کاله وروسته:
مېرحت عالي ثانوي ښوونځي پیل کړی. د هغې ژوند نور هم ستونزمن شو. د هغې د ورځني ژوند او د هغې د نارویژي ښوونځي د ملګرو ترمینځ لوی توپیر شتون لري. د هغې په ټولګي کې نورې انجونې اکثرا د ښوونځي وروسته یو بل سره لیدل کیږي او په ګډه ساتیري کوي. دوی د اونۍ په پای کې د یو بل په کورونو کې خوب کوي او د فیشن او هلکانو په اړه خبرې کوي. مېرحت د ناروې څخه د باندې وتو په اړه ډیر فکر کوي. که څه هم هغه د خپلې کورنۍ سره مینه لري، خو هغه د محدودیت او بندیدو احساس کوي. هغې اوریدلي چې د هغې په ښوونځي کې د اقلیت مشاور شتون لري. ایا دا باید د هغه سره د خبرو کولو جرات وکړي؟
- تاسو به مېرحت ته څه مشوره ورکړئ؟
سم ځواب انتخاب کړئ
ټولنیز کنټرول څه شی دی؟
سم ځواب انتخاب کړئ
منفي ټولنیز کنټرول څه شی دی؟
جمله بشپړه کړئ
کله چې خلک فکر کوي د خپلې کورنۍ لخوا ټاکل شوي مقررات خورا سخت دي، ...
جمله بشپړه کړئ
منفي ټولنیز دودونه یا کنټرول کولای شي...
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟